بوټان ته د هندي لومړي وزیر سفر: د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا اجنډا

لیکنه: د ډاکټر نیهار آر نایک

ژباړه: د پښتو څانګه

لومړي وزیر نریندر مودي د بوټان د لومړي وزیر ډاکټر لوټای ټيشیرینګ پر بلنه د هغه هېواد تهیمپو ته دوه ورځنی سفر ترسره کړ. نوموړی د لوړپوړي هیت په ملتیا هلته تللی وو. وروسته له هغې چې د دوهم دور لپاره لومړی وزیر شو ، دا د ښاغلي مودي بوټان ته لومړی او په تیرو پنځو کلونو کې یې هغه هېواد ته دا دوهم سفر وو. د دوهم دور لپاره پر څوکۍ له کیناستو وروسته لومړي وزیر مالدیف او سریلانکا ته سفرونه وکړل. دا درې ګاونډي هېوادونو ته له سفرونو څخه داسې څرګندیږي چې هند خپلې د ګاونډیتوب پالیسۍ ته یو نوی باور ورکړی.

بوټان ته د لومړي وزیر سفر په داسې یو وخت کې ترسره کیږي چې هند په نړیواله کچه په هڅو کې روان دی ترڅو د پاکستان لخوا د جمو او کشمیر موضوع په نړیواله کچه مطرح کول شنډ کړي. تر دې د مخه، بوټان د هند د هغې پریکړې ملاتړ کړی وو چې په پایله کې یې د جمو او کشمیر ځانګړی حیثیت له منځه یوړل شو. دغه پریکړه یې یوه عادلانه او له جرآت نه ډکه پریکړه بللې او هرکلی یې ورته کړی ، او ویلي وو چې د جمو او کشمیر موضوع مخلصانه د هند کورنۍ موضوع ده.

له هند سره د ځانګړو اړیکو په لرلو سره بوټان دغه سفر ته په لوړه کچه لومړیتوب ورکړ. لومړي وزیر ته د خپل بوټاني سیال ډاکټر ټيشیرینګ لخوا په هوایي ډګر کې هرکلی وویل شو. لومړي وزیر مودي د بوټان له شاه او ملکې سره هم لیده کاته وکړه. لومړي وزیر د خپلو خبرو پر مهال د هند د ګاونډيتوب په لومړۍ پالیسۍ کې اړیکې د مرکزي ستنې په توګه یادې کړې. 

لومړي وزیر مودي له خپل بوټاني سیال سره د استاذو په کچه خبرې اترې وکړې. په بیلابیلو برخو کې د هند او بوټان د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې هم اقدامات ترسره شول. ښاغلي مودي د بوټان له نورو سیاسي مشرانو سره هم خبرې وکړې چې په هغو کې د اپوزیسیون مشر ډاکټر پیما ګیامتشو، هم شامل وو. لومړي وزیر همدا راز د بوټان په رایل پوهنتون کې هم وینا وکړه. 

دغه سفر د هند او بوټان تر منځ په لوړې کچې د تبادلو د پایلو څرګندونه کوي. تر دې د مخه د بوټان لومړي وزیر د بوټان لومړي وزیر خپل لومړنی د بهرني هېواد سفر د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر میاشت کې هند ته ترسره کړی وو. په چټکۍ سره وروسته له هغې چې د ۲۰۱۹ کال په مۍ میاشت کې چې په ډيلي کې نوی حکومت رامنځته شو، نو د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جی شنکر بوټان ته په رسمي سفر تللی وو.

له هغه مهاله چې د هند او بوټان تر منځ په ۱۹۶۸ کال کې ډیپلوماټیکې اړیکې پرانستل شوې نو په سویلي آسیا کې د یو ګاونډي هېواد په توګه دا اړیکې وخت تر بلې پراخیدلې او تر ټولو کامیابه اړیکې دي. دا اړیکې د دوه اړخیز باور، پوهاوي او بلوغ پر بنسټ ولاړې دي. د هند او بوټان د ملګرتیا او همکارۍ هوډ لیک په ۱۹۴۹ کال کې لاسلیک شوی وو .په ۲۰۰۷ کال کې بیا تازه او تایید کړی شو. چې لا تراوس مهاله د اړیکو د یوې ستنې په توګه پر خپل ځای پاتې. دې هوډلیک بعضې ځانګړتیاوې رامنځته کړي چې په هغو کې پرانستې پوله، امینتي همکاري او د ولسونو له ولسونو سره ژورې اړیکې هم شاملې دي. برسیره پر دې چې بعضې شوی تفاهمونه شته خو بیا هم دواړه هېوادونه پر یو بل تکیه دي او د یو مساویانه شریکانو په توګه د اقتصاد د ودې، ډیموکراسي د عام کولو او سیمه ییز امنیت په برخو کې پر یو بل پورې تړلي دي.

د دواړو هېوادونو تر منځ ګڼ شمیر دوه اړخیزې تړلې برخې شتون لري لکه د اوبو سرچینې، سوداګري او ټرانزیټ، اقتصادي همکاري، سوله او د پولې اداره کول. د بوټان په ټولو وارداتو کې هند د ټولټال ۸۲ سلنه تر ټولو لوی سوداګریز ملګری او پانګوال هېواد دی. هند په هغه هېواد کې څلور د هایډرو الیکټریک پروژې جوړې کړي چې شاوخوا ۲۰۰۰ میګا واټه بریښنا تولیدوي. 

په دغه سفر کې ۱۰ ګډ تفاهم لیکونه لاسلیک شول چې د فضايي څیړنو، د بریښنا د پیرلو چارې او په ټیکنالوژيکي زده کړو کې همکاري هم شامله وه. د دې ترڅنګ دواړو مشرانو د منګډیچو هایډل پروژې پرانسته هم وکړه چې د سویلي آسیا د سټلایټ ځمکنی مرکز دی او په بوټان کې یې د رو-پی په نوم د کارتونو پرانسته هم وکړه.

لومړي وزیر مودي همدا راز اعلان وکړو چې له هند نه به بوټان ته د ایل پي جي یا د اخلی پخلی ګازو د لیږد کچه به په یوې میاشت کې له ۷۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ ایم ټي پورې لوړه کړی شي. د سارک تر چتر لاندې به د پیسو د تبادلې آډانه کې، اضافي ۱۰۰ بیلیونه ډالر به هم د بوټان لپاره د لاسرسۍ وړ وي. ښاغلي مودي د بوټان لومړي وزیر ته ډاډ ورکړ چې د بیلابیلو ناروغیو د تداوی لپاره د لویو ځانګړتیاوو لرونکي روغتون د جوړولو په خیال کې به هند د ډاکټر ټيشیرینګ سره هره ممکنه مرسته ترسره کړي. 

بوټان ته د لومړي وزیر سفر د دواړو هېوادونو تر منځ د شته دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او ډیپلوماټیکو اړیکو ته لا پرمختګ ورکول وو. دواړو لومړي وزیرانو په پراخه توګه د موضوعاتو په هکله خبرې اترې وکړې او د دوه اړخیزو اړیکو د لا پرمختګ لپاره یې د یو نوي میکانیزم په جوړولو هم بحث وکړو. د یو په یو لیدنه کې، دواړو رهبرانو د اقلیم بدلون، زیربناوو، او په سټراټيژیکو موضوعاتو پخپلو کې سره بحث وکړو. د بوټان لپاره د هند د پنځه کلن ټکنالوژیکي او اقتصادي همکاریو پلان او لویو سیمه ییزو موضوعاتو هم خبرې وشوې.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت