امریکه پاکستان د مذهب په اساس کرکه کونکی هیواد په لیسټ کی وساتلو


لیکنه : د پدم سنګ 

ژباړه : د پښتو څانګی

امریکا د هغو هیوادونو ترمنځ پاکستان ساتلی دی چې مذهبي تبعیضونه زغمي. د متحده ایالاتو دې پریکړه کې میانمار ، چین ، اریټیریا ، ایران ، شمالي کوریا ، پاکستان ، سعودي عربستان ، تاجکستان او ترکمنستان ددغه هیوادونو په منځ کې شامل دي چې د ځانګړې اندیښنې په هیوادونو کی شامل دی. 

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ۱۹۹۸ م کال د دینی ازادۍ نړیوال قانون له مخی دا هیوادونه پدی لیسټ کی شامل کړی او په سی پي سی لیسټ کی شامل دغه هیوادونه داسی دی چی د مذهبی ازادۍ سرغړونه زغمی. په دغه لیسټ کی شامل هیوادونه کاروایی ته مخامخ کیدایشی او امکان دی چی د واشنګتن اقتصادی بندیزونو ته مخامخ شی. 

په هرصورت ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې پدی لیسټ کی د پاکستان ټاکل ښای چی په سوچ او فکر دغه هیودونه نښه شوی، او پدې توګه امکان نلري چې د مذهبي آزادۍ د پرمختګ لپاره ادعا شوي دليل سره مرسته وکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل ، "پاکستان یو څو مذهبی او څو ژبنیز هیواد دی چیرې چې د ټولو مذهبونو خلک د اساسي قانون لاندې دیني آزادۍ څخه خوند اخلي". دی زیاته کړه چی د پاکستان اجرایوی، قانونی او عدلۍ امر کړی چې د پاکستان ټول اتباع کولی شي په آزاده توګه خپل مذهب عملي کړي. د هیواد لوړې قضایی قوې پریکړې کړې او د اقلیتونو د عبادت ځایونو د حرمت او امنیت د تامین لپاره یی لارښونه کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا ، دغه هیواد د متحده ایالاتو په ګډون له نړیوالې ټولنې سره همکاري کړې ترڅو د مذهبي ازادي مسلو په اړه ښه تفاهم رامینځته کړي. د دې کال په پیل کې ، د نړیوالې مذهبي آزادۍ لپاره د متحده ایالاتو سفیر ، سناتور سمویل براون بیک د خبرو لپاره پاکستان ته تللی و ترڅو په نړیواله کچه د مذهبي آزادۍ متقابلو اهدافو ته وده ورکړي. پاکستان وویل: "د افسوس خبره ده چې دغه جوړونکې ښکیلتیا له پامه غورځول شوې ده." اسلام آباد زیاته کړه چې د تمرین حق او تعصب د هندوستان له پامه غورځول شوی چې پاکستان یې د "دیني ازادي تر ټولو لوی سرغړونکی" بولي

پاکستان وویل ، "د متحده ایالاتو کانګرس دوه فیصلی اورولې او د متحده ایالاتو له ۷۰ څخه ډیر قانون جوړوونکو د هندوستان لخواه د کشمیریانو سره د چلند په اړه په ډاګه اندیښنه څرګنده کړی چی کشمیریان او په جمو او کشمیر کې اساسي حقوق یی ترپښو لاندی کړی. "حقیقت دا دی چې له کله راهیسې د ۳۷۰ مه ماده لغوه شوی او جمو او کشمیر په مرکز لاندی سیمو تبدیل شوی ، کارونه عادي حالت ته روان دي. حتی د پاکستان نږدې ملګری هم اسلام آباد تر دې دمه غلی کړو کله چی هندوستان د اساسي قانون ۳۷۰ مه ماده لغوه کړه.

اسلام آباد یو ځل بیا د هند په کورنیو چارو کې لاسوهنی لپاره په واشنګټن فشار راوړلو لپاره راوتلي. اسلام آباد یوځل بیا وویل چی په هند کې د لږه کیو ټولنو خلکو سره بدسلوکی کیږي. هیڅ شی د حقیقت څخه لرې نشي پاتی کیدای.

پاکستان د هند وړاندیز شوی ملي اوسیدونکي راجسټر یا این ار سی او په دې وروستیو یا د تابعیت په قانون کی ترمیم راوست چی په کرکه او نفرت اساس لری او څنګه د هندوستان مذهب په اساس ټولنه د له منځه اوړلو لاره هواروی. 

د هند لومړي وزیر او د کورنیو چارو وزیر په کلکه ویلی چی د افغانستان ، بنګله دیش او پاکستان څخه راغلی په مذهب په اساس ځورول شوی مذهبي لږکیو سره اړه لری. د تابعینو په ملی راجسټر خو لاخبره هم نده شوی.

باید چی پدی ټینګار اوشی چې ټوله نړۍ په پاکستان کې د مذهبي لږکیو په حالت پوهیږي. نن ورځ ، دا د هغه هیواد نفوسو حتی پنځه سلنی څخه هم کم دي. دوی نه یوازې د دولت او مدني ټولنې له تبعیض سره مخ دي بلکې اکثره وخت د غدارانو او جاسوسانو په توګه هم نومول کیږي. په پاکستان کې د مذهبي لږکیو لپاره د مذهب ازادي نشته. د لږکیو ګڼ شمیر عبادتی ځایونه لکه د سکهانو ، هندوانو او دعیسویانو د عبادت ځایونو سپکاوی کلونو راهسی کیږی.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان نوی پاکستان د جوړولو ژمنه کړی وه خو اتلس میاشتې کیږي چې په دفتر کې پاتې کیږي مګر څه نوی خبره و نه لیدلی شوه. پدې وروستیو کې عیسوي میرمنه ، آسیه بی بی د سپکاوي په تور محاکمه شوې وه او اوس هم په ویره کې ژوند کوي.

اسلام آباد باید په خپل دولتي کار کې بشپړتیا او زغم وښيي او خپلو ټولو اتباعو ته د عبادت حق په شمول لومړني حقونه چمتو کړي ګنی نو بیا دا به د هغو هیوادونو په لیست کې دوام ولري چیرې چې د مذهبي لږکیو تعقیب روان دی.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت