ایف اي ټی ایف د پاکستان څخه ترهګرو ته د مالی مرستو برابرولو په هکله نور وضاحت وغوښتو


لیکنه : د معین الدین خان 

ژباړه : د پښتو څانګی 

د یوه اوږد انتظار څخه وروسته د ممبئی بریدونو دسیسه جوړنکۍ او د لشکر طیبه بنست ایښودونکۍ حافظ سعید خلاف قضیه په لاهور کی د ترهګرۍ پر خلاف محکمه کی یو څو ورځی مخکی پیل شوه. د حافظ سعید خلاف یو شمیر قضیی پټي دی چی وايي ترهګری ته وده ورکولو لپاره د سرمائی برابرولو قضیه هم شامله ده .د یادولو وړ خبره ده چی حافظ سعید او د هغی ډلی د ملګرو ملتونو کمیټی لخوا نړیوال ترهګرو فهرست کی شامل کړای شوی او د یو اوږدی مودی راهیسی د نړیوالی ټولنی لخوا په پاکستان باندی ډیر زیات فشار اچول شوی چی حافظ سعید او د نوموړی مشکوک او بندیز لګیدلی ګوندونو او ډلو خلاف سخته کاروائی د وکړای شی او ورته سخته سزا د ورکړل شی. د لاهور د ترهګری پر ضد محکمی حافظ سعید او د هغه ملګری عبدالسلام بن محمد، محمد اشرف او ظفر اقبال خلاف ترهګرۍ ته مرسته برابرولو په معامله کی فرد جرم د دسمبر میاشتی په ۱۱ نیټه ولګول شو. پدی ترڅ کی د پنجاب پولیسو ترهګري پر ضد اداری په عدالت کی یو ګواه یعنی شاهد وړاندی کړی . د قضی اوریدنی څخه پس د محکمی یو مامور پریس ته ووئیل چی ګواه یعنی شاهد د حافظ سعید او د هغه دریو ملګرو پر ضد خپل بیان ثبت کړو. د فرد جرم لګولو څخه پس د محکمی لخوا دا هدایت ورکړای شو چی په پرله پسی توګه به د قضیی اوریدنه وشی لاکن په منځ کی په ګرد هیواد کی د وکیلانو د اعتصاب په علت د قضیی اوریدنه کی ځنډ رامخته شو. سره له دی د پنجاب مرستیال څارنوال محکمی ته وویل چی د لشکر طیبه بنسټ ایښودونکی حافظ سعید او د هغه نور ملګری ترهګری ته وده ورکولو د پاره د سرمائی په برابرولو فعالیتونو کی ښکیل پاتی شوی او په دی ترڅ کی د پنجاب پولیسو ویلی چی د ترهګری مخنیوی شعبی ټینګ ثبوتونه شتون لری. 

د یادنی وړ ده چی د ترهګری مخنیوی شعبی سره د حافظ سعید او د هغه د ملګرو په ضد ترهګرو ته مالی مرستی برابرولو او د حوالی ۲۳ معاملو کی د پنجاب ایالت په مختلفو ښارونو کی - ایف ائی آر ـ ثبت کړای شو . حافظ سعید د جولائی د میاشتی په ۱۷ نیټه ګرفتار کړی شوی وو او دا وختی ضلع لاهور کوټ لکهپت جیل کی بندی دی. د نومړی په مشری کی چلیدونکی ډله جماعت الدعوه د لشکر طیبه مخکی صف ډله بلل کیږی . لشکر طیبه په ۲۰۰۸ میلادی کال کی د هندوستان په اقتصادی پلازمینه ممبئی کی برید په کولو ۱۶۶ کسان وژلی وو چی ورکی ۶ امریکائی تابعین هم شامل وو. 

اوس څه داسی حس کیږی چی حافظ سعید او د هغه ملګرو پر ضد په سنجبدګیئ سره قانونی کاروائي کیږی. د دی اصل علت دا دی چی په نړیواله سویه په پاکستان باندی فشار زیات شوی چی ترهګرۍ کی دخیلی او پری بندیز لګول شوی ډلو او وګړو په خلاف دی سخته کاروائی وکړای شی. په خاصه توګه ګڼ ملی څارنی یعنی ایف اي ټي ایف بیا پاکستان ته خبرداری ورکړی چی هغه ترهګرو ته سرمایه برابرولو او حوالی په اړه فعالیتونو باندی قابو موندلو د پاره سخت کاروائی وکړی. ټاسک فورس پاکستان ته د دی خبری د پاره اخطار ورکړی که چیری راتلونکی فروری میاشت پوری پاکستان کاروائی ونکړی نو بیا به هرو مرو تور لیسټ کی شامل کړای شی. د دی څخه مخکی پاکستان ته د تیراکتوبر تر میاشت پوری موقع ورکړل شوی وه لاکن تر هغی وخت پوری پاکستان څه زیاته کاوائی نه وه کړی ، نو د دی دپاره یو څو نوری میاشتو مهلت ورکړی شو. او دا ټاکلی وخت به هم راتلونکی فروری میاشت کی ختم شی. د حافظ سعید پر ضد چی کومه کاروائی پیل شوی د هغی غټ سبب د ایف اي ټي ایف سخت اخطار دی. 

د ایف اي ټي ایف په حواله یو نوی خبر دا دی چی هغه له پاکستان څخه غوښتلی چی د هغی مدرسو په هکله پوره مالومات برابر کړی او حسابی وړاندی کړی چی بندیز لګیدلی ډلو سره رابطه لری او دا دي ووائی چی د هغوی خلاف پاکستان څه ګامونه پوری کړی. اوس نړی والی ټولنی د پاکستان مټوالۍ او د ځنډ پالیسی څخه په اسانه سترګی نشی پټولۍ. نړیواله ټولنه پاکستان د عملی ګامونو پورته کولو د پاره محبورول غواړی چی له کوم څخه د پاکستان اولس سترګی نشی پټولۍ.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت