د کشمیر موضوع له افغانستان سره تړل : د پاکستان ناکامه هڅه

لیکنه : د معین الدین خان

ژباړه : د پښتو څانګی

هندوستان چی د جمو او کشمیر د نوی سیاسی بدلونونو په اړه چی کومه اداری پریکړه کړی وه له دی وروسته پاکستان څه ډول عکس العمل وښودلو له هغی داسی ښکاریده چی پاکستان به ډیپلوماتیکی هڅی نوری هم ګړندی کړی، او دی موضوع ته به نړیوال رنګ د ورکولو پوره هڅه وکړی. له دی پیښی وروسته دا ولیدل شول چی نوموړی په ډار کی له هر هغه چل کار واخیست چی دی موضوع ته د نړیوالو پام راوړوی. خو دا ښکاره ده چی د هغه دا کړنه هم بی ګټی ثابته شوه. د پاکستان د ډار يو روښانه ثبوت دا هم دی ، چی نوموړی اخطار ورکړی چی د افغانستان له پولی څخه به خپل پوځونه د هند سرحدی سیمو ته انتقال کړی. د دی کړنی یو هدف دا دی چی امریکا به پدی باوری کړی چی له طالبانو سره د سولی په اړه کومی خبری اتری روانی دی له ځنډ سره مخامخ شی او په هندوستان به هم فشار راوړل شی، خو پاکستان دا هیره کړی چی د جمو او کشمیر په اړه شوی فیصله د هند کورنۍ مسله ده. هند به پخپلو چارو کی هیچا ته د لاس وهنی اجازه ورنکړی او نه به هم د چا منځګړیتوب منلو ته تیار شی .

په امریکا کی د پاکستان سفیر سیعد مسعود خان نیویارک ټایمز سره په خبرو اترو کی ویلی چی د کشمیر مسله له افغانستان سره هیڅ ډول تړاو نلری، او هغه دا دواړه له یو او بل سره تړل نه غواړی . خو د نیویارک ټایمز په وینا نوموړی په ډیر ټینګار سره ویلی چی په لودیځه سیمه کی زمونږ پوځونه شتون لری، که چیری په ختیځ سرحد کی حالات کړکیچن کیږی نو مونږ به دی خواته خپله پاملرنه وکړو. بعنی خپلی قواوی به د هند د سرحد په لور راوخوځوو. د پاکستان د سفیر له دی وینا څخه په ډاګه کیږی چی له یوی خوا هند ته دا اخطار ورکوی او له بلی خوا امریکا ته ګواښ کوی. د جنرال مشرف په دوران کی هم داسی ډیر اخطارونه امریکا ته ورکول کیدل چی که چیری زمونږ په ختیځی سیمی کی کومی هلی ځلی کیږی نو پاکستان به د ترهګرۍ په خلاف جګړه کی د امریکا له ملګرتیا څخه لاس په سر شی. د امریکا ولسمشر ټرمپ افغانستان څخه د خپلو پوځیانو د ایستلو په اړه له طالبانو سره خبری شروع کړی او له همدی وجی پاکستان ته چی کوم لږ څه مراعت تر لاسه شوی، حوصله یی دومره لوړه شوی چی پخپل فکر څه نا څه سوچونه کوی او پخوانی تکتیکونه بیا غواړی ، وکاروی. په هر صورت که پاکستان د دی تکتیکونو استعمال د کشمیر په تړاو د هند په خلاف کارول غواړی نو واضح ده چی هیڅ ګټه به هم تری ترلاسه نکړی .امریکا به په دی هکله کوم ډؤله فکر کوی او پاکستان سره به کوم ډوله چلند کوی ، په هغه امریکا او پاکستان پوی شه او کار ئي پوی شه. خو دا هیله دی هیڅکله هم نکوی چی د ګواښونو کوم اثر به په هندوستان پریوځی .

پاکستان هم پدی پوهیږی چی نړیوله ټولنه او د پاکستان ملګری هیوادونه هم د کشمیر مسله له افغانستان سره د تړلو پلویان ندی، خو پاکستان د خپلو بی مفهومه هڅو کولو څخه لاس نه اخلی. له ترکیی او مالیزیا نه واخلۍ تر ایرانه پوری هر خوا پاکستان ډیپلوماتیکی هلی ځلی وکړی خو له یوی خوا هم د ده ملاتړ ونشو. تر ټولو لوی ټکان خو دا وو چی د ده ملګرو عرب او خلیجی هیوادونو هم د کشمیر په هکله داسی فکر ونکړو څه ډول چی پاکستان سوچ کولو. نوموړو هیوادونو له هند سره خپلی اړیکی د پخوا په څیر ساتلی دی. پاکستان د ټولی نړۍ له میډیا او مفکرینو سره د اړیکو ټینګولو او د دوی مخی ته د هندوستان تش په نامه د ظلمونو په هکله ویناوو کی بوخت دی. پدی هکله به نوموړی ته څومره بریا ترلاسه شی ، د دی خبری اندازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشی له ځینو ویناوو څخه څرګندیږی.

څو ورځی وړاندی د اشغالی کشمیر د مظفر اباد په ښار کی له میډیا سره په خبرو کی نوموړی وویل چی مونږ د احمقانو په جنت کی باید ونه اوسو ، او د پاکستان اولس په دی باور پاتی نشی چی د ملګرو ملتونو امنیت شورا به زمونږ لپاره د ګلونو امیل په لاس کی نیولی انتظار کوی. نه به هم د کشمیر په هکله د پاکستان د دریځ ملاتړ کوی او نه به ۵ لوی هیوادونه زمونږ د دریځ ملاتړ ته راودانګی او نه به هم اسلامی نړۍ د کشمیر په مسلی د هند په خلاف یو موټی شی.هند یو ډیر لوی مارکیټ دی او له دی سره د ټولو ګټی تړلی دی. نوموړی د پاکستان اولس ته په ښکاره پیغام ورکړو چی احساسات پارول ډیر اسان دی، نیوکه له هغی هم اسانه ده ، خو په یوی مسلی پوهیدل او هغه وړاندی کول ډیر پیچلی کار دی. اوس دا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د حقیقت څرګندونه ومنل شی یا دا وویل شی چی شاه محمود قریشی دا ویلی چی زه یم د خپلی ماتی غږ ...

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت