په پاکستان کی د ترهګری امریت او قضائی تر منځ خرابی اړیکی
لیکنه : د نصرت زهیر احمد
ژباړونکی:رام پرکاش کتهولا
د پاکستان یو نامتو قانون پوه څو ورځی وړاندی ویلی دی چی روانی ترهګریزی کړنی د خدای په نامه لوی شرم دی. د نوموړی دا وینا وه چی د مذهب په نوم جنګ کول هم یو ډول ترهګری ده. دا قانونپوه او عالم بل څوک ندی بلکی د پاکستان د ستری محکمی قاضی القضات آصف سعید وو چا چی په نیږدی تیر وخت کی په اسلام اباد کی د پاکستان وفاقی قضائی اکاډمی یوی غونډی ته وینا کړي وه. دغه غونډه د پخوانی فاټا او پاټا کی په نړیوال سیسټم روانو جنګونو د اغیزو مطالعی په ترڅ کی دایره کړای شوی وه . قاضی القضات دا هم وویل چی د ترهګریزو جګړو عذاب ته خاتمه ورکولو د پاره ضروری ده چی یوه څو اړخیزه کړنلاره جوړه کړاي شې. نوموړی د نړۍ په مختلفو هیوادونو کی د ترهګرو روش او ترهګر فعالیتونو په ترڅ کی پدی غونډه کي يو تاریخ باندی بیان ورکړو او وئی ویل چی جګړه د ترهګری یوه بله بڼه ده کوم چی مذهبی تشدد او سیاست د پاره د نړی په مختلفو برخو کی په څه نا څه بڼه کی د لرغونی زمانی څخه را روانه ده او عام خلک خپل ښکار جوړوی. د پاکستان قاضی القضات پخپله وینا کی ویلی که چیری دا د پاکستان پوځی یا غیر پوځی حکومتونو پالیسیو په تناظر کی مخې ته کیښودۍ شی نو یوه عجیبه او دردونکی وضیعت به مخی ته راشی. قاضی القضات اصف سعید په پاکستان کی ځنی وخت کی د مصطفی په نامه مذهبې بنیادګرې ته پارونه په ورکولو د هغی وخت شوروی اتحاد په افغانستان کی د مذهبی جنګیالیو مرستی په اړه طالبان رامنځته کړای شول او د اسامه بن لادن په شان ظالم ترهګر مشر راپیدا شو. د هندوستان څخه د بنګله دیش جوړیدو انتقام اخستلو د پاره هغوی ته یو شیطانی فلسفی باندی د عمل کولو درس ورکړای شو. کله چی په کشمیر کی د مذهب په نوم په ذهنی توګه ناپوه ځوانان جنګ کولو ته راجلب کړای شول، د هغوی لاسونو څخه قلم، دوات او کتابونه واخیستل شول او هغوی ته لاسونو کی ټوپکی ورکړل شوی. کشمیر د هندوستان څخه د بيلولو په ارادی ترهګری رامنځته شوه. په هندوستان کی ځای په ځای بم چاودنی او ترهګریز بریدونه تر سره کړا ی شول.
مفاد پرست پوځی مامورینو او جنرالانو په پاکستان کی د القاعده، لشکرعمر، لشکر طیبه، سپاه صحابه، جیش العدل ،البدرمجاهدین، حرکت آلمجاهدین او طالبانو په شان زهرجن ترهګر رابیدا او ترهګرو ډلو ته محفوظ سر سیورۍ برابر کړواو د دی ناوړه اغیزی پخپله پاکستان هم وزغملی او اوس ئی هم زغمی. څرنګه چی د پاکستان په سرباندی د نړیوال اقتصادی بندیزونو توره زانګی بیا هم د هندوستان د تباه کولو شیطانی نظریه چی تر ډیره احمقانه هم وه په بشپړه توګه ناکامه پاتی شوه نوترهګری ډلی د بی روزګارۍ ښکار شوی. بی کاره ناست به ئی څه کول ، د پاکستان پوځ لخوا راپیدا کړای شوی ترهګرو د خپل وجود برقراره ساتلو لپاره پاکستانی ولس هدف ګرځول شروع کړو.
مکتبونه ، جوماتونه، زیارتونه او نور مقاماتو کی په زرګونو بی ګناه پاکستانی خلک په هدف جوړولو ئی هغوی په ګولو سوری سوری کړل. آن تر دی چی ماشومان او ښځي ئي هم پری نه ښودی. د عیسویانو او احمدی فرقی مسلمانانو په شان اقلیتی خلکو باندی ظلم او جبر ئی شروع کړو. پدی خبره شکر دی چی بالاخره د پاکستان خلک پدی پوه شول چی د هغوی پوځی جنرالانو پوره قام د ترهګری، کرکی او تشدد په اور کی اچولۍ دی. د پاکستان قاضی القضات مذهبی جګړه مارۍ ته چی کوم نظر ځغلولی هغه په حقیقت کی نه یوازی ترهګری ده بلکه هغی ته مذهبی بنیاد ګری، د مذهبی عقدو بی ځایه استعمال او د مذهب په نوم د انسانانو ویشلو خلاف د یوه د سالم شعور درلودونکی، سالم انسانی ضمیر په محکمی کې دا خبره کړیده. البته په نړۍ کی ملتونه او مذاهب هر لوری د امن خوښونکي دی او له ګاونډیانو سره د ښو اړیکو د ساتلو احساس لرونکی پاکستانی ولس ته د پاکستان قاضی القضات له دی بیان سره به په یقینی ډول نظریاتی قوت تر لاسه کړی
Comments
Post a Comment