د میډریډ په کانفرانس کې د اقلیم بدلون ستونزه هوارولو لپاره د هند اجنډه


لیکنه : د ان بهدرا نایر

ژباړه : د پښتو څانګې 

د اقلیم بدلون یو حقیقت دی چې سترګې پرې نه شي پټول کیدای . په نړۍ کې هیڅ یو هیواد ددې د اغیزی څخه ځان نه شي خلاصولی ځکه چې دا د ځینې هیواد په کړنو یا ناکړنو تکیه نه لري . هندوستان له مخکی څخه د اقلیم په سسټم کې د بدلون د تودوالي اغیزه حس کړی . د موسمي بارانونه ، سخته ګرمي او مخالفي یخ بادونه ټول ددې پایلې دي او د غلې په تولیداتو ، روغتیا او په داسې نورو عواملو یې خپله اغیزه کړې .

اوس اوس پای ته رسیدلی د اقلیم بدلون په ترڅ کې د میډریډ کانفرنس بحث وکړ چې ۲۰۲۰ م میلادي کال څخه د ۲۰۱۵ م میلادي کال د پارس تړون پلي کولو لپاره یو عملي پلان بشپړ کړې شي.

د ۲ اونیو اوږد کانفرانس د اقلیم بدلون اغیزې په ارتباط د ساینسي خبرداریو او په نړۍ کې ژوند ژغورلو لپآره د پایلو او د کړنو ارزونه وکړه . د ملګرو ملتونو یوه ایجنسي چې د اقلیم بدلون په ترڅ کې بیلا بیلو حکومتونو تر منځ یو پینل دی ، خبرداری ورکړی چې تر څو ملت د اوسني کچې څخه په خپلو کړنو کې بدلون رانه ولي موږ نه شو کولای چې د اقلیم بدلون بدو اغیزو څخه د ژغورنې مطلوبه هدف ترلاسه کړو چې له مخکې څخه په اقلیم یې خپله اغیزه کړې . 

تر ټولو جدي خبرداري د ملګرو ملتونو د چاپیریال پروګرام په نامه یوې موسیسې څخه راغله ، چا چې د ۲۰۱۹ م د ګازو د اخراج په راپور کې دا ویلي چې مونږ نړیوال تودوالی د ۱٫۵ درجه سیلسیس پورې محدود د ساتلو موقع له لاسه د ورکولو په درشل ولاړ یو.

د اقلیم بدلون په ترڅ کې حکومتونو ترمنځ یو پینل په خپل یو جدي راپور کې چې په زرګونو ساینسي پلټنو اساس لري ، خبرداري ورکړی چې امکان دی چې ۲۰۳۰ م او ۲۰۵۲میلادي کلونو ترمنځ نړیوال تودوالی د صنایعو څخه وړاندې کچې څخه ۱٫۵ درجه سیلسیس ته ورسیږی که چیرې نړیوال تودوالی په روانه شرح زیاتوالی ومومي.

د ۲۰۱۵م تړون د پارس اقلیم سرمشریزه غونډه کې وشو په کوم کې چې په لومړي ځل یو لړ هیوادونه دغه ګډ هدف ته ورسیدل چې د اقلیم د بدلون مقابله کولو لپاره هڅې وشي . د پارس د تړون مهم هدف دا و چې په روانه پیړۍ کې نړیوال تودوخی د صنایعو څخه وړاندې کچو څخه څه کم ۲ درجه سیلسیس پورې وساتلی شي او ۱٫۵ درجه سیلسیس پورې د تودوخي نور زیاتوالی مخه ونیولی شي . له دې امله د میډریډ کنفرانس خپل ارزو لرونکی هدف په ترلاسه کولو ټول هیوادونه دې ته اړ کړل چې نړیوال عملي پلان سره ځان پیوسته کړي .

چین ، هندوستان، اروپا اتحادیا او امریکا په ۲۰۱۷ م ملادي کال کې د فوسیل خاشاک سوځولو په پایله د شاوخوا ۶۰ سلنه کاربن ډای اکسایډ ګازو اخراج وکړو. هندوستان لوړه کړې چې د خپل جي ډی پي په حساب ۲۰۳۰ میلادي کاله پورې د ۲۰۰۵ میلادې کال په ارتباط د خپل د ګرین هاوس ګازو اخراج ۳۳ سلنی څخه تر ۳۵ سلنه پورې کم کړي . هیله کیږي چې هندوستان به بېله شرط خپل دا هدف روانو تګلارو د لارې تر لاسه کړي او اټکل کیږي چې خپل موخه به څه لپاسه ۱۵ سلنه نوره زیاته کړي . د نوي ډیلۍ دا ژمنه چې د کاربن ډای آکسایډ اخراج کمولو لپاره خپله ارزو زیاته کړي. په څلور مهمو ابتکارونو تکیه لري . لومړی د ډبرسکرو په اساس خپل بریښنکوټونه غیر فوسیل زیرمو ته تبدیل کړي ، دوهمه د صفر اخراجو ټکنالوژي پلوه د پاک صنعت تګلاره خپله کړي ، دریمه د ترانزیټ ولسی سسټمونه وغزوي او څلورمه ۱۰۰ فیصده داسې موټرې بازار ته راوباسي چې د ګازو اخراج ونه کړي .

هندوستان د میډریډ په کنفرانس کې د مهاتما ګاندهي د پرمختیا دانشمندانه تګلاره خپله کړې چې خپلې اړتیاوې کمې کړې شي او ساده ژوند ته ترجيح ورکړی شي . هندوستان ویلي دي چې دې په یو ارزو لرونکي حل لارې لاس پورې کړي چې د اقلیم د بدلون ستونزه هواره کړی شي کوم چې په پاٍيیدونکي استحلاک او د تولیداتو په اصولو تکیه والی لري .

د هند د اقلیم بدلون مرکزي وزیر پرکاش جاویدکر له مخې هندوستان له مخکې څخه د ۱۷۵ ګیګا واټو د نوي کیدونکی انرژۍ هدف څخه د ۸۳ ګیګا واټو هدف ترلاسه کړی او دا هغه هدف دی چې د پارس په ژمنه کې ټاکل شوی و او اوس دا پلان لري چې دا هدف ۴۵۰ ګیګا واټو ته زیات کړي . 

د اقلیم ساینس بلکل واضح دی او نړۍ غټ طبعی او بشري بحران ته مخامخ ده . د اقلیم اسطراري وضیعت تشریح شوی او دا زمونږ د دور ترټولو عاجله ستونزه ده. دا هدف تر هغه پورې نه شي تر لاسه کیدای ترڅو چې په نړیواله توګه د فوسیل خاشاکو تکیه والي څخه بدلون ترلاسه نکړيشی.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت