په کابل کی د واده ښادی په ویر او ماتم کی بدل شوه
لیکنه : د معین الدین خان
ژباړه د پښتو څانګی
هغه ته اوس هم د داعش نوم ورکول کیږی یعنی دولت اسلامیه عراق او شام. لاکین د عراق او شام دغو سیمو کی د هغوی قبضه ختمه شوی. چی څه وخت کی د هغوی په قبضه کی وه . لاکن د ده اتحادیانو او ملګرو په ځینو نورو سیمو کی پښی خښول پیل کړی وو. جنګ ځپلی او تباه شوی افغانستان هم په دغو سیمو کی یو دی. کوم ځای چی د دغی ډلی ناوړه قدم په ۲۰۱۴ میلادی کال کی حس کړی شوی وو. په انګریزی ژبه کی د ده لنډ نوم ائی ایس یعنی اسلامک سټیټ دی. لاکن مبصر په رائی کی د ده نوم سیتنک اسټیټ یعنی ایس ایس دی، لاکن دا به هم د دی ډلی سره رعایت وی. ځکه چی شیطان څخه هم د داسی غیر انسانی او غیر اسلامی امید نشی کیدی. مذهب یا مسلک په بنیاد انسانی وجود ټوټی کول د داسی ډلی کار نشی کیدای. څوک چی د خپل نوم سره اسلام لګوی. تیر شنبی په ورځ یعنی د اګست د میاشتی ۱۸ نیټه د کابل په لودیځه برخه کی د واده په ښادی کی یو ځانمرګی بمبار چودنه په تر سره کولو ځان والوزاوه. او د واده تالار کی شتون د ناوی او زوم خپلو خپلوانو او میلمنو په دغه چاودنه کی ژوند له لاسه ورکړ. د ابتدايی راپورونو له مخی ۶۳ کسان وژل شوی او ۲۰۰ کسان ژوبل شوی. دغه چاودنه دومره زوروره وه چی د اندیښنه لرل کیږی چی د مړو شمیره زیاتی دی شی، ځکه چی په ټپیانو کی د ځینو وضعیت ډیر خراب دی .خو زوم او ناوی ژوندی پاتی شوی ، لیکن د هغوی ډیر خپلوان او میلمانه ووژل او ټپیان شول. دغه بد مرغه پیښه په داسی وخت کی رامنیځته شوه کله چی طالبانو او امریکی تر منځه خبری اتری په اخری پړاو کی دی. او اوربند عملی کولو لپاره یو کړنلاره د پاره تیارسی دوام لری. طالبانو د دی برید غندنه وکړه. لیکن پخپله طالبان هم په خبرو اترو کی بوخت کیدو با وجود پرله پسی بریدونه کوی. که څه هم دا مسولیت داعش په غاړه اخستی علت ئی دا وښودو ، چی هغوی د شعیه فرقی مسلمانان په قصداً ډول هدف جوړوی. ځکه چی د هغوی په نظر کی شعیه مسلمانان کافران دی. د لودیځی اسیا سره تعلق لرونکی دا ظالم ډله خپل فرقه ئی تعصب په خاص ډول پیژندل کیږی.
په افغانستان کی د پاکستان په شان شعیه مخالف ډلی فعاله دی. او په پاکستان کی شعیه مخالف ډله ، تنظیم لشکر جهنګوی، په پاکستان کی څو څو ځله تباهی رامنځته کړی.د کله راهیسی د داعش اتحادیانو په افغانستان کی پښی خښی کړی ، هغی څخه وروسته تر اوسه پوری دوی په شعیه اقلیت ډیر ځله بریدونه وکړل. په اوسنی کلونو کی په افغانستان کی د شعیه ګانو پر ضد شوی بریدونو لڼډ تفصیل پدی ډول دی. په ۲۰۱۱ میلادی کال د دسمبر د میاشتی په ۶ مه ڼیټه د عاشوره په ورځ لشکر جهنګوی ۸۰ کسان ووژل . د ۲۰۱۶ میلادی کال د جولای د میاشتی په ۲۳ نیټه په کابل کی دا شپه په هزاره شعیه ګانو باندی دوه بریدونه وکړل چی پکی ۸۴ کسان هدف جوړ کړای شو، دا د لشکر جهنګوی لومړی برید وو. په ۲۰۰۷ میلادی کال د مارچ د میاشتی په ۸ نیټه د افغانستان تر ټولو لوی پوځی روغتون کی د ډاکټرانو په څیره کی داعش چپاونه وکړه او ټوپکچیانو د ۱۰۰ څخه زیات کسان ووژل. ۲۰۱۷ میلادی کال کی داعش په کابل کی سفارتی ودانو خواته د چودونکی موادو څخه ډک د ټرک د لیاری چودنه تر سره کړه ،چی ورکی ۱۵۰ کسانو ژوند تلف شو ، او ۴۰۰ کسان ټپیان شول. د ۲۰۱۸ میلادی کال د اکتوبر په ۲۰ مه نیټه د ماسپیښبن لمونځ په دوران کی په کابل کی د شعیه یو جومات هدف جوړ کړای شو، چی پکی ۵۰ لمونځ کونکی ووژل شو. د دغی پیښی مسولیت داعش په غاړه اخستی وو. د فرقه ايز نوعیت بریدونه څخه پرته په ۲۰۱۸ میلادی کی داعش نور بریدونو هم تر سره کړل چی پکی سلګونو خلک مړه او ټپیان شول.
او اوس د اګست د میاشتی په ۱۸ د واده په ښادی کی برید وشو. که څه هم په افغانستان کی د دی خبر اثار نه لیدل کیږی ، چی دطالبانو امریکی تر منځ او د امریکی فوځ د افغانستان څخه وتلو وروسته سوله او ارامی رامنځته شی. طالبانو د مخکی څخه د مټو په زور نیم افغانستان خپل کنټرول تر لاندی راوستلو . د ۲۰۰۱ میلادی کال د ناکامی څخه وروسته دا وخت چی د هغوی حیثیت دومره پیاوړی ګرځیدلی چی مخکی دومره هیڅکله نه وو.دا خبره د مخکی څخه د اندیښنی وړ ده چی طالبانو او د امریکی تر منځ خبرو اترو څخه د اشرف غنی حکومت په بشپړه توګه لری ساتل شوی. د ځینو تجزیه کونکو رایه ده چی تر ټولو زیات کامیابه پلان د پاکستان او طالبانو ثابتیدای شی.
Comments
Post a Comment