د جنرال باجوه د خدمت په دوره کې د ۳ کالو ډیروالی

لیکنه : د معین الدین خان

ژباړه : د پښتو څانګی

بالآخره د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر باجوه د خدمت په موده کې د درې کالو د ډیروالي خبر راغللو. تر دې مهاله چې د جنرال باجوه د تمدید په هکله کومې خبرې کیدلې، هغه یواځې یو خیال پردازي ګڼلی شو. مګر اوس په بشپړه توګه په رسمي بڼه د دې خبرې تاییدي وشوه چې د لومړي وزیر عمران خان له دفتر نه دا رسمي اعلان شوی چې د راتلونکي نومبر په میاشت کې د نوموړي د خدمت دوره پای ته رسیږي خو مګر هغه ته د نورو درې کلونو لپاره د پوځ د مشرتابه څوکۍ سپارل کیږي. د بعضې کړیو لخوا داسې ویل کیده چې ګوا کې عمران خان یو اصول لرونکی سیاست مدار دی نو له همدې امله دا شونې نه ده چې د اوسني پوځ مشر د خدمت په دوره کې دې ډیروالی راولي مګر هغه مبصرین او شنونکي چې د پاکستان د پوځي قوت او ملکي پوځي رشوتونو باندې ژور نظر لري هغوۍ په هر حال سره پوهیدل چې دا یواځې د وینا خبرې دي. بالآخره هماغه وشو کوم څه چې پوځ غوښتل. دغه شنونکو په هماغه وخت دا منلې وه چې د جنرال باجوه د دندې په موده کې د تمویل راوستلو چمتو والی نیول کیږي. کله چې لومړي وزیر عمران خان د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه د ملی پرمختیایي شوره په نوم یوه ملکي اداره جوړه کړه او په دې اداره کې یې جنرال باجوه د غړي په توګه وګماره. دا یواځې د دوه یا دوه نیمو میاشتو مخکینۍ خبره ده. هغه کسانو چې عمران خان یو با اصوله سیاستوال بله او ویل به یې چې د باجوه په خدمتي موده کې به تمدید را نه ولي نو هغوۍ شاید چې د عمران خان د هغه مهال له ویناوو اغیزمن وو. کله چې هغه په اپوزیسیون کې وو او د یو شعله ور بیان ورکوونکي مشر په توګه پیژندل کیده.

په یاد دې وی چې څو کاله وړاندې په ۲۰۱۰ کال کې کله چې د پاکستان پیپلز ګوند په واک کې وو او دهغه وخت لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني د هماغه وخت د پوځ مشر جنرال کیاني د خدمت په موده کې درې کاله ډیروالی راوستلو نو د هغه کار په غبرګون کې عمران خان ډیره اصولي خبره کړې وه او له دې څو ورځې وروسته یې په بعضې ټلویزیونې شبکو کې پخپله مرکه کې ویلي وو چې پخوانیو پوځي جنرالانو او قاضیانو ته باید له تقاعد وروسته تمدید ورنکړی شي بلکې ټولې ادارې باید له قانون سره سمې پر مخ بوتلل شي. په دې هکله یې داسې دلیل وړاندې کړی وو چې کله چې تاسو د یوه شخص لپاره قانون کې بدلون راولۍ نو له دې سره ټوله اداره ضعیفیږي. مګر دا د هغه وخت خبره ده کله چې هغه لومړی وزیر نه وو او د اپوزیسیون مشر وو.

په هر حال دا د پاکستان خپله موضوع ده. هغه چې وغواړي چې د هر چا د خدمت په دوره کې زیاتوالی راولي او یا هم هر څوک چې وغواړي د کاري تجربې په نظر کې په نه نیولو سره هغه د یوې ادارې د مشر په توګه و ګماري. مګر تر کومه چې د پوځ خبره ده نو په دې هکله عمومي نظر دا دی چې د پوځ په هکله چې د لومړي وزیر لخوا کوم اعلان کیږي هغه یواځې کاغذي پروسه وي. اصله پریکړه د راولپنډۍ یعنې د پوځ له مرکز څخه نیول کیږي. د جنرال باجوه د تمدید دلیل دا ویل شوی دی چې اوس مهال چې د سیمې د امنیتي وضعیت کومه غوښتنه ده په دې کې د پوځ د مشر په توګه د جنرال باجوه پاتې کیدل اړین دي. د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پخپله یوه وینا کې ویلي چې لومړي وزیر دا پریکړه پخپله کړې او لامل یې هم د کشمیر په هکله د ترینګلتیاوو ډیریدل دي او پاکستان په افغانستان کې د سولې د پروسې د پرمختګ هڅې کوي مګر حقیقت دا دی چې که د هند او پاکستان موضوع وي او یا هم د افغانستان په هکله د ترسره کیدونکو هلو ځلو هڅې ، په دې ټولو موضوعاتو کې د پردې تر شا اصل رول د پاکستان پوځ لوبوي. د ۱۴ آګست پخپله وینا کې جنرال باجوه د هندوستان پر خلاف د زړه له خلاسه بریدونه کړي وو. لومړی وزیر عمران خان چې کله له ولسمشر ټرمپ سره د لیدو په موخه امریکا ته تللی وو نو جنرال باجوه هم ورسره وو. د جنرال باجوه د دورې د تمدید جواز په وړاندې کولو سره د عمران خان یو مرستیال او مملکتي وزیر فواد چودهري ویلي چې نوموړي ته د تمدید ورکولو پریکړه دا څرګندوي چې د سیمې وضعیت خورا د اندیښنې وړ دی او جنرال باجوه د سیمې د وضعیت په ښه والي کې ښکارنده رول لوبوونکی دی. هغه خو تر دې هم دعوای کړې چې باجوه ته چې د درې کالو کوم تمدید ورکړل شوی دی نو په دې درې کالو کې به د برصغیر یا د هند او پاکستان د سیمی د تاریخ بڼه بدله شي. په هر صورت هغه عمران خان چې د پوځي جنرالانو د کاري مودې د تمدید دومره خلاف وو چې دا یې هم ویلي وو چې د دوو نړیوالو جګړو پر مهال هم کوم جنرال ته د کاري مودې تمدید نه و ورکړل شوی خو اوس د هغه خپل حکومت یو پوځې جنرال ته د کاري مودې د تمدیدولو په برخه دلایل پر دلایلو وړاندې کړي. دلته به د پاکستان د یو لبرال او دانشور سیاستوال عاصم سجاد اختر مثال ورکول مناسب وي. د هغه پر وینا چې په ظاهر خو دغه پریکړه لومړي وزیر کړې مګر په عملي توګه دا د پوځ خپله داخلي موضوع ده. بهرنۍ نړۍ به په دې پوه هم نشي چې دننه وضعیت څنګه دی. بس دا د پوځ پریکړه ده او په همدې به عمل کیږي. هغه خو تر دې هم ویلي چې امنیتي موضوع دې پریکړې پورې هیڅ تړاو نلري. په اصل کې دا ده چې پوځ همدا غواړي چې اوسني پوځي مشر دې درې کاله نور هم برلاسی وي.

اوس به دا وکتل شي چې په دې درې کلونو کې به د برصغیر تاریخ په کوم ډول سره نوې آډانې کې راوستل شي، د هغه شي چې دعوای کیږي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت