بالټیک هیوادونو ته د هندوستان لاسرسی

لیکنه : د راجورشی رای

ژباړه : د پښتو څانګی

د بالټیک هیوادونو سره د هندوستان اړیکو په یو مهم پړاو کې ، د مرستیال ولسمشر ایم وینکیا نائیډو ایسټونیا ، لاتویا او لیتوانیا ته سفر وکړ. دا تر نن ورځې پورې د بالټیک هیوادونو سره د هندوستان د ډیپلوماتیکی ښکیلتیا ترټولو لوړه کچه وه. د دوی د مشرتابه لیدنې سربیره ، ښاغلي نائیډو د سوداګرۍ فورم غونډې ناسته ترسره کړې ، چې په دی هیوادونو کی میشتو هندیانو سره یی هم وکتل او د کرنې ، سایبری امنیت ، الکترونیکی حکومتدارۍ او تعلیم په برخه کې د همکارۍ لپاره یی څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. د هند مرستیال ولسمشر د اسټونیا هیوادونو د ماموریت کنفرانس ته هم وینا وکړه. د دې بحثونو کليدي موضوع د سنسکرت ، یوګا او آیوروید سره د هند د سیمه ایز تمدني اړیکو تکرار و چې د بالټیک ملي شعور کې ژور ځای لري. دی اړیکو په تاریخي ډول د دوه اړخیزو اړیکو په جوړولو کې مرسته کړې او د واسودیوا کوټومباکم ، چې معنی "دا نړۍ یوه کورنۍ ده" ریښتیني روحیه منعکس کوي. د یادونی وړ ده چیپه ټولو دریو بالټیک هیوادونو کې هندي څوکۍ شتون لري.

مرستیال ولسمشر د لیتوانیا د دوهم لوی ښار کاوناس په لیدو سره د پلازمینې له ښارونو هاخوا د اړیکو جوړولو اهمیت روښانه کړ. په هند او بالټیک ، دواړو کې د ګړندي بدلونو سره سره ، د دوی ایالتونو او ولایتونو ته ډیره اړتیا لیدل کیږي ترڅو یو بل ښه وپیژنی.

د بالټیک هیوادونو اهمیت د دوی جغرافیاي موقعیت سره تړاو لری ځکه چې دا نورډیکس ، روسیی او د کامن ویلت ازاد هیوادونو ته لاره ده چې د ریګا ټول موسمي بندر په کی پروت دی. د اروپایی اتحادیې غړو په توګه د دریو هیوادونو سره قوي ښکېلتیا هند ته دا وړتیا ورکوي چې په اروپای اتحادیه کې د عنعنوی اروپای قدرتونو ور هاخوا انتخاباتي حوزې پیاوړی کړي . بالټیک هیوادونه په اروپای قاره کی خپلی اغیزمنی اقتصادی ودی ته دوام ورکوی. دوی د کوچني جغرافیه لرلو سره سره ،د پنچ په نوښتونو او معلوماتی ټیکنالوژۍ کی پرمختګ ته دوام ورکوي.

نن ورځ یو شمیر نړیوالې او دوه اړخیزی مسلې شتون لري چیرې چې د هند او بالټیک هیوادونو ګټې پکی یوځای کیږي. نړۍ په پرله پسی ډول د بی ثباتی د نواقصو په وړاندوینه کی پاتی راغلی. د ستر قدرتونو سیالي ، د واکمنۍ داخلي تسلط ، اقتصادي او ستراتیژیکه ژوره سیالۍ او د تروریزم په شمول د عنعنوی او غیری عنعنوی امنیتی ګواښونو وده ، سایبر امنیت او د اقلیم بدلون نړیوال ستراتیژیک چاپیریال ګډوډ کړی. نړیوال ګرځیدو په ۲۱ مه پیړۍ کی یو پیچلي مفهوم ترلاسه کړی. نیشنلیزم یا ملت پالنی وده کړی او د ملتونو په مینځ کی لا د زیاتیدو په حال کی دی. ټیکنالوژي اکثرا غلط کارول کیږي حتی که موږ د څلورم صنعتي انقلاب عمر ته هم ننوځو.

دا پرمختګونه د نوي انډیوالتوب او همغږۍ غوښتنه کوي. په نړیواله مرحله کې د هند وده او په اروپای اتحادیه او ناټو کی د بالټیک هیوادونو غړیتوب دوی ته دا موقع ورکړه چې خپل ځواک ، سره یو کړي ترڅو د دې نړیوال بدلون سره مبارزه وکړي.

په ورته ډول ، د بالتیک هیوادونو د ملي اختراع ایکوسیستم پیاوړي کول او د پوهې پر بنسټ اقتصاد له هند سره ځانګړي تړاو لري. دوی په انترنیټي شیانو ، مصنوعي ځیرکتیا ، برښنایی حکومتدارۍ کې د لویو ګامونو اوچتولو ته دوام ورکوي. د دوی ډیجیټل قابلیت د لومړي وزیر مودي د هغه شعار سره تړاو لری چی د هند اقتصاد عصری ګرځولو ، د پرمختللي ټیکنالوژۍ ودی ، ظرفیت جوړونې ، دوامداره ودې او د نړۍ د کچې ټیکنالوژۍ نوي برخو رامینځته کولو له لارې د هند بشري او فکري ظرفیت زیاتول غواړی. د بالټیک شرکتونه پدې توګه د دې وړتیا لری چې د هند په بدلیدونکو پروژو لکه میک ان انډیا ، ډیجیټل هند ، سټارټ اپ اندیا او داسی نورو کی مهم رول ولوبوی.

په ښکاره ډول ، اقتصادي او ټیکنالوژيکي ملګرتیا په دوه اړخیزو اړیکو کې حیاتي ټکی بلل کیږي. په یوه ښه او موثره ملګرتیا کې ، هندوستان پیچلي ټیکنالوژۍ ته لاسرسی ترلاسه کوي پداسې حال کې چې بالټیک هیوادونه کولی شي د نړیوالې ودې د ځنډیدو په دوران کې د هندوستان لوی بازار ته ننوځي. دا په حقیقت کې زړه راښکونکې ده چې د دوی ترمنځ سوداګری د هند د ماموریت په نه شتون کی ، له ۲۰۱۸ تر ۲۰۱۹ پوری ۸۰۰ ملیون ډالرو ته رسېدلی وه . په ښکاره ډول ، د هندوستان او بالتیک هیوادونو د کلکی ملګرتیا امکانات خورا ډیر دي. ګرځندویي ، درمل جوړونه ، تولید او روغتیا پالنه د راتلونکي لپاره د لا پیاوړي ملګرتیا نويو ستنو په توګه یاد شوي دي. په هرصورت ، ننګونه دا ده چې حرکت ته دوام ورکړل شی او د دی بدلون څرخ تل وڅرخول شی.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت