د پاکستان د ایف اې ټی ایف په لست کی د شامل کیدو امکان

لیکنه: د محمد خاور حسن 

ژباړه : د پښتو څانګی 

کابو ګردی نړۍ دا خبره منلی ده چی ترهګری بشر لپاره زیان منه ده د دی له مینځه وړل ضروری ده ، نو ځکه ترهګرۍ په حواله نړیواله ټولنه اغیزمنه کار روائي کول غواړی خو پاکستان د ترهګرۍ له مینځه وړلوپه اړه تر ننه فقط خبری کړیدی . د ترهګری له مینځه وړلو هیڅ کله جدی هڅه نده کړې. همدارنګه ترهګرو ته سرمایه برابرونکی د څارنه کونکی اداری فنا نشیل ایکشن ټاسک فورس کوم ته چی په لنډه ایف اې ټی ایف وئیلې کیږی 2018 میلادی کال د جون په میاشت کی پاکستان په خړ لست کی اچولی و . ایف اې ټی ایف پاکستان ته د یو کال رعایت ورکړی و چی په یو کال کی هغه د هغی د ترهګرۍ ضد 27ټکیز منصوبی باندی عمل وکړی ګنی نو په تور جدول کی شامیلیدو ته تیار شی خو پاکستان دا موقع د لاسه ورکړله ځکه چی د ترهګرۍ ضد ګامونو په ترڅ کی هغی چی کوم راپور په ایف اې ټی ایف کی وړاندی کړی په هغی کی یو شمیر نیمګړتیاوی مخی ته راغلی دی . له ایف اې ټی ایف سره اړه لرونکی له نهو ډلو څخه یو آسیا بحرالکاهل ډلی دا موندلی چی د ترهګرۍ له مینځه وړلو لپاره کیدونکی له ډیرو مهمو 11 معیارونو څخه په 10 کی د پاکستان کړنی ډاډ بښونکی ندی پاتی شوي نوځکه امکان ئې دا دې چی هغه ترهګری کوم چی پاکستان ترننه ګاونډی هیوادونو پروړاندی کارولی د هغی د تباهۍ علت جوړ شوې خو پاکستان دا نشی وئیلی چی هغه ته د ترهګری له مینځه وړلو موقع ورنکړی شوه . 

په اصل کی د ترهګرۍ سنګین وضیعت درک کولو پاکستان هیڅ کله هڅه نده کړی . د پاکستان مشرانو په ترهګرۍ سیاست وکړو د هغی له مینځه وړلو لپاره عملی ګامونه پورته نکړل. د پاکستان واک ئې کله پوځ په لاس کی او کله د جمهوری حکومت په لاس کی پاتی شو خو د ترهګرۍ وضیعت هیڅ کله بدل نشو . 

رښتیا خو دا دي چی پاکستان د ترهګرۍ په مسئله له نړۍ څخه بیل شوی . هغی خپل حیثیت د لاسه ورکړی د هغی اغیزه د هغه په اقتصاد پریوځی . خلک زیاتیدونکی ګرانۍ څخه پریشانه دی خو عمران خان د خلکو پام اړلو لپاره د کشمیر ډمامی غږوی . نوموړی لوئ لوئ ادعاوی کوی کله چی دنړۍ هیڅ یو لوئ هیواد د پاکستان خبری ته غوږ ایښودو ته تیار ندی . چین پاکستان ته یو څه لاس برابرکړو خو په امنیت شورا کی هغه کامیاب نشو. سربیره پردی عمران خان اړی ماری لری چی د کشمیر مسئله پریږ ندی . څرګنده خبره ده چی نوموړی د خپل ولس ذهن بل خوا ته اړول غواړی . عمران دا وینی چی یو خوا خو د پاکستان اقتصادی وضیعت په خرابیدو دی بلی خوا د هغه ستونزی په زیاتیدو دي . 



عمران خان نړۍ ته هر څه چی و وائي خو د پاکستان څیره ښه جوړول د نوموړی لپاره ګرانه ده . نړیوال ټولنی ته دا خبره منظوره نده چی په پاکستان کی د ترهګرۍ فابریکی دوام ولری او په هغوئي جوړیدونکی ترهګرد بشر وینی تویولو ته دوام ورکړی . نوځکه نړۍ دا غواړی چی پاکستان هم ترهګری بشریت پرضد و منی . او د هغی له مینځه وړلو په خاطرهره مناسبه کارروائي وکړی لاکن تراوسه پوری ترهګرۍ پروړاندی د هغی ګامونه ډاډ بښونکی ندي. نوځکه د دی خبری زیاته اندیښنا شته چی سږ کال په پارس کی د اکتوبرمیاشت له 18می نیټی څخه تر د 23می نیټی پوری کیدونکی د ایف اې ټی ایف په ناستی کی پاکستان به په تور جدول کی شامل کړی شی او که داسی و شو نو دهغی مسئول به هغه پخپله وي او اوس تازه خبرونو له مخی د آسیا بحرالکاهل ډلی پاکستان په تورجدول کی شامل کړو.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت