که پاکستان ترهګرۍ ته پرله پسی ملاتړبرابرکړو نو دوه اړخیزی خبری اتری امکان نلری:

لیکنه : د معین الدین خان 

ژباړه : د پښتو څانګی 

پاکستان په خپل اند پوره سفارتی هڅی وکړلی چی د کشمیر په مسئله نړیوال پام دی ته واړوی خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا او په تړلی کوټه کی شوی ناستی وروسته پخپله پاکستان هم د دی خبری اندازه و لګوله چی نړیواله ټولنه د کشمیر مسئله پدا ډول نه ګوری په کومه چی پاکستان د وړاندی کولو هڅه وکړله. د هیلې په سمون سربیره د چین هیڅ یو هیواد هم هغه نړیواله مسئله و نه ګڼله او اکثرو غړو دا رائ څرګند کړو باید چی دا معامله هندوستان او پاکستان دوو اړخیزو خبرو اترو د لاری حل کړی. خو نړیواله ټولنه زیاتیدونکی ترینګلی له کبله اندیښنا ضرور لری ځکه چی دواړه هیوادونه ایټمی صلاحیت لری او نړیواله ټولنه پدی خبره هم ښه پوهه ده چی هند او پاکستان ترمینځه د لانجو او تاو تریخوالی نه ډک ماحول ټولو نه لوئ او بنیادی علت دا دی چی پاکستان ترهګری د بهرنی پالیسۍ یو آلی په حیث کارولې. د امریکی ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځی د مخه د دواړو هیوادونو لومړی وزیرانو سره په تیلیفون اړیکه ولرله او د ترینګلی د له مینځه وړلو خبره وکړله . لومړی وزیرمودی نوموړی ته په واضحه تورو کی و ئیلی و چی د کشمیر په اړه په اوسنیو تیرو ورځو کی هند چی کومی فیصلی کړیدی هغه په بشپړه په کورنی چارو کی راځی خوکشمیر بنیاد په جوړولو د دی سیمی ځنی سیاست مداران کومی لمسونکی خبری کوی او د احساساتو د پارولو هڅی کوی هغوئي په اصل کی وضیعت کړکیچن جوړولو هڅه کوی . ولسمشر ټرمپ عمران خان ته خپله لهجه د نرم کولو سلا هم ورکړیده لاکن نړۍ ته دا هم معلومه ده چی هغلته د ملکی کسانو د حکومت هیڅ آواز نه وی . له پړدی شا څخه ټول کار د راولپینډۍ پوځی مرکز څخه ترسره کیږی . 

ولسمشرټرمپ یو وار بیا د خپلی خوا دا پیشنهاد وړاندی کړیدی چی نوموړی د ترینګلی کمولو په خاطر دواړو هیوادونو ترمینځه د منیځګړتوب دنده ترسره کولو ته تیار دې. خو نوموړی دا هم وویل چی د کشمیرپه مسئلی کی د مذهب معامله هم شامله ده .نوځکه دا نوره زیاته کړکیچنه شوی. هند د ولسمشر ټرمپ د دغه نیکی هیلی او اخلاص قدرکوی چی نوموړی د ترینګلی د کمولو په حق کی دی خو په هندوستان کی د مذهب په نوم په هیڅ سیمی کی د تاو تریخوالی هډو سوال نه پیښیږی . ځکه هندوستان په آئینی توګه له اول ورځ څخه یو سیکولر او جمهوری هیواد دې. د مذهب په نوم خلک پارول او لمسونه د پاکستان د سیاست بنیادی برخه پاتی شویده . هندوستان د کشمیرپه معاملی کی ځنی دریم ګوند د مینځګړتوب کولو ته تیار ندی . د یولړ پیښو په ترڅ کی صبروتحمل کولو وروسته اوس د هند دا دریځ دی چی دوه اړخیزی خبری اتری هم ترهاغه امکان و نه لری ترکومی چی ترهګریزبریدونه بند نشی. ترکومی چی په جمو اوکشمیر په ترڅ کی د حکومت اوسنی اداری فیصلو سوال دی نو ډاډ بښونکی خبره دا ده چی د چین او د پاکستان نور واړه ملګری هیوادونو سربیره ټولو د هند د دریځ ستائینه کړیده او هغه هم د هند کورنی معامله ګڼلی ده او اکثرو هیوادونو دا هم په واضحه ډول احساس کړی چی پاکستان شتون حالاتو په تناظر کی د کشمیرمعامله له افغانستان سره د تړلو هڅه کړیده . د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم وئیلی دی د افغانستان خبری اتری له کشمیرمعاملی سره د نښلولو هڅی پیشو له کڅوړی څخه بهر را وویستلو.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت