د عمران خان ستونزی مخ په زیاتیدو دی 

لیکنه : د معین الدین خان

ژباړه : د پښتو څانګی

د ستری محکمی لخوا د پاکستان پخوانۍ ولسمشر او پوځی دیکتاتور جنرل پرویزمشرف ته د مرګ سزا له اورولو وروسته ، داسی ښکاری چی د لومړی وزیر عمران خان ستونزی زیاتی شویدی ځکه چی نوموړی د مخالفانو مشر په توګه د جنرال پرویزمشرف په خلاف د درغلی تور لاندی د څیړنو او سزا ورکولو کلکه غوښتنه کوله او په دی اړه ئی هیڅکله او له هیچا سره هم د جوړ جاړی په حق کی نه وو. مګر په اوسنی حالت کی د نوموړی ذهنی فشار د لوړیدو یو طبعیی خبره ده ځکه چی هغه اوس د پوځ ملاتړی دی او د پوځ د ډیر احسان پور وړی هم دی. په عمومی توګه داسی ویل کیږی چی عمران خان د لومړی وزیر په توګه ټاکل د پاکستان د پوځ د ځانګړو هڅو نتیجه ده . دا وخت د نوموړی ستونزی نوری هم مخ په زیاتیدو دی کله چی د مشرف په خلاف د محکمی لخوا د فیصلی له اورولو وروسته د پوځ د ویاند لخوا دا بیان راغلی چی نوموړی پدی پریکړه ډیر زیات غمجن او په قهر دی. د پاکستان د پوځ ویاند د محکمی فیصله رده کړی او ویلی ئي دی چې د جنرال مشرف په څیر خدمات ترسره کونکی او د پاکستان ساتونکی هیڅکله هم غدار نشي کبدای . که د پًوځ لخوا دا چټک غبرګون نه وای راغلي نو شاید عمران خان به دومره په خفګان کی ډوب نه وای. تر ټولو د فکر وړ خبره دا ده چی په هر حال جنرال مشرف له سزا څخه خلاصون نشی موندلۍ .امکان شته چې ددې خبرې احساس له پخوا نه پوځ او حکومت ته شوی و چې جنرال مشرف له سزا څخه خلاصون نه شي موندلی. د همدې لپاره پوځي استخباراتو او حکومت په ګډه هڅه کوله چې ځانګړې محکمه دی اوس خپله پریکړه نه اوروي .هم دا وجه ده چی دوی د اسلام اباد مدافعی محکمې ته مراجعه هم کړې وه خو خبره جوړه نه شوه او د محکمې فیصله راغله. 

په زړه پورې خبره دا ده چې جنرال مشرف ته د دې لپاره دا سزا نده ورکړل شوې چې نوموړي په ۱۹۹۹م میلادی کال کې ملکي حکومت رانسکور کړ چې د قانون پرضد وه. بلکه د دې لپاره دوسیه جوړه شوې وه چې نوموړي په۲۰۰۷ م میلادي کال کې اسطراري حالت نافذ کړی و . چې هغه وخت یې ځان په دوو څوکیو ټاکلی و چې هم ولسمشر و او هم د پوځ مشر .

له جنرال مشرف څخه پخوا درې نورو پوځي دیکتاتورانو ، ایوب خان ، یحی خان او جنرال ضیاالحق هم بغاوتونه کړي وو خو محکمې د هر جنرال بغاوت ته قانوني جواز ورکړی و. پخپله د جنرال مشرف پوځي کودتا هم د پاکستان د سترې محکمې لخوا د وخت د ضرورت په اساس قانوني منل شوی وه. خو اوس د یوې محکمې دې پریکړې په پاکستان کې د محکمی په چوکاټ کې د تاریخ یوه نوي پاڼه پرانیستې ده . دا نه شي ویل کیدای چې د پآکستان په سیاست او قدرت کې کوم ډول بدلون رامنځ ته شي . 

په همدې وجه د عمران خان له سترګو خوب الوتی دی . نوموړي په عاجله توګه د خپل ګوند تحریک انصاف اساسي کمیټۍ غونډه راوبلله په کوم کې چې په ډیرو موضوعاتو خصوصي پرېکړې تر سره شوی که څه هم د دې ناستې په ایجنډه کې د ټاکنو کمیشنر او ځینې نورو لوړ پوړو چارواکو د ټاکنې ستونزی او ورسره ځینې نوری مسلی ترسره کیږی . عجیبه دا ده کله چې د محکمې فیصله راغله عمران خان هغه وخت په جینیوا کې د کډوالو نړیوالی موسیسی په غونډه کې ګډون کاو.

په پاکستان کې د ۲۰۱۹م کال په وروستیو کې محکمې داسې یوه پریکړه واوروله چې هر څوک یې د حیرانتیا په سمندر ډوب کړل. اوس لیدل دا دي چې لومړي وزیر عمران خان چې د جنرال مشرف پر ضد د دوسیې د جوړولو په حق کې و ، کوم ډول اقدامات کوي . دا به هم لیدل کیږي چې د پآکستان غمځپلی ، مرور او غوسه پوځ اوس د خپل غوسی اظهار څه ډول کوي؟

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت