د لومړی وزیر مودی لخوا د منځګړتوب پیشنهاد رد: ټرمپ مطمین
لیکنه: د معین الدین خان
ژباړه : د پښټو څانګی
پاکستان د خپل یو ټکی اجنډی تر لاندی د کشمیر مسلی باندی یو اړخ ته نړیوال ټولنه کی د هندوستان خلاف خپل ډیپلوماتیکی وسیلو دلیاری پرله پسی غشي ویسشتلی دی.بل خواته د پاکستان د ننه حکمرانان پارونکی خبری په کولو د پاکستان خلک غولوی او پاره وی. هلته مقصد دا وو چی د کشمیر مسلی ته په ځنی حال کی نړیوال څیره ورکړی او هندوستان پدی مسله باندی په نړیوالی ټولنه کی جلا پاتی کړی . پاکستانی حکمرانان د نړیوالی ټولنی برخی با وجود ، نه خو د نړیوال واقعاتو په حق له پوهه ولرله، او نه پدی پوه شوو چی نړی دا وخت په کوم لار روانه ده. او کوم رفتارسره مخ په وړاندی ده . یا دا چی هغه کومی ستونزی دی چی ورسره دا وخت نړی د چاره کولو هڅه کوی. یعنی کله چی خلک نړیوالی ټولنی مخی ته پراته ستونزو سره هڅه کوی نو پاکستان د هندوستان خلاف د کشمیر مسله بیا بیا پورته کوی.مالوم ندی چی اوس هم پاکستانی حکمرانانو نه داسی احساس ندی شوی چی د هغوی د بی ځایه وینا ګانو اوربدونکی نشته دی، یو کار خو د پاکستان لومړی وزیر عمران خان دا وکړو چی امریکا د افغانستان څخه خپًل پوځونه ایستلو لپاره خبری کوی.او بدی ترڅ کی امریکا د پاکستان مرستی ته ضرورت لری ، او پاکستن د وضعیت اوږ نوقع څخه په ګټه پورته کولو د امریکی ولسمشر خپل ملګری جوړول غواړی.چی هندوستتان باندی فشار واچول شی چی د هغه د امریکی منځګړتوب وممی. په داسی ډول وضعیت به د پاکستان لپاره ګټور شی . لیکن عمران خان دا خبره هیره کړی چی د هندوستان څرګند او واضیح دریځ دا دی چی د کشمیر په شمول ټولی دوه اړخیزه مسلی یوازی د دوه اړخیزو خبرو د لیاری حل کول غواړی. او د ځینی دریم هیواد منځګړتوب به هیڅکله ونه منی. ترمپ مخکی هم هندوستان ته دا ویلی وو که چیری دواړه هیوادونه غواړی نو امریکا د منځګړتوب لپاره تبار ده . لیکن هندوستان مخکی هم دا واضح کړی وو چی دا خبره د هغه ته د منلو وړ نده. دملګرو ملتونو امنیتی شورا کی غیر رسمی غونډی څخه مخکی هم عمران خان ډونالد ټرمپ ته په تیلیفون خواست کړی وو چی په هره طریقه نوموړی د پاکستان دریځ په هکله لاره هواره کړی. لیکن دا هڅه هم ناکامه شوه. د جی ۷ غونډه کی د فرانس ، ټرمپ او مودی ملاقات کیدونکی وو ، نو هغه وخت هم عمران خان پوره امید لرلو چی د دواړو مشرانو ملاقات په وخت ڼرمپ به د هند لومړی وزیر نریندر مودی پدی خبره قانع کړی چی هغه د امریکی منځګړتوب ومنی . د لیدنی څخه مخکی ټرمپ خبریالانو ته د وینا په وخت کی دا وویل چی نوموړی به د کشمیر مسلی په هکله أه ښاغلی مودی سره خبری وکړی. که څه هم د دواړو مشرانو تر منځ خبری اتری وشوی ، د کشمیر مسله هم د غور تر لاندی راغله ،لاکن لومړی وزیر نریندر مودی په څرګند ډول د هندوستان دریځ ذکر وکړو ، او ویی ویل چی د کشمیر مسلی په ترڅ کی د ځنی دریم فریق منځګړتوب هډو سوال نه راپیدا کیږی. د هند لومړی وزیر تر مخه و هندوستان او پاکستان تر منځه ټولی مسلی د دووه اړخیزو نوعیت دی. او پدی مسله کی مونږ ځینی دریم هیواد ته تکلیف ورکول نه غواړو . مونږ په دوه اړخیز ډول د خبرو اترو د لیاری دغه مسلی پخپله حل کولۍ شو. د لومړی وزیر مودی وینا وه چی د ۱۹۴۷ میلادی کال څخه مخکی هندوستان او پاکستان یو هیواد وو. نو دواړه باید ګاونډی هیوادونه په یو میز کیناستلو سره خپل دوه اړخیزی مسلی حل کړی. لومړی وزیر نریندر مودی دا خبری هم ذکر وکړو ، چی د انتخاباتو نتیجو څخه وروستو نوموړی د پاکستان لومړی وزیر عمران خان سره خبری کړی وی او زیاته کړی ئی وه چی هند او پاکستان دواړو ته پکار ده چی د نادارۍ، ناروغۍاو بی سوادی په شان لعنتونو سره مقابله وکړی. چی د دواړو هیاودونو خلکو د ژوند معیار لوړ کړای شی. لومړی وزیر مودی له ټرمپ سره یو ځای له رسنیو سره د خبرو په وخت دا ټولی مسلی په څرګند او واضیح ډول وړاندی کړی ،بلخواته د امریکا اولسمشر ټرمپ رسنیو ته وویل چی تیری یکشنبی په شپه د هند لومړی وزیر مودی سره د هغه تفصیلی خبری اتری شوی وی ، او نوموړیدا ویلی چی هندوستان او پاکستان دواړه هیوادونه د خپلی مسلی پخپله حل کړی . ټرمپ دا هم وویل چی هغه عمران خان سره هم خبری کړی وی. ښاغلی مودی او عمران خان دواړه د نوموړی دوستان دی. نوموړی هیله لری چی دواړه هیوادونه په یوه ښه چاپیریال کی په مسلوغور وکړی.
Comments
Post a Comment