پاکستان د سرګردانۍ په وضیعت کی


لیکنه : د جې ایل کول جلالی

ژباړه: د پښتو څانګی 

پاکستان دا وختی د هندوستان ایالت په جمو او کشمیر د خپل موقف په ترڅ کی د سرګردانۍ وضیعت سره لاس په ګریوان دې. د کله راهسی چی هندوستان 370مه ماده په لغوه کولو د ایالت ځانګړې حیثیت له مینځه وړیدی د هغی راهسی پاکستان دغه معاملی ته د نړیوال بڼه او رنګ ورکولو هڅه کوی . اسلام آباد خو جنګی جنون رامینځ ته کولو ته هم مخی ته راغلی خو دغو هڅو سربیره هغه د نړیوال ټولنی ملاتړ په ترلاسه کولو کی ناکامه شوی نور خو نور د لویدیځی آسیا د هغه پیاوړی ملګرو څخه هم مایوسی ترلاسه شوله. دا ئې اول وار دی چی اسلامی نړۍ د کشمیرپه مسئله بیخی خاموشه دی او که ځنو اغیزه لرونکی هیوادونو خبره کړی نو هغوئي هم د هند موقف تائید کړیدی چی دا د هند داخلی معامله ده . پاکستان د کشمیرپه مسئله پرله پسی ژړا انګولا کوی او که ځنی هیوادونو د پاکستان زاری کولو ته پام کړی نو هغه ترکیه او ملیشیا دي . لاکن دغو هیوادونو د کشمیر په مسئله ځنی څیړنه کولو څخه ځان ئې ساتلی دی . ملیشیا خو د مفرورډاکټر ذاکرنائیک باندی بندیز لګولی چا چی د ملیشیا ټولنی پرضد بیان ورکړی و او د کوم په باب په خلک ډیرقهریدلی و . د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کی هم پاکستان ناکامۍ سره مخامخ شو. د چین په وینا امنیت شورا یو غیررسمی ناسته خوضرور را وبلله خو د هغی ځنی پائیله مخی ته رانغله او بیا په تړلی کوټه کی د داسی ناستی څه اهمیت هم نه وی. دغه ناکامۍ وروسته پاکستان خپل خلک ګډ وډ کونکی بیانونه په ورکولو لاس پوری کړی . د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د دی اونۍ په پیل کی د جنګ کولو ګواښ وړاندی کړو. د نوموړی د کابینی ملګری شیخ رشید تر دی وویل چی هند او پاکستان ترمینځ اکتوبر میاشت پوری جنګ کیدیشی . نوموړی وویل چی د کشمیر مسئله د لومړی وزیر عمران خان او د پوځ لوئ درستیز جنرال قمر جاوید باجوه په دوره کی حل شی . د داسی بیکاره او غیرمسئوله بیانونو څخه ښه ښکاره ده چی په پاکستان کی پیاوړی او په لوړومنصبونو کسان هم د خوبونو په نړۍ کی اوسیږی . 1947 میلادی کال کی د جمو اوکشمیر له هند سره هم الحاق وروسته د نوی ډیلی دا موقف پاتی شوی چی دا ایالت د هند دائیمی برخه ده . پاکستان خو د هندوستان په 13زره مربع کلومیټره په سیمی قبضه کړیده او دهغی یو څه برخه چین ته سپارلی ده. نو ځکه پاکستان ته په غیرقانونی توګه اشغال کړی شوی برخه هند ته بیرته ورکول وي. اوس اسلام آباد سره که ځنی خبره به کیږی نو هغه به یواځی د پاکستان په اشغالی کشمیر وکړی شی . دا خبره په پاکستان هم واضحه کړی شویده . 

د دفاع چارو وزیر راجنات سینګ وویل چی پاکستان سره د اشغالی کشمیر سربیره په بل موضوع خبری اتری ونشی او که ځنی خبری اتری کول وی نو ټولو نه اول اسلام آباد ته ترهګرۍ ته ملاتړ برابرول بندول وی .له پاکستان خوا څخه کیدونکی بیانونه غیرمسئوله او پارونکی بللی دی او وئیلی دی چی داسی بیانونه د هند په کورنیو چارو کی لاس وهنی برابر دی . که د پاکستان د ولس خبره وکړو نو دهغوئي وضیعت نور زیات خراب دی . د هر یوشئ بیعی آسمان ته خیجی . د هغوئي ژوند کول ډیر ګران شویدی . نړیوال وجهی صندوق د پاکستان کومک لپاره یو څه سرمایه برابره کړیده خو دهغی په بدل کی سخت بندیزونه لګولی دی سربیره پردی فنانشل ایکشن ټاسک فورس لخوا هغه له پریشانیوسره مخامخ دی او که هغه د پسو غلط چلند او د ترهګرۍ مالی کومک مخه نیولو لپاره سخت ګامونه پورته نکړل نو د ټاسک فورس په کیدونکی غونډی کی هغه په تور جدول کی شامل کیدی شی . که داسی وشو نو پاکستان به سخت ستونزو سره مخامخ شی 

نو ځکه پاکستان ته پکار دي چی هغه د نورو په چارو کی لاس وهنه کولو په مقابل په خپل کورنی چارو پام متمرکز کړي لدی امله چی د هغی ولس خیرښیګړه وشی او هغوئي یو لا ښه ژوند تیر کړی شي .
a

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت