د لومړی وزیر نریندرمودی من کی بات - دسمبر-۲۰۱۹


زما ګرانو هیوادوالو، نمسکار. ۲۰۱۹ کال ته د خدای په اماني ورکولو شیبې زموږ دروازې ټکوي! یواځې د ۳ ورځو په موده کې، نه یواځې دا چې له ۲۰۱۹ کال سره په مخه ښه کوو. بلکې موږ خپل ځان د یو نوي کال او نوې لسیزې لپاره هم آماده کوو. د ۲۱مې پیړۍ دریمه لسیزه!

د ۲۰۲۰ کال د رارسیدو په ویاړ خپلو ټولو هیوادوالو ته د زړه له کومې خپلې نیکې هیلې وړاندې کوم. د نوې لسیزې د راتلو په پار یوه خبره د پام وړ ده. او هغه دا چې، دا لسیزه به د هغو کسانو د ونډې اخیستنې هم شاهده وي څوک چې په ۲۹ مه پیړۍ کې زیږیدلي. د هیواد د پرمختګ په بهیر کې؛ دا هغه خلک دي څوک چې د ودې په حالت کې دي، د هغو جدي مسایلو د پوهیدو په وضعیت کې دي چې دې هیواد پورې تړاو لري. د دوی په شان ځوانان په ګڼ شمیر اصطلاحاتو پیژندل کیږي. د د دوی بعضو لپاره زرکلنه اصطلاح او بعضو لپار بیا د ذیډ نسل او یا هم د زی نسل اصطلاح کارول کیږي. په ټولیزه توګه، هغه څه چې د ټولو پام ځان ته راګرځوي هغه دا دی چې دغه نسل یو رسنیز نسل دی، او یو څه چې د ټولو روح او روان یې ځان ته راړولی دی هغه د ټولنیزو رسنیو د نسل نوم دی. موږ ټول پوهیږو چې دغه نسل په بشپړه توګه با استعداده نسل دی. د دوی په افکارو کې دا وي چې یو څه باید نوي وکړي، او یو څه بیل/ جلا. دوی د خپلو افکارو یو ټولګه لري. او ښه خبره یې دا ده چې؛ په ځانګړې توګه د هند په هکله؛ زما په اند؛ دوی سیستم ستایي. نه یواځې دا، دوی د دغه سیستم تعقیبولو ته ترجیح ورکوي. او که په کومه برخه کې سیستم سم کار نکوي، نو هغوئ بې قرار شي او په جرآت سره پرې نیوکه کوي! زه دغه ځانګړتیا یو فضیلت ګڼم. حتی په صراحت سره باید دلته ووایم چې د دې هیواد ځوانان له هر ډول ګډوډیو نه نفرت کوي. هغوۍ د هر ډول بې ثباتۍ او حکومت له کمزوری څخه نفرت لري. دوی له هر ډول قوم پالنې، توکم پالنې، او جنسیتي تبعیض څخه کرکه لري. په څو څو ځله په هوايي ډګرونو او سینماګانو کې لیدل شوي چې که یو څوک قطار ماتوي نو لومړی کس چې په لوړ غږ سره غبرګون ښایي هغه ځوانان وي. او موږ وینو چې د هغه کارونو ویډیو پخپلو ګرځنده ټیلفونونو کې ثبتوي او په هیڅ وخت نه ضایع کولو سره هغه په ټولنیزو رسنیو کې خپروي. او مقصر شخص هم پایله ویني، نو له همدې امله زموږ نوی نسل د یو نوي سیسټم د مجسم کولو، نوي نظم، نوې نړۍ او یو نوي فکر ښکارندوی دی. نن هندوستان په لیوالتیا سره د دې نسل په انتظار دی. همدا نوی نسل دی چې خپل هیواد به د پرمختګونو نویو پوړونو ته رسوي. سوامي ویویکانند صیب ویلي وو چې، زما ایمان نوی نسل او ځوان نسل دی. زما اهل کار به له دوی نه راووځي. هغه یو ځوان ته په اشارې سره ویلي وو چې، نه شو کولی چې د یو ځوان ارزښت ثابت کړو او یا یې توصیف کړو. ځواني د یو انسان تر ټولو ارزښتمنه مرحله ده. ستاسو ژوند او راتلونکې او د هغه د څرنګوالي بڼه په بشپړه توګه ستاسو ځواني پورې تړاو لري. د ویویکانندا جي پر وینا چې، ځوانان انرژیټیک او نوښتګر وي او د تحول او بدلون وړتیا لري. زه باور لرم چې د هندوستان لپاره دا لسیزه نه یواځې دا چې د پرمختګ لسیزه به وي بلکې د ځوانانو د پرمختګ عصر به هم وي. دا کار به د هیواد د پرمختګ سبب هم شي او د هغوئ له ټولیزې وړتیا څخه به کار واخیستل شي. زه پرته له هر شک او تردید څخه باوري یم. د جنورۍ په ۱۲ مه نیټه د ویویکانندا جي د زیږیدنې کلیزې او د ځوانانو ملي ورځې په موخه باید هر ځوان په یوه قاطعیت سره فکر وکړي او د دې لسیزې لپاره خپله ژمنتیا په ځان ومني.

زما ګرانو هیوادوالو! له تاسو به ډير کسان د کنیا کماري له غرونو خبر یاست چیرته چې سوامي ویویکانندا جي د روحانیت یا (انتاردهیان) په حالت کې داخل شو. هماغه غریز ګټ د خپل یادښت ۵۰ کلونه پوره کوي. له تیرو پنځو لسیزو راپدیخوا، دغه ګټونو د هندوستان لپاره ویاړ ګټلی. کنیا کماري په ملي او نړیواله کچه د یوې ځانګړې پاملرنې مرکز ګرځیدلی. قومي ویاړلي او روحاني شخصیتونه هر یو لپاره د زیارت یو مرکز ګرځیدلی او د عقیدې یو مندر ترې جوړ شوی دی. د سوامي جي دغه یادګار د ولسونو تر منځ د فرقې، عمر او یا قشر نظر ورک او د یوې ملي جذبې حوصله افزایي یې کړې. دغه یادګار د دې شعار د پیروي کولو لارښوونه کړې چې، غریبان د غریبانو په چوپړ کې، هر څوک چې د دغه ځای دوره کوي، نو په قدرتي توګه د هغه په داخلي وړتیا کې ډيروالی، د مثبتو جذباتو احساس او په هیواد کې د یو څه ونډې اچولو عزم راپاروي.

زموږ قدرمن ولسمشر هم په تیرو ورځو کې ددې پنځوس کلن راک میموریل څخه لیدنه وکړه. او زه په دې ویاړم چې زمونږه مرستیال ولسمشر هم د ګجرات د کچ په رڼ کې د یو ریګستاني جشن د پرانستلو لپاره تللی وو. لکه څنګه چې زموږ ولسمشر او مرستیال ولسمشر دغسې مهمو د ګرځندویۍ ځایونو څخه لیدنه کوي نو هیوادوال باید له هغوۍ نه الهام واخلي. زه له تاسو ټولو هم هیله کوم چې له دغه ځایونو څخه لیدنه وکړئ.

زما ګرانو هیوادوالو! موږ ټول په بیلابیلو پوهنتونونو، پوهنځیو او ښوونځیو کې زده کړې کوو، او د زده کړو له بشپړیدو وروسته په فراغت غونډو کې راغونډيدل یوه ډیره په زړه پورې شیبه وي او په دې غونډه کې ټول تنکي ځوانان سره راغونډیږي او په تیرو یادونو کې خبرې کوي. لس، شل او ۲۵ کاله شاته ځي. دغه غونډې د ځانګړي جذابیت لرونکې وي چې تل به یادیږي. خو کله کله دغه ایلونمي غونډې د ځانګړي جذابیت سبب هم کیږي. هغه د پام وړ وي او د هیوالو د پاملرنې اړتیا هم ورته لیدل کیږي. د دې غونډو یو بیل او ځانګړی خوند وي او دا هغه مواقع دي چې دوستان پکې خپلې پخوانۍ تجربې او یادونه سره شریکوي، دا خوندوروې شیبې وي . له دې سره سره، که چیرې د تجاربو شریکولو اراده هم وي، کوم احساس او جذبه هم ورسره ملګرې شي نو بیا خو هغه محفل لا خوندور شي. تاسو به لیدلي وي چې د فارغ التحصلانو ډله کله کله د خپلو ښوونځیو لپاره څه نا څه مرسته هم کوي، څوک یو ښه کتابتون جوړوي او څوک ښه د اوبو آسانتیا رامنځته کړي او څوک بیا نوې کوټې جوړوي او ځینې یې بیا ورزشي کمپلکسونو لپاره مرستې کوي. څه نا څه ضرور کوي، ځکه چې هغوئ ته خوښي ترلاسه کیږي، او دا ځکه په هر هغه ځای کې چې د دوی ژوند جوړ شوی نو د هغه لپاره په ژوند کې د یو څه کولو آرمان د هغوئ په زړونو کې وي او باید هم وي، او د دې کار لپاره خلک اقدام هم کوي، مګر زه نن ستاسو په مخ کې یوه ځانګړې موقع ستاسو لپاره بیانول غواړم. په همدې وروستیو کې د بیهار ایالت په لویدیځ چمپارڼ ولسوالۍ کې د بهیورګنج د روغتیایي مرکز خبره چې کله ما واوریدله نو په ما دومره ښه ولګیدله چې له تاسو سره مې د هغې شریکول اړین وبلل. په یاد روغتیایي مرکز کې په وړیا توګه د شا او خوا کلیو د زرګونو خلکو د معایناتو د ترسره کولو په موخه بیروبار جوړ کړی. د دې خبر په آوریدلو به تاسو حیران نه شئ او دا ځکه چې ستاسو په اذهانو کې به راځي چې دا نو څه نوې خبره ده؟ خلک خو به راغلي وي! خو نه! په دې کې ډير څه نوي دي، دا کار د حکومت لخوا نه دی ترسره شوی او نه د حکومت په برنامو کې شامل وو بلکې دا کار د هغه سیمې د کی آر لیسې د پخوانیو زده کوونکو لخوا د فراغت غونډې پر مهال جوړ کړی شوی وو، او دې پروګرام ته یې د سنکلپ ۹۵ نوم ورکړی وو. د سنکلپ ۹۵ مانا دا ده چې دا کسان د ۱۹۹۵ کال د فارغینو ډله ده. په اصل کې دغو فارغینو د خپلې فراغت غونډې پر مهال داسې پتیلې وه چې یو څه باید نوي وکړي. د ټولنې لپاره یې په دغه سیمه کې د روغتیایي خدماتو آګاهۍ برابرولو بار په اوږو واخیست. له دې څخه موږ ته هم دا احساس راپیدا شو چې تاسو هم حتمآ ورشئ. د سنکلپ ۹۵ بهیر تر چتر لاندې د بیتیا دولتي طبي کالج او نورو ګڼ شمیر روغتونونو هم په دې کمپاین کې برخه واخیسته. او له دې وروسته دې کار داسې وده وکړه چې د عامه روغیتا په برخه کې یو بشپړ یون په لاره واچول شو. په وړیا توګه د معایناتو ترسره کول، درمل او یا هم یواځې پوهاوی خپرول پکې ترسره شول، سنکلپ ۹۵ د هر چا لپاره د یوه روڼ مثال په توګه رامنځته شو. موږ اکثره دا خبره کوو. که د دې هیواد یو وګړی یو قدم وړاندې ږدي نو ۱۳۰ کروړه قدمونه رامخ ته کیږي! او کله چې داسې یو څه د لومړي ځل لپاره په ټولنه کې تر سترګو کیږي نو هر څوک د خوشالۍ احساس کوي، هغه ته آرامتیا په برخه کیږي او په ژوند کې د یو څه کولو احساس ورسره پیداکیږي. له یوې خوا چې د بیهار په بیتیا کې دغه د ۹۵ کال فارغینو د روغتیا په برخه کې دا اقدام کړی له بلې خوا د اتر پردیش په فولپور کې ځینو ښځو د ټولې سیمې خلک پخپل اقدام سره حیران کړل.

دې میرمنو ثابته کړه چې هر هغه اقدام چې په ټولیز یووالي سره ترسره کیږي نو مخه یې هیڅ څوک هم نشي نیولی. یو څه موده وړاندې د فولپور میرمنې له اقتصادي ستونزو او غربت سره لاس او ګریوان وې، مګر دوی د یو څه کولو لپاره هوډ درلود ترڅو ددوی د کورنیو او ټولنې لپاره یې ترسره کړي. دغه ښځو د کاډیپور له ښځو سره د خپل ځاني مرستې له ډلې سره ځان یو ځای کړ او د چپلکو جوړولو هنر یې زده کړ، په دې سره هغوئ نه یواځې دا چې له خپلو پښو څخه د مجبورۍ اغزي وویستل بلکې په ځان بسیا او د خپلې کورنۍ لپاره هم یو مثال شوې. د ګراميڼ آجیویکا میشن یا کلیوالي روزنې بهیر په مرسته یې اوس دلته د څپلیو جوړولو سیستم هم فعال کړی دی. چیرته چې په عصري ماشینونو سره څپلۍ جوړیږي.

زه په ځانګړي ډول د سیمه ییزو پولیسو او د هغوئ کورنیو ته مبارکې وړاندې کوم، چا چې د خپلو ځانونو او خپلو کورنیو لپاره د دغو میرمنو لخوا جوړې شوې څپلۍ وپیرلې او د دوی د اقتصادي مرستې سبب شول. نن د دغو ښځو له اقدام څخه نه یواځې د دوی کورنۍ له اقتصادي ستونزو څخه ووتلې بلکې د ژوند کچه یې هم لوړه شوه. کله چې د فولپور د پولیسو او یا هم د هغوئ د کورنیو دا ډول خبرې آورم نو تاسو به په یاد وي چې ما د آګست په ۱۵ مه نیټه له لال قلعې څخه له هیوادوالو نه یوه غوښتنه کړې وه چې موږ باید خپل کورني تولیدات وکاروو ترڅو زموږ اقتصاد وده وکړي. نن یو وار بیا هم زما همدا وړاندیز دی، آیا موږ خپلو کورنیو تولیداتو ته وده ورکولی شو؟ آیا په خپلو خریداریو کې هغو ته لومړیتوب ورکولی شو؟ آیا موږ خپلو تولیدات له خپل شان او شوکت ګڼلی شو؟ آیا موږ له دې احساس سره د خپلو هیوادوالو د پر مختګ سبب کیدلی شو.

ملګرو! مهاتما ګاندي د کورنیو تولیداتو دغه احساس په یو داسې روڼ اند سره لیدلی وو چې د سلګونه زرو خلکو ژوند روښانه کړي. د تر ټولو غریب په ژوند کې هم پرمختګ رامنځته کولی شي. سل کاله پخوا ګاندي صیب یو ملي غورځنګ په لاره اچولی وو، هندي تولیداتو ته وده ورکول، په ځان د بسا کیدلوهمدا لار موږ ته یې راښودلې وه. په ۲۰۲۲ میلادي کال کې به زموږ د هیواد د خپلواکۍ ترلاسه کولو ۷۵ کاله پوره کیږي. په کوم خپلواک هند کې چې موږ څاه اخلو د دې هیواد د آزادۍ لپاره ډيرو په وطن مینو بچیانو بې حده ظلمونه زغملي او خپل ژوند یې نظرانه کړی. د دې مقصد د ترلاسه کولو لپاره یې ډير زحمتونه ګاللي، د هغوۍ د قربانیو له امله موږ خپلواکي ترلاسه کړې. د کومې خپلواکۍ چې موږ په پراخه پیمانه ګټه ترلاسه کوو، آزاد ژوند ترسره کوو او د هیواد لپاره د خپل ژوند قرباني کوونکي هغو ډیرو کسانو له نومونو سره لا موږ آشنا هم نه یو، مګر هغوئ قرباني ورکړې ده، هغوئ د آزاد هند له هیلو سره د خپل ژوند په قربانولو دغه هیواد ته آزادي ترلاسه کړه.

زما ګرانو هیوادوالو! دا زموږ ټولو لپاره مهمه ده چې، زموږ هیوادوال په خپل ځان بسا شي او خپل ژوند په راحت سره تیر کړي. زه غواړم چې یو بل نوښت هم له تاسو سره شریک کړم چې زما پاملرنه یې ځان ته راړولې او هغه دا چې د جمو او کشمیر او لډاک د حمایت پروګرام دی. د حمایت پروګرام په حقیقت سره د مهارت په بڼه پرمختللی او له دندو سره تړلی پروګرام دی. په دې له ۱۵ نه تر ۳۵ کلنو پورې ځوانان برخه لري او دا د جمو او کشمیر هغه ځوانان دي چې د بعضې لاملونو له امله یې زده کړې نه دي بشپړې کړي، او په نیمه کې یې ښوونځي او پوهنتونونه پریښي دي.

زما ګرانو هیوادوالو، تاسو به په دې خبره ډير خوشاله شئ چې موږ په تیرو دوو کلونو کې ۱۸ زره ځوانانو ته په ۷۷ بیلابیلو برخو کې ټریننګ ورکړی، له دوی نه تخمینآ ۵ زره کسان په یو نه یو ځای کې په کار بوخت دي او ډير پکې خپل شخصي کاروبار پر مخ بیایي. د حمایت پروګرام له لارې چې کوم خلک د خپل ژوند په بدلون کې دي د دغو کسانو د کیسو په آوریدلو سره په حقیقت کې زړونه ګټلي او د ویاړ خبره ده.

پروین فاطمه د تامیل ناډو ټیروپور په لباسونو برخه کې د سوپروایزر-کام- کورډیناټورې په توګه کار کوي، تر یو کال د مخه، هغه د کارګیل په یوه وړوکي کلي کې اوسیدله. اوس د هغې ژوند لوی بدلون موندلی. هغه په ځان باوري شوې ده، هغه خود کفا شوې او خپلې ټولنې کورنۍ لپاره یې د اقتصادي پرمختګ زمینه برابره کړې. د پروین فاطمې په څیر د حمایت پروګرام د لیه لډاک اوسیدونکو نورو لوڼو هم تقدیر بدل کړی دی. او هغوۍ ټول د تامیل ناډو په هماغه شرکت کې کار کوي. همدا ډول د حمایت پروګرام د ډوډا اوسیدونکي احمد فیاض لپاره هم ګټور ثابت شوی دی. فیاض په ۲۰۱۲ کال کې د دولسم ټولګي امتحان ورکړ خو د ناروغۍ له امله یې خپلو زده کړو ته دوام ورنه شو کړی او فیاض تر دوو کلونو پورې له زړه نه رنځیدلو، په همدې بهیر کې د هغه یو ورور او یوه خور هم له دې نړۍ سترګې پټې کړې. په یو ډول د هغه په کورنۍ باندې د غمونو غر راپریووت. بالآخره هغه ته د حمایت پروګرام ملاتړ ترلاسه شو او د هغه له لارې یې د آی ټي یانې مالوماتي ټیکنالوژۍ چوپړتیاوو په برخه کې ټریننګ ترلاسه کړ او اوس په پنجاب کې دنده ترسره کوي.

د فیاض احمد لوړې زده کړې هم اوس په پوره کیدو دي. په همدې وروستیو کې هغه د حمایت پروګرام په برخه کې د خپلو تجاربو د شریکولو لپاره رابلل شوی وو. د خپلې کیسې د آورولو په بهیر کې د هغه په سترګو کې اوښکې راغلې. او همدا راز د آننت ناګ رقیب الرحمن هم له اقتصادي ستونزو له کبله و نه توانیده چې خپلې زده کړې بشپړې کړي. رقیب الرحمن ته پخپل بلاک کې د عامه پوهاوي د لګول شوي کمپ له لارې د حمایت پروګرام په اړه ده ته پته ولګیده او رقیب په چټکۍ سره د پرچون پلورنې د ټیم لیډرۍ په کورس کې داخله واخیسته. هلته د ټریننګ بشپړولو وروسته اوس په یو کارپوریټ هاوس کې دنده ترسره کوي. له حمایت پروګرام څخه ګټه اخیستونکو خوش قسمته ځوانانو داسې ډیرې بیلګې شتون لري، چې په جمو او کشمیر کې د بدلون مثال ګرځيدلي دي. د حمایت پروګرام د دولت او ټریننګ شریکان، وظیفه ورکوونکې کمپنیانې او د جمو او کشمیر د خلکو تر منځ د غوره جورجاړي یو ځلانده بیلګه ده.

دغه پروګرام د جمو او کشمیر په ځوانانو کې یو نوی د ځان بساینې قوت رامنځته کړی او د پرمختګ لاره یې هم ورته برابره کړې.

زما ګرانو هیوادوالو! موږ د دې لسیزې وروستی خسوف ولیدلو، شاید د لمر نیونې د همدې پیښې په اړه په مای ګوف یا زما حکومت په اپلیکیشن کې ریپون یو ډير په زړه پورې تبصره لیکلې وه. هغه لیکلي چې، نمسکار! زما نوم ریپون دی، زه د شمال شرق اوسیدونکی یم مګر نن سبا زه په سویل کې کار کوم. زه غواړم چې یوه خبره له تاسو سره شریکه کړم، زما په یاد دي چې زموږ سیمه کې به موږ د آسمان په صفا کیدلو سره په ساعتون د آسمان په ستورو سترګې خښې کړې وې. په ستورو کې فکر کول زما ډیر خوښیږي. اوس زه یو مسلکي انسان یم او د خپلو بوختیاوو له امله دې ټولو کارونو ته وخت نشم ورکولی. آیا تاسو په موضوع کومه خبره کولی شئ؟ په ځانګړې توګه ستوري پیژندنه څنګه د ځوانانو په منځ کې عمومی ګرځولی شو؟

زما ګرانو هیوادوالو! ما ته ډیر وړاندیزونه راځي، مګر زه ویلی شم چې دغه ډول وړاندیز ما د لومړي ځل لپاره ترلاسه کړی دی. هڅې خو ما څو څو واره خبرې کړي مګر دا موضوع خو بیخې لرې پاتې شوې وه. او اوس همدا ۲۶ مه نیټه باندې خسوف نیونه وشوه نو داسې ښکاري چې په دې اړه به تاسو هم یو څه لیوالتیا لرئ. ټولو هیوادوالو او په ځانګړې توګه زما د ځوانو ملګرو په څیر زه هم لیوال ووم چې په ۲۶ مه نیټه د خسوف ننداره وکړم. مګر د افسوس خبره دا ده چې هغه ورځ په ډیلي کې وریځې خپرې وې او ما هغه خوند وا نشو اخیستلی. حال دا چې په ټلویزیون باندې په کوجهي کوډ او د هندوستان په نورو برخو کې ښکاره کیدونکي خسوف ښکلي انځورونه تر سترګو شول. لمر د یوې حلقې په اندازه ځلیدونکی تر سترګو کیدلو او هغه ورځ ماته له ځینو ستور پیژندونکو سره هم د خبرو موقع په لاس راغله. او هغوئ ویل چې داسې ځکه کیږي چې سپوږمۍ له ځمکې څخه ډیره لرې وي او له همدې امله د هغې بڼه په بشپړ ډول نه شي پټولی نو ځکه د یوبنګړی بڼه خپله کړي. دا لمر نیونه یا خسوف کلنۍ لمر نیونه ده چې والې ګرهن او کونډل ګرهن هم ورته ویل کیږي. دا لمر نیونه موږ ته دا څرګندوي چې موږ په داسې حال کې په ځمکه ژوند کوو چې فضا کې حرکت هم لرو. لمر، سپوږمۍ او نورې سیارې او آسماني موجودات د فضا په مدار کې تاویږي. د سپوږمۍ سیوري له کبله موږ کولی شو چې د لمر نیونې ګڼ شمیر بیلګې ووینو. دوستانو، هند د ستورپیژندندنې خورا جالب او باستاني تاریخ لري. په آسمان کې له ځلیدونکو ستورو سره زموږ اړیکه لکه زموږ د مدني کیدو په شان زوړ دی. زموږ ګڼ شمیر خلک به په دې خبر وي چې د هند په بیلابیلو برخو کې، مقناطیسي دوربینونه (جنتر منترونه) شتون لري- چې د پراخه لیدلو وړتیا لري. دغه لیدونکي دوربینونه له ستور پیژندنې سره ژورې اړیکې لري. چې د آریابهاټا له عظیم او فوق العاده وړتیا څخه ناخبره دي.

د خپل کیرییر پر مهال، هغه د لمر نیونې په هکله په خورا توضیحي توګه مالومات وړاندې کړي وو، او همدا راز یې د خسوف په اړه هم مالومات ورکړي وو. او هغه د دواړو خسوف او کسوف په تړاو یې هم په فلسفي او هم په ریاضي کي بڼه توضیحات ورکړي وو. هغه تشریح کړې وه چې په ریاضی کي بڼه د ځمکې د سیوري اندازه څنګه مالومولی شو. هغه په کره توګه ویلي وو چې څنګه کولی شو چې د خسوف دوران او پراختیا محاسبه کړو. او دا علم یې د بهاسکرا په شان توضیح کړی وو، او د دې علم د لا څیړلو او مالومولو لپاره یې ډيرې هڅې کړې وې. وروسته په ۱۴مه او ۱۵مه پیړۍ کې د کیرالا د سنګم کلي په مادهو کې یې د په فضا کې د سیارو د شتون ځایګي مالومولو لپاره له کالکولس څخه ګټه پورته کړه. د شپې لیدونکی آسمان یواځې د تجسس برخه نه وه بلکې دا د ریاضي ساینسپوهانو لپاره د فکر کولو لویه منبع هم وه. څو کاله وړاندې، ما د (پري موډرن کوچي نیویګیشن ټیکنیکس اینډ وایوګز) یانې له مدنیت نه د مخه کوچي سیمه او د سمندري کښتیو د تلو راتلو مسیر، په نوم د کتاب مخ کتنه کړې وه، دا کتاب خو له یوې خوا د مالم نومي شخص ډایري وه. مالم به چې د کښتیو چلولو پر مهال کومه تجربه تر لاسه کوله نو هغه به یې په خپله ډایري کې لیکله. په روان عصري زمان کې هم، د مالم د کتاب چې هغه هم په ګجراتي الفباوو د لیکل شویو متنونو ټولګه ده په کوم کې چې پخواني د نیویګیشن یا د بار وړونکو کښتیو ذکر پکې شوی دی. او په هغه کې په څو څو وارې د مالم کتاب د آسماني ستورو په تړاو او همدا راز د هغوئ د حرکت په اړه پکې ذکر شوی دی. او دا یې په څرګند ډول پکې لیکلي چې په سمندر کې د سفر کولو پر مهال د ستورو له طریقه سمت/ لاره پیژندل کیږي، دا هغه ستوري دي چې موږ ته زموږ د تللو موخه را ښایي.

زما ګرانو هیوادوالو! د ستور پیژندلو په برخه کې هندوستان خورا مخ ته تللی دی، او موږ په دې مسیر کې ډير نوښتونه ترلاسه کړي دي. موږ له پونې سره نږدې د یو لوی موج ټیلیسکوپ لرو. یواځې هغه نه، په کوډای کنال، اوډاګامنډالا، ګوروشیکهر او هانلي لډاک کې هم قوي ټیلیسکوپونه لرو. په ۲۰۱۶ کال کې د هغه مهال بیلجیمي لومړي وزیر او ما په نینیتال کې ۳٫۶ متره اوږد لیدونکی ټیلیسکوب پرانسته وکړه چې ( دیوستهل ) په نوم پیژندل کیږي. او دا د آسیا تر ټولو لوی ټیلیسکوب ګڼل کیږي.

ایسرو په یوداسی پلان کار کوی چی له مخی یی د ادیتیا په نامه یو سپوږمکۍ په کار پیل وکړی. دا سپوږمکی به لمر مطالعه کړی. که دا په ستورو پیژندنه کی زمونږ لرغونی علم دی او یا هم په دی برخه کی نوی لاسته راوړنه ، مونږ باید هڅه وکړو چی دوی وپيژنو او په دوی ویاړ وکړو. نن زمونږ ځوان ساینس پوهان نه یوازی چی د دوی هیلی را ښکاره کوی تر څو د دوی علمی تاریخچه وپیژنو بلکه د ستورو پیژندنی د راتلونکی لپاره هم په کلکه کار کوی. زمونږ په هیواد کی د ستورو مصنوعی خونو د شپی لخواه د آسمان پیژندنی سره سره خلک هڅولی چی ستورو کتلو ته پرمختګ ورکړی. ډیرو خلکو په شوقی توګه تیلسکوپونه په خپلو بالکونونو او یا د کور په چتونو نصب کړی. همدا راز د ستورو کتل کولی شی خلک په کلیو او بانډونو کی میلو او لنډمهاله استوکنی ته وهڅوی.

او ډیری داسی ښونځی او پوهنتونونه شتون لری چی د ستورو د کتلو خونی لری او داسی کړنی او ګامونه باید لا وهڅول شی.

زما ګرانو هیوادوالو، مونږ خپل پارلمان د دیموکراسۍ د خونی په توګه پيژنو. نن زه غواړم چی په ویاړ سره یادونه وکړم چی د پارلمان غړی چی تاسو ټاکلی د تیرو ۶۰ کلونو ټول ریکارډونه یی مات کړل. په تیرو ۶ و میاشتو کی د پارلمان دواړو خونو ۱۷ م پیل ډیر ګټور وو. د لوک سبا ګټورتوب ۱۱۴ سلنه وو پداسی حال کی چی د راجیا سبا ۹۴ سلنه وو او په بودیجوی ناسته کی هم همدا شان وو. زه د دی لپاره دا یادوم چی د پارلمان ټول غړی د دی وړ دی چی مبارکی ورکړل شی او وستایل شی. د پارلمان دا غړی چی تاسو ټاکلی د تیرو ۶۰ و کالو ریکارډ یی مات کړ. د دومره کارونو پای ته رسول په خپله هندی دیموکراسۍ او دیموکراسۍ ته ژمن پاتی کیدل ښیی. زه غواړم چی ټولو ریسانو، د ټولو سیاسی ګوندونو مشرانو او د پارلمان ټولو غړو ته په د برخه کی د دوی د ونډی مبارکی ووایم.

زما ګرانو هیوادوالو، د لمر، سپوږمۍ او ځمکی حرکت په یوازی توګه کسوف نه رامنځ ته کوی بلکه د دوی سره ډیر نور شیان هم تړلی دی. مونږ ټول پوهیږو چی په هند کی د لمر د حرکت په تړاو جنورۍ میاشت کی ډیر فیسټیوالونه لمانځل کیږی.

له پنجاب نه تر تامل ناډو او له ګجرات نه تر آسام پورې به خلک ګڼ شمیر فیسټیولونه ولمانځي. مکر سنکرانتي او اوترایان د جنوري په نیمایي کې په لویه کچه لمانځل کیږي. دا د انرژۍ د سمبول په نوم نومول شوي دي. په دې وخت کې، به موږ په پنجاب کې د لوهړي، په تامیل ناډو کې پونګل، په آسام کې به ماګ بیهو هم ولمانځل. دا جشنونه د بزګرانو او فصلونو له ودې سره نیغ په نیغه اړیکه لري. دا جشنونه موږ ته د هند یووالي او اتحاد رایادوي. د پونګل په وروستۍ ورځ کې موږ ته د لوی تیرو ولوور د زیږیدنې ورځ لمانځنې خوش قسمتي هم زموږ د هیوادوالو په برخه کیږي. دا ورځ د ستر لیکوال، مفکر او لوی عابد تیرولوور جي ژوند ته ډالۍ کیږي.

زما ګرانو هیوادوالو! د ۲۰۱۹ کال دا وروستۍ د من کي بات پروګرام دی او په ۲۰۲۰ کې به موږ یو وار بیا سره خبرې کوو . نوی کال، نوې لسیزه، نوې ژمنې، نوې انرژي، نوي هیلې او له نوېو ولولو سره. نو راځئ چې مخ پر وړاندې لاړ شو. خپلې هیلې او آرزوګانې پوره کړو. تر لرې تګ په مخ کې لرو او ډیر څه ترلاسه کول غواړي، ترڅو خپل هیواد د پرمختګونو په لورې ګامزن کړو. د ۱۳۰ کروړه هیوادوالو په قابلیتونو او کړنو باور وکړو، د هغوئ په ژمنتیا عقیده ولرو، راځئ چې حرکت وکړو.

ډیره ډیره مننه

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت