د هند او چین تر منځ د جدي استازو۲۲ مه ناسته کې شوې وده

لیکنه : د ډاکټر ایم ایس پرتیبها

ژباړه : د پښتو څانګې

د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د هند ملي امنیتي مشاور اجیت ډوال سره د پولې په هکله خبرې اترې ترسره کولو په موخه له هند څخه لیدنه وکړه. وانګ د ولسمشر مرستیال ایم وینکییا نایډو سره هم ولیدل . دا ځل د جدي استازو دا ناسته ګڼو عواملو له امله ډیره مهمه وه . د هند لومړي وزیر او د چین ولسمشر د ۲۰۱۹م میلادي کال اکټوبر میاشت کې چیناي خوا ته مملاپورم کې خپله دوهمه غیر رسمي سر مشریزه غونډه ترسره کړې وه. د سر مشریزو غونډو په پای کې دواړه مشران دغه تفاهم ته رسیدلی وو چې دواړو هیوادونو تر منځ باور راګرځونکي ګڼ ګامونه اوچت کړي چې په پوله د سولې فضا واکمنه پآتې شي.

د دغه احساساتو څرګندونه په کولو د ملي امنیتي مشاور اجیت ډوال وویل چې په دواړو اړخونو دوه اړخیز اړیکو د پرمختیا او د پولې د ستونزې حل لپاره نوی نظر او ستراتجیکي لارښوونه تجویز کړی. د چین اړخ له مخې ویل کیږي چې د ناستې څخه پس هند او چین د انتظام یو لړ قواید طرح کولو او د پولې ځواکونو تر منځ رابطه او راکړه ورکړه قوي کولو ته موافق شول او د پولې په هکله د غونډې ځایونه یې اضافه کړل . له دې امله د پولې اوسنی ناستو څخه ګټه دا ده چې د امنیت بې سباته چاپیریال او د پوځ چټکې عصری ګرځونې په نظر کې دواړو اړخونو پتیلې چې هغوی د پولې په انتظام کې هر ډوله د ستونزو مخنیوي لپاره زیات ګامونه د اوچتولو اړتیا لري او دوه پوځي ډلو تر منځ بوختیا نور زیاتول غواړي .

د پولې ۲۲مه غونډه هندوستان له خوا لداخ په مرکزي سیمه کې د بدلولو څخه پس لومړی ناسته ده . د جمو او کشمیر خصوصي درجه لغوه کولو څخه پس چین د لداخ کورنۍ حیثیت په بدلولو نیوکه کړې وه او په عمومي توګه د پاکستان د دغه کړنوملاتړ یې کړې و چې د کشمیر ستونزه یې د ملګرو ملتونو امنیتي شورا ته راوستله . البته هندوستان د هغه دا ګام په نیغه رد کړی و.

د پولې په هکله غونډې څخه وړاندې چین یو ځل بیا یوه داسې غونډه د جوړولو وړاندیز وکړ چې د کشمیر په ستونزه بحث وشي. البته دا غونډه وځنډول شوه ځکه چې د ملګرو ملتونو سوله ساتونکی میشن د وضیعت په اړه غړو ته وینا د کولو جوګه نه شو . البته په ملګرو ملتوو کې د چین سفیر وویل چې هغه به هغه وخت یوې غونډې لپاره خواست وکړي کله چې د ملګرو ملتونو سوله ساتونکې میشن لپاره راپور چمتو شي. هندوستان په ډانګ پیلي توګه څرګنده کړې چې دواړه اړخونه همغږي دي چې هغوی باید د یو بل احساساتو او د تشویشونو قدر وکړي چې خپلمنځی باور زیات شي. ددې څخه مفهوم دا دی چې باید چین د هندوستان کړنو په باره زیات حساس پاتې شي کوم چې نوی ډیلۍ د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو لپاره اوچتوي.

د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي څرګنده کړي چې چین د پولې ستونزه هوارولو په ترڅ کې خبرو اترو لپاره یو عملي چوکاټ مخی ته ایښی او ددې لپاره یې د هندوستان پام راجلب کړی. دا د یو لړ مثبتو څرګندونو څخه یوه ده چې په تیرو کلونو کې د پولې خبرو اترو په باره مخ ته راغلی. که څه هم ددې چوکاټ په باره تفصیلات شتون نه لري یا دا چې هندي اړخ چې په خپلو ګټو غور کوي معلومات یې نشته . د پولې د خبرو اترو له پیل څخه وړاندې هم وانګ یي دا ذکر کړی و چې دواړه اړخونه به پوله نښه کولو په ترڅ کې د خپلو نظریو تبادله وکړي. که څه هم هغوی ددغه خاکې اخري چوکاټ په باره تړون د کولو جوګه نه و بیا هم دواړو اړخونو داسې یو چوکاټ منځ ته د راوړلو ژمنه کړې وه چې دواړه یې ومني.

د پولې په هکله دا ناسته ډیره مهمه ده ځکه چې بل کال دواړه هیوادونه د خپلو ډیپلوماټیکي اړیکو ۷۰مه کلیزه لمانځي. له دې امله دا مهمه ده چې په دې لار پرمختګ وشي کله چې دواړه هیوادونه په ظاهري توګه په خپلو دوه اړخیزو اړیکو کې ښه والي لپاره پلان جوړوي. راتلونکي کال جوړیدونکي پلانونه دا هدف لري چې دواړو هیوادونو ترمنځ دوستانه راکړه ورکړه نوره ځواکمنه شي.

هندوستان او چین تر منځ اړیکو ډیر لاندې باندې لیدلی او د پولې اوسنی ناستې یو مثبت اړخ روښانه کړی چې په راتلونکي کلونو کې هند او چین تر منځ دوه اړخیز اړیکو ته به نوره پرمختیا ور وبښي.

Comments