د سعودي او قطر تر منځ اړیکو کې تودوالي ته اشاره وړاندې شوی
لیکنه : د ډاکټر لکشمي پرییا
ژباړه : د پښتو څانګې
د خلیج د همکاریو د سترې شورا ۴۰مې سرمشریزې غونډې څخه وروسته د سعودي عرب او قطر تر منځ اړیکو کې د تاوتریخوالی د کمیدو اټکلونه تر سترګو کیدل چې د سعودي عرب ، مصر ، متحده عرب اماراتو او بحرین لخوا له قطر سره د ډیپلوماتیکو اړیکو له شلیدو وروسته پیدا شوی و. هغو څلورو هیوادونو په قطر باندې د ترهګرې ډلې سره د ملاتړ کولو تور ولګاوه او له قطر سره یې ډیپلوماتیکې اړیکې وشلولې. په ریاض کې د خلیج د همکاریو شورا په سرمشریزه غونډه کې برخه اخیستلو لپاره شاه سلمان بن عبدالعزیز السعود د قطر امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني ته یوه شخصي بلنه ورکړې وه. په ځواب کې قطر په نوموړي غونډه کې د ګډون لپاره خپل لومړی وزیر شیخ عبدالله بن ناصر الثاني ریاض ته ولیږه. د ۲۰۱۷م کال څخه وروسته د قطر لخوا دا تر ټولو لوی استازیتوب و. د یادونې وړ ده چې سعودي عرب له قطر سره اړوند د ۶۱ کیلومترو اوږده پوله باندې د ۲۰۰ میترو پراخ کنال د کیندلو لپاره هیله من و چې روان کال قطر په یوه ټاپووزمه بدل کړي. له دې وروسته د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې ډیر ترینګلی شوې وې.
داسې ښکاري چې د دواړو هیوادونو لخوا د مثبتو ګامونو پورته کولو له امله د دواړو ترمنځ اړیکو کې تودوالی رامنځ ته کیږي. د دغه کال په پیل کې د سعودي عرب د تیلو پر تنصیباتو له برید وروسته چې یوه اسطراري غونډه راوبلل شوې وه، په هغه کې برخه اخیستلو لپاره د قطر لومړی وزیر ریاض ته سفر کړی و. د سعودي عرب د پټ سرویس پخوانی مشر ترکی الفیصل وویل چې په دوحه کې ګلف کپ فټبال ټورنامنټ کې د سعودي عرب، متحدې عرب امارات او د بحرین برخه دا ښیي چې دا دری واړه هیوادونه له قطر سره اړیکی ساتل غواړي. پر آرامکو له برید وروسته د سعودي عرب د تیلو په پیداوار کې ډیر کمی راغلې وو ځکه خو دا کیدای شي چې د دې له امله د ریاض په دریځ کې نرمي ښکاره شوه.
سربیره پر دې د سیمې حالات په خاص ډول په آرامکو تر سره شوي د حملو په هکله د امریکا د بې غوری له وجه ریاض پر واشنګټن خپله تکیه کمه کړې او د خلیج هیوادونو سره یې په یوالي زور زیات کړی دی د کوم تصویر چې سږ کال د خلیج د مرستې شورا د سرمشریزې غونډې نه وروسته په خپره شوې علامیه کې خوره شوې.
د دې ټولو سره سره داسې نه ښکاري چې د قطر بحران به نږدې راتلونکې کې له منځه لاړ شي ځکه چې د دې په خلاف د متحده عرب اماراتو موقف ډیر سخت دی او د دې خبرې امکان هم نه ښکاري چې متحده عرب امارات به په خپل موقف کې ډیر زر کوم بدلون راولي. د متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو مملکتي وزیر انور قرقاش د موجوده بحران مسول قطر نومولی او ویلي یې دي چې د دې بحران حل هغه څوک را ایستلی شي چې دا بحران یې رامنځ ته کړي. د بحرین د بهرنیو چارو وزیر خالد بن احمد الخلیفه په سرمشریزه غونډه کې د قطر د امیر غیرحاضرۍ ته په اشاره کولو وویل چې قطر د سعودي عرب تر مشرۍ لاندې بلاک سره د ستونزو د حل کولو په اړه جدي نه دی.
په هر حال د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني دا خبره تکرار کړه چې د هغه هیواد د خپل منځي درناوي پر بنیاد له شرط پرته خبرو اترو کې ګډون کول غواړي. نوموړي زیاته کړه چې د خبرو له پیل څخه پخوا ټول اړوند هیوادونه باید وعده وکړي چې هغوی به د یو بل په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي. د قطر امیرپه نیک نیتی د متحده عرب اماراتو مشر شیخ خلیفه بن زید النهیان ته د هغه د ورور شیخ سلطان د مړینې له کبله د خواخوږۍ پیغام هم لیږلی. نوموړي د هینډبال په یوه لوبه کې هم ګډون وکړ په کوم کې چې بحرین هم برخه درلوده. دا ډول خبرې د عرب په نړۍ کې ډیرې د اهمیت وړ دي.
هند د قطر د بحران د حل کیدو لپآره تل هڅې کړې ځکه چې د دې شخړې حل د فارس په خلیج کې د سولې ساتلو لپاره ډیر ضروري دی. په دې سربیره په سعودي عرب کې ۳٫۲ میلیونه او په قطر کې ۰٫۶میلیونه هندیان موجودیت لري. هند ته په دغو دواړو هیوادونو کې د خپلو اتباعو فکر هم دی . د سوداګری، انرژۍ، د پیسو تبادله او د حج په پام کې لرلو سره سعودي د هند لپاره ډیر د اهمیت وړ دی. که څه هم قطر هغه یواځنی هیواد دی چې د هند د انرژۍ د واردولو په هکله د اوږدې مودې تړون لري. سعودي ، مصر ، متحده عرب امارات او بحرین کله چې له قطر سره سیاسي اړیکې وشلولې نو هندوستان یو متوازن موقف غوره کړې و. نوی ډیلي د یوه بیان ورکولو سره دا غږ کړی و چې ټول اړین هیوادونه د خپل منځي درناوي پر بنیاد د جوړیدونکی خبرو اترو له لارې خپل منځي اختلافات له منځه یوسي. د قطر د بحران حل د سیمې او نړیوالې سولې د ټینګښت لپاره ډیر مهم دی. د سعودي او قطر تر منځ تودې اړیکې سیمې او هند ته په خاص ډول مثبته اشاره ده.
Comments
Post a Comment