هندوستان د پاکستان د ملی شورا پریکړه رد کړه



لیکنه:د کوشیک رای 

ژباړه:د پښتو څانګی 

پاکستان یو داسی هیواد دی چی ورکې بیلا بیلی اداری د یو بل سره په ټکر کی دی. همدا رنګه د پاکستان دا خراب عادت دي چی د هند په هره کورنۍ مسلی باندی بی ځایه بحث کوي. څنګه چی د هندوستان پارلمان د تابعیت قانون ترمیم او تصویب کړو او دا اوس د هندوستان تابعیت قانون جوړ شو. د پاکستان ملی شورا دغه مسله د بحث لاندی ونیوله. اسلام اباد او یا بل ځینی هیواد د مسلی په اړه هیڅ جواز نلری ځکه چی دا د هند داخلی مسله ده . د تابعیت ترمیم قانون د افغانستان، پاکستان او بنګله دیش څخه ځورول شوي اقلیتی ټولنې ته د هندوستان تا بعیت ورکول دي. 

د هندوستان تابعیت ترمیم قانون په علت په پاکستان کی لیونتوب دا دی چی اسلام اباد اوس د خپلو اقلیتونو درملنې د پاره په نړیواله کچه شرمیږی. نوموړی هیواد د خپلو اقلیت وګړو په اداره کولو کی یو ناتوانه ریکارډ لری. څوک چی په ژوره ویره کی ژوند کوی. د پاکستان دا وظیفه ده چی خپل تابعینو تحفظ وکړی. نړی ولیده چی چی څنګه په هیواد کی بنسټپالو د پاکستان ستری محکمی پریکړې ته څه غبرګون وښود. کله چی اسیا بی بی چی عیسوی میرمن ده د توهین تور څخه د ستری محکمی لخوا ی برات حاصل کړو د هغی کورنۍ او د هغی وکیل باید له پاکستانه وتښتی او په خارج کی ئي پناه وغواړي. 

اوس پاکستان پدی هڅه کی دی چي خپل ځان د اقلیت ټولنو ته د یو مسیح په توګه وښائي. د پاکستان حکومت باید چی څه داسی لټه وکړی د پاکستان مسلم لیګ بنسټ ایښودونکی غړی او د پاکستان لومړی د قانون او زیار وزیر جوګندر ناتهـ منډل په نوي جوړ شوي هیواد کی د اقیلتونو پلو د ناوړه چلند او سلوک له کبله په ۱۹۵۰م میلادی کال کی خپل تابعیت پریښودلو ته اړ شو او د کلکتې په اطرافو کی ئي پناه وغوښته. 

د پاکستان بل نامتو ستر شخصیت قاضی دوراب پتیل څوک چی پارسی وو او نوموړی یوازنی قاضی ووچی پخوانی لومړی وزیر ذولفقار علی بهوټو د پانسی د سزا مخالف وو ډیر مثالونه شتون لري چې د پاکستان زروي پروګرام آبا ډاکټر عبدالقادر خان د احمد يه فرقې سره تعلق لري او د اروپا له تبعيض سره مخ شو 

هندوستان په ټينګه د پاکستان شورا دا پريکړه رد کړې ،او هغه مسلې ته يې اشاره کړې چې دا د هندوستان داخلي مسله ده د هندوستان بهرنيو چارو وزارت وويل، دا د پاکستان يوه پټه هڅه ده، چې د جمو ، کشمير او لداخ د مسلې په اړه خپل داستان نور هم پراخه کړي، دا په هند کې د يوې پورې غاړې، ترهګرو لپاره د پاکستان غير دوامداره ملاتړ لپاره توجيه چمتو کوي. نوی دهلي باور لري، چې دا ټولې هڅې به ناکامې شي. هند زياته کړه دا پريکړه يوه ناوړه طرحه شوې هڅه ده، چې د پاکستان لخوا د ناوړه چلند او د خپلو مذهبي اقليتونو د تعقيب څخه د پامه واړول شي،په پاکستان کې ، هندوانو، عيسويانو، سکهانو، او نورو مذهبونو اقليتي ټولنو ابادي په خپله د خپل وضعيت خبره کوي. 

د پاکستان پريکړه فقط د ۲۰۱۹ میلادي کال کې د هندوستان تابعيت ترميم قانون په حق قصدا يې ګمراه کول دي، دا د خندا وړ ده ، چې د پاکستان ملي شورا ، مذهبې اقليتونو په وړاندي د تبعيض قانون تصويب کړی دی، بايد چې نورو ته ګوته ونه نيسي. هند په پاکستان غږ کوي، چې په نورو توورونو پورې کولو څخه په خپل ګريوان کې سر ټيټ کړي، چې خپله څومره مقصر دی. پاکستان بايد ياد وساتي، چې هندوستان تر ټولو لوی ديموکراتيک هيواد دی، چې ټول حکومتونه يې د آزادو او عادلانه ټاکنو په ترڅ کې جوړ شوي دي او ټول هند يان بې له توپيره د يوه اساسي قانون په پيروي د مساوي حقوقو خاوندان دي. 

a

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت