هندوستان او مالدیو تر منځ د ۶م ګډ کمیسیون ناسته

لیکنه : ډاکټر ایم سمتها

ژباړه : د پښتو څانګی

د هند او مالدیو تر منځ د ۶م ګډ کمیسیون ناسته په نوی ډیلی کی تر سره شوه. د دغې ناستی مشري د مالدیو د بهرنیو چارو وزیر عبدالله شاهد او د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس، جی، شنکر په غاړه وه. د ګډ کمیسیون ناسته یو فرصت دی چی د هند او مالدیو تر منځ د دوه اړخیزه مرستو د ټولو اړخونو ارزونه وشی.

د سولح حکومت جوړیدو څخه د وروسته په تیر یوه کال په مالدیو کی مثبت جمهوری بدلون راغلی او له دي سره دوه اړخیزه مرسته ځواکمنولو لپاره لاره هواره شوه، چی ورکی لوی شمیر ډګرونه شامل کړای شول. پرمختیائی مرستی د لیاری مالدیو کی د ټولنیزو سکتور وده شوی او د دې برسیره دواړه هیوادونه پدی هڅه کی دې چی سمندری سوداګری، امنیت او دفاعی مرستو ته وده ورکړای شی. په مالدیو کی له ولسمشری ټاکنو وروسته هند د هغه هیواد لپاره د ۱۰۶ بیلونو امریکائی ډالرو یوه اقتصادی کڅوړه اعلان کړه. برسیره پر دی هندوستان د مهمو بنسټیزو پروژو لپاره ۸۰۰ میلیونه امریکائی ډالرو او د لوړی اغیزی ټولنیز انکشافی پروژو لپاره د ۵۰۶ میلیونه امریکائی ډالرو مرسته هم اعلان کړه. دا مرستندویه پروژی به د مالدیو مرسته وکړی چی د مالدیو د ګڼو ټاپو ګانو تر منځ انکشافی نیمګړتیاوی له منځه یوسی. د ملګرو ملتو د بشری انکشاف ۲۰۱۹ کال راپور له مخی په مالدیو کی نا برابری پرله پسی مخ په زیاتیدو ده .

په سیمه کی زیاتیدونکی غیر روایتی ننګونو له کبله امنیتی مرسته، په دوه اړخیزه اړیکو کی د اولیت یوی سیمی په توګه رابرسیره شوی. هندوستان بحری امنیت زیاتولو لپاره د :کامیاب: په نامه د بحری ساتنی یوه بیړۍ مالدیو ته ډالۍ کړه. د هند او مالدیو ترمنځ په دفاعی مرسته کی بنسټیزه اډوڼه جوړول، د مالدیو ملی دفاعی لښکرو روزنه او د ساحل د ساتنی رادار سیسټم تاسیسول شامل دی. د کمیسیون په ګډه ناسته کی دواړو هیوادونو پریکړه وکړه چی د ترهګرو مقابله کولو، د تشدد ډک افراطیت او د کرکی د له منځه وړل لپاره یوه ګډه کارکونکې ډلې د جوړولو په موخه د یوی غونډی د جړیدو لپاره به زرتر زره یوه نیټه وټاکی.

مالدیو به هم له ترهګرۍ سره د مقابلی کولو لپاره ګڼ ابتکارونه رامنځ ته کړی. د ترهګری پر ضد د قانون ترمیم کړای شو او سوریه د یوی جنګی منطقی په توګه اعلان کړای شوه. د دې سره سره پرته د حکومت له اجازی سورئي ته تګ یو لوی جرم بلل شوی. د مالدیو ولسمشری کمیسیون د مالدیو هغو وګړو په ضد تورونو د لګولو قانون تصویب کړی څوک چی له داعش او القاعده شبکو سره تړاو لری. محمد امین د مالدیو لومړی داسی وګړی وو چی د امریکا لخوا د ترهګرو مشر په توګه وپیژند شو. د برمته کولو او وژلو په هکله ولسمشری کمیسیون محمد مزید او سومیت محمد د القاعده مبینه ملګرو په توګه اعلان کړی شول چی په دغه ټاپو هیواد کی وتلۍ بلوه ګر او ژورنالیستانواحمد ریلوان او يامین ناشیر په وژلو کی ئی رول درلود.

د ۲۰۱۴ میلادی کال جنوری میاشت راهیسی د مذهبی افراطیت ۱۸۸ قضییې په نوموړی هیواد کی پر ګوته کړای شوی. ډیجټل رابطو او د خلکو تر منځ تماس ته وده، دوه اړخیزه اړیکو په کچه اولیت ورکړای شوی او د ګد کمسیون جرګی ومنله چی مالدیو ته د ( روپۍ کارډ جریان)او د پوهی ملی شبکه غزول به دا رابطه نوره ځواکمنه کړی.

په ګډه کارکونکی ناسته ئي د هل همالی په سیمه کی ئي د کرکیټ یو لوبغالۍ د جوړولو او د ودي ارزونه وشوه چی هندوستان ورته مالی مرسته برابره کړی. د ګډي کارکونکی ډلی په ۶مه ناسته کی د هند او د مالدیو د ټاکنو کمیسیونونو تر منځ د تفاهم دوه هوکړه لیکونه هم لاس لیک شوی. د روانی غونډی په پایله کی د جرایمو په معاملو کی دوه اړخیزه قانونی مرستی په تړاو تړون هم تصدیق شو. د مالدیو د بهرنیو چارو وزیر د هند له لومړی وزیر سره هم لیدنه وکړه. لومړی وزیر نریندر مودی باور څرګند کړو چی د ګډ کمیسیون ناسته به د روان پرمختګ کتنه وکړی او د دواړو هیوادونو تر منځ به د اړیکو په پیاوړی کولو او مرسته ژور ګرځولو لپاره لاری چاری راولټوی.

تیر کال دواړو هیوادونو لپاره دوه اړخیزه اړیکو په ارتباط ډیر ګټور وو. د لوړی کچی ګڼی ناستی شوی وی، مالدیو باور جوړولو او روانی پروژی په چټکه عملی کولو لپاره په ټولو ډګرونو کی هره ممکنه مرسته د کولو خواهیش څرګند کړو. په مالدیو کي داخلی سیاسی ثبات هم همکاری په ځواکونو کی مرسته کوی.

د یاد کمیسیون ۶مه ناسته د ۴ کالو په وقفه ترسره شوه، البته پدی کی د هند او مالدیو تر منځ دوه اړخیزه مرستی ته اولیت ورکړي شو. دواړو ګاونډیو هیوادونو لپاره اوس چیلنج دا دی چی خپل منځی پروژی په چټکه عملی کولو سره په ځمکه ښکاره بدلون راوتی. دواړو ګاونډیو هیوادونه لپاره اوس چیلنج دا دي چی خپلمنځی پروژی په چټکه عملی کولو سره په ځمکه ښکاره بدلون راولی، دواړوهیوادونه ضرورت لری چی خپلمنځی مرسته په دوه اړخیزه او سیمه ایزه دواړو کچو ځواکمنه کړی. د ګډ کمیسیون ۷مه ناسته به د ۲۰۲۱م میلادی کال کی په مالدیو کی تر سره شی.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت