د هند خارجی اسعارزیرمه تون زیات شوي
لیکنه : د ډاکټر لیکها ایس چکراورتی
ژباړه: د پښتو څانګی
د هند خارجی اسعار ( فوریکس) زیرمه تونونه زیات شوی او اوس ۲۰۱۹ میلادی کال د دسمبر په ۲۰مه نیټه د هروخت په تله ۴۵۵بلیون امریکائي ډالرو ته زیات شویدی.د فوریکس د لوړیدوعلت د بهرنی کرنسۍ شتمنیو ( ایف سی اې) برخی دې . دا ئې ۲۰۱۹ میلادی کال د مارچ میاشت په تله ۱۰ سلنۍ زیات شویدي.
بهرنی کرنسۍ شتمنۍ د ګڼو کرنسیو پانګی اچولو په توګه ساتلی کیږی او په کوم کی چی لوئ ارزښت لرونکی کرنسۍ لکه امریکی ډالر، یورو، پاونډ اسټرلینګ ، د جاپان یین وغیره شامل وي دکوم چی د امریکی په ډالرو کی ارزښت ټاکلی کیږی . د هند د ریزروبانک راپور ترمخی په ایف سی اې کی لاندی باندی په ځانګړی ډول د هند ریزروبانک لخوا دبهرنی اسعارو د اخستلو اوخرڅولو له مخی ته راځی کله چی عائید د خارجی اسعارو زیرمه تونونه ځای پرځای کولو ، د مرکزی حکومت د بهرنی کومک ترلاسه کولو او د شتمنیو د بیا ارزښت ټاکلو په حساب تبادلو له مخی ترلاسه کیږی .
ایف سی اې سربیره په نړیوال مالی صندوق کی د فوریکس نوری دری برخی سره زر، ایس ډی آر ( د پیسو ویستلو ځانګړی حقوق) او آر ټی پی ( د شتمنیو د ماتیدو حیثیت ) هم دي . ایف سی اې د ټول ټال فوریکس ۹۳سلنۍ برخه تشکیلوی ، کله چی ۲۰۱۹ میلادی کال د د دسمبر ۲۰می نیټی پوری د سره زر ۶ سلنۍ ، ایس ډی آر ۰٫۳۲سلنۍ ،او په نړیوال مالی صندوق کی پوزیشن ۰٫۸۰سلنۍو.
د خارجی اسعارو شتمنیو باندی غوښتنی د جی ډی پی یعنی د ټول ټال داخلی تولیداتو کی د بهرنی سیکټور کچی ، د اقتصادیاتو پرانستلو او نقدو سرمایو اړتیاو پوری اړه لري. د خوندی شتمنیولپاره اړین قانونی کاریزچوکاټ د ۱۹۳۴ میلادی کال د هندریزروبانک قانون دې . د فوریکس په منابعو کی د لاندو باندو درک کولولپاره باید چی یو څوک د دواړو شتون حساب ( تجارتی خساری ) او د تادیاتو پاتی مال حساب ( بی او پی ) کاتی د کتلو اړتیا لری .
لویه پانګه دوه مهمی برخی لری په کوم چی یو نیغ بهرنی پانګی اچونه ( ایف ډی آئي ) او بهرنی پانګی اچونی خبرتیا ( ایف پی آئي) شامل دي. د بهرنی پانګی اچونی په پورټفولیو کی ( ایف پی آئي) کی مهمی برخی د بهنی پانګی اچونکو پانګی ، بانکی سرمایه چی ورکی په بهرنیو اوسیدونکو سرمایه هم شامله ده ، د لنډی مودی پور ورکول ، بهرنی مرسته ، او بهرنی سوداګریز پور اخستل شامل دي. په فوریکس کی اوسنی زیاتوالې په تجارتی خساری کی ښه والی او ورسره سم په ایف ډی آئي او ایف آئي آئي کی د سرمایو راتګ دې. د فوریکس شتمنیو زیاتوالی د هغی د واریداتو پرځی کیدو پوری تکیه لری . د ۲۰۱۹-۲۰ مالی کال کی د واریداتو بهرنی اسعارو شتمنیو ساحه د ۲۰۱۹ میلادی کال د مارچ په میاشت کی له ۹٫۶ میاشتو څخه ۲۰۱۹میلادی کال په جون کی لس میاشتو ته زیاته شویده.
د څارنی کولو یو بل مهم عامل دا دی چی آیا زمونږ فوریکس زیرمه تون مستحکم دی یا حساس . دا ئې د فوریکس په جوړښت تکیه لری . دبیلګی په توګه که چیری بی ثباته سرمایه بهر ځی او پاتی لنډی مودی پور په ډول د فوریکس لالوړی برخی دي نو بیا فوریکس شتمنۍ بی ثباته دي.
د فوریکس چلن کولو په باب د آر بی آئي اوسنی راپور له مخی د بی ثباته سرمائ بهرتګ ( چی ورکی مجموعي پورټ فولیو جریان ، بقایا لنډ مهاله پور شامل دي) په شتمنیو کی د ۲۰۱۹ میلادی کال د مارچ میاشت تر آخره له ۸۸٫۷ سلنۍ څخه ۲۰۱۹ میلادی کال د جون میاشت ترآخره ۸۶٫۷ سلنۍ ته کم شویدی .
نو پدا ډول په فوریکس کی زیاتوالی لپاره د لوئ اقتصادی یقینی توب درک کولو په خاطر دا ئې د فکرکولوخبره ده کله چی کله چی د نړۍ اقتصادیات په مټه توب دی او د هند په داخلی بازار کی ډیروالی دې. د نړۍ اقتصادی مټه توب ته په کتولومړی وزیر نریندرمودی داخبره تکراره کړی چی حکومت به فقط فوریکس شتمنۍ زیاتولو سربیره د اوږدی مودی تناظر له مخی مالي او مالي سیکټورسره مربوط په جوړښتی اصلاحاتو نور زیات پام وکړی . کله چی ۲۰۲۰ میلادی کال مرکزی بودیجه په نزدی راتلونکی کی وړاندی شی نو هرڅوک له حکومت څخه د داسی ګامونو په باب هیله لری کوم چی به د هند ګرد اقتصادیاتوته وده برابره کړي.
Comments
Post a Comment