د مذهب د سپکاوی په نوم په پاکستان کی روان زور زیاتی
لیکنه : د فهیم احمد
ژباړه: د پښتو څانګی
ورورلی ، زغم او همغږي نه یوازې د ټولو مذاهبو اساسی اصول دی بلکه د بشریت د حقوقو یو مهم جز دی. که د کوم هیواد جوړښت پدې اساس رامنځته کیږي نوهغه په سم لوري وده کوي. د نورو نظرونو نه زغمل او په نورو باندې د خپل نظر تحمیلول ټولنیز جوړښت کمزوری کوي او د پرمختګ مخه یې نیسي. د پاکستان ټولنه له ورته ستونزو سره مخ ده. غبرګون په پاکستانۍ ټولنه کې عام دی چی خاص علت ئی د پوهې نشتوالی دی. په پاکستان کې که څوک د عقل او پوهی خبره وکړي ، که څه هم د دوی شمار خورا لږ دي خو دوی ضرور په نښه شوي حتی تر دی چی وژل کیږی هم. زموږ په وړاندې داسې ډیر مثالونه شتون لري. د جاوید حفیظ لپاره د مرګ سزا د اورلو مسله د خپل ډول لومړۍ نه ده. په پاکستان کې د دا ډول پیښو اوږد لیست شتون لري په کوم کې چې په خاص ډول لږه کی او په عمومی توګه په اکثریت ډول ، د یوی فرقی خلک په نښه شويدی. د پاکستان د پنجاب د پخواني والي سلمان تاثیر له برخلیک څخه څوک نه دی خبر. نوموړی د توهین رسالت په نوم قانون کې د سم تعدیل غوښتنه کوله ترڅو د کفر په نوم د تاوتریخوالي مخه ونیول شي خو هغه د خپل ساتونکي لخوا په بې رحمانه ډول ووژل شو. سلمان تاثیر ځکه د رسنیو مهم ټکی وګرځیدو چې نوموړی یو مشهور شخصیت و.
همدارنګه یوه بله مسله چې په نړیواله کچه توده پاتی شوه د آسیا بي بي وه. دغه مسیحي ښځه هم د کفر په نوم د مرګ په سزا محکومه شوې وه او له حبس سره مخ وه. بلآخره سترې محکمې هغه خوشې کړه. د هغی لپاره دا امکان نه و چې حتی نوره په پاکستان پاتې شي نو هغې پاکستان ته الوداع وویله. په پاکستان کې د عقل خبرې کول له خطر څخه خالي نده ځکه چې کله کومه خبره په چا بده ولګیږي او یا کوم مطلب تری واخلی هیڅوک هم نه پوهیږي. د پاکستان روڼ اندي نه غواړي په دغه هیواد کې ژوند وکړي او هغه خلک چې په بهر کې زده کړې نه غواړي د داخلي شرایطو له امله بیرته پاکستان ته راشي. دوی اندیښنه لري چې څنګه کولی شي پدې ډول چاپیریال کې ژوند وکړي چیرې چې د ازادۍ احساس شتون نه لري. دوی خپل نظر ،پرته له آزادۍ ، خلکو ته نشی رسولی. دا پوښتنه راپورته کیږي چې آیا پاکستان د زغملو فضا لري. دا هیواد دې حالت ته د راوستو مسؤل څوک دی.
د یو هیواد په پرمختګ کې د حکومتونو ، نهادونو او روڼاندو مهم رول وي. هغه حکومتونه چې په پاکستان کې واک ته رسیدلي دوی خپل مسؤلیتونه په سمه توګه ندی ترسره کړې او ټولنه یې سم لور ته نه ده سوق کړی. د پاکستان له منځته ته راتلو راهیسې دلته واکمنانو هند سره د دښمنۍ له امله په ټولنه کې د نفرت تخم کرلی او په منفي فکر یې هڅولی دی. دا ټولنه نه یوازې ګاونډیو هیوادونو ته زیان رسوي بلکه د دوی خپل هیواد لپاره هم د سر درد ګرځیدلی. هغه ترهګر چې د پاکستان په ملاتړ او مرستې سره په ګاونډیو هیوادونو کې ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي اوس په خپل هیواد کې وینې تویونکې دي او نن وضعیت دا دی چې پاکستان په ټوله نړۍ کې ګوښه دی. هیڅ څوک نه غواړي هلته پانګونه وکړي اویا هم کومه سپورتي سیالۍ ترسره کړي.
په پاکستان کې له کلونو راهیسې کومه لویه لوبه نده شوی. په ۲۰۰۹ میلادی کال په پاکستان کې د سریلانکا د کریکټ په ملي لوبډلی تروریستي حمله وشوه ، خوشبختانه چې په دې پيښه کې لوبډلی ته څه زیان وا نه وښتو . له هغې وروسته هیڅوک چمتو نه دي چې هلته لوبې وکړي. ملاله یوسفزۍ یوازې د دې لپاره ویشتل شوې وه چې هغی پخپله هم زده کړی کولی او د انجونو د تعلیم قوي ملاتړ کونکی هم وه. ورووسته هغی ته د هغه د هڅو لپاره د نوبل جایزه هم ورکړل شوه. په پاکستان کې د سالم بدلون هیله نشته ځکه چې هلته محافظه کاره ډلې د حکومت او حکومتي ادارو ملاتړ لري. کله چې څوک د چا په هکله د توهین رسالت شکایت وکړي نو د پولیسو اداره په پټو سترګو دا حقیقت مني .چی ښه مثال ئی د پوهنتون پخواني استاد د جنید حافظ قضیه ده. نوموړی په ټولنیزه رسنۍ خپل فکر څرګند کړی وو چی د دین د سپکاوی تور پری پورې شوی وو او د پولیسو له ادارې نه نیولی تر محکمی پوری دا شکایت معتبر ګڼل شوي وو او هغه ته د مرګ سزا اورول شوی وه. همدا راز د نوموړی وکیل چې د تورن دوسیه ئي پر مخ وړله هغه ته هم ګواښونه کیدل، قاضیانو د هغی دوسیۍ له اوریدلو څخه هم د ویری له وجی ځانونه ګوښه کړی وو. په داسې یو هیواد کې چیرې چې د عدالت ټولې دروازې تړلې شوې وي انسان له کومه لاری د انصاف د تر لاسه کولو هیله لری شي.همدا لامل دی چې په پاکستان کې روڼاندی یا خو په حساسو مسائلو کې غلي دي یا د دې طبقې خلک په بهر کې د پناه غوښتنه کوي. که چیری پاکستان غواړي چی په نړۍ کې خپل پوزیشن ښه کړي نو باید په خپله ټولنه کې د زغم نه کولو چلند بدل او د زغملو توان پخپل وجود کی رامنځته کړي.
Comments
Post a Comment