په پاکستان کی یو پخوانی پوځی دیکتاتور ته اورول شوی د مرګ سزا
لیکنه:د معین الدین خان
ژباړه : دپښتو څانګی
د پاکستان ۷۲ کالو په تاریخ کی دا لومړی ځل دی چی یو پوځی دیکتاتور ته د یوی خصوصی محکمي لخوا د پاکستان د اساسی قانون سره د درغلی کولو په تور د مرګ سزا اورول شوی ده. که څه هم په پاکستان کی څو څو ځله پوځي بغاوت شوی او پوځی جنرالانو اساسی قانون په ړنګولو هلته په آئیني ډول د غوره شوی حکومتونو تختی نسکوری کړي او په قدرت ئي په زوره خپله منګوله خښه کړی او تر ډیری مودی پوری عام وګړی له جمهوریت څخه بی برخي پاتی شوی. جنرال مشرف آخری پوځی دیکتاتور وو چا چی په ۱۹۹۹م میلادی کال کی هغه وخت یو انتخاب شوی لومړی وزیر نواز شریف له قدرت څخه بی برخی کړۍ وو. نه فقط دا بلکه په هغه ئې د ترهګرۍ په ګډون ګڼ تورونه هم پوری کړی وو او بیا ئي بندی کړو. له دی څخه وروسته هغه له سیاست او پاکستان څخه لری ایخود په موخه سره د کورنۍ له هیواده وشړلۍ شو. کله چی په هیواد کی د جمهوریت فضا واکمنه شوه ،د ولسمشر په توګه د جنرال مشرف زوال شروع شو. ۲۰۰۸م میلادی کال څخه پس په پاکستان کی پوځی بغاوت خو ونشو مګر د پوځ طاقت او سلطه اوس هم پر ځای ده. له جنرال مشرف څخه وړاندی۳ پوځي جنرالانو په قدرت خپله منګولی خښه کړی وه او د پاکستان ۳ کی ۲ برخی موده پوځی جنرلانو په لاس کی تیره شوه. د پاکستان محکمو او په تیره ستری محکمی همیشه غیر آئینی پوځی بغاوتونو ته اړتیا په سمون جواز د برابرولو هڅه کړی او همدا وجه ده چي د پاکستان په پوځي محکمی دا تور لګول کیږی چی دا د پوځ ډار او څار لاندی کار کوی، او وخت په وخت د پوځ سره مرسته کوی. تر دی وخته پوری داسی تور لګول کیږي چی پوځ او پخوانی لومړی وزیر تر منځ کشاله کی محکمی د پوځ ملاتړ وکړو. بیا هم د سترې محکمې اوسنۍ پریکړې په دغه ماحول کی بدلون راوستلو. د دغه پریکړی په اړه بیلا بیلو ډګرونو کی ډول ډول غبرګون مخی ته راغلۍ . يو پلو پوځی ډلي په ډاګه د دغه پریکړی په اړه خپل نظر څرګند کړی چی یو داسی مشر چی اوږدی مودی راهیسی ئی یو پوځی مشر په توګه د هیواد خدمت کړی او د ولسمشر په توګه ئی هم د حکومت چاری په غاړه لرلی، نو هغه څنګه غدار کیدای شی؟ دا هم ویل شوی چی دغه راز سزاګانی به د پوځ حوصله کمزوره کړی.
په دغه راز بحث کی په یو اړخ سترګی پټول کیږی چی یو پوځی جنرال څوک چی یو دولتی نوکر وی څنګه کولۍ شی چی ولس لخوا انتخاب شوی لومړی وزیر له تخته وپرزوی او هغه سپکاوې ته مامخ کړی. د سیاسی ګوندونو غبرګون ګډ وډ دي. ټول ټال په سیاسی ډګرونو کې د اطمنان ساه اخستل شوی ځکه چی یوه هیله منځ ته راغلی او امکان دی چی د دغی پریکړی څخه پس په پاکستان کی یو نوی سوچ منځ ته راشی او داسی حالت به رامنځ ته شی چی د هیواد د بیلابیلو څانګو تر منځ د طاقت توازن کی ښه والی راشی. د دولتی ادارو او پوځ تر منځ د تاو تریخوالی ماحول له منځه لاړ شی. واکمن ګوند یا د لومړی وزیرعمران خان ګوند تحریک انصاف پاکستان مایوسه شوی څنګه چی د ساینس او ټکنالوژی وزیر فواد چودهری له وینا څخه څرګنده ده . هغه ویلي چی دا پریکړه د خواشینۍ وړ ده. دلته دا ویل حتمی دی چی د عمران خان د کابینی دا وزیر یو وخت د جنرال مشرف ملاتړ کونکی وو او د خپل سیاسی مسلک اغاز ئی هم د جنرال مشرف ګوند ، آل پاکستان مسلم لیګ څخه کړی وو. هغه د جنرال مشرف د رسنیو ویاند هم وو. هسی هم د عمران خان په کابینه کی ګڼ وزیران داسی دی څوک چی د مشرف په کابینه کی هم وزیران وو او په پوځی لباس کی ئي سوګندونه اوچت کړی وو.
په دغه پریکړه زیاته وینا کول به د تادۍ ګام وی چی د محکمی اوسنۍ پریکړی څخه وروسته کوم ډول وضعیت منځ ته راځی او کوم ډول بدلونونه رامنځ ته کیږی. مګر دا اندازه تر سترګو کیږی چی کیدای شی پوځ پدی هکله سخت غبرګون وړاندی کړی. تر دی وخته پوری یوازی یو بحث روان دی. د مثال په ډول یوه خبره خو دا ده چی ستری محکمی پخپله تیره میاشت کی د برحال پوځی مشر جنرال قمر جاوید باجوه موده د غزولو پریکړه کړی وه هغه هم د پاملرنی وړ ده. لومړی وزیر د جنرال باجوه موده ۳ کالو پوری نوره هم غزولی کله چی په تخنیکی ډول ستری محکمی پدی ځنډ لګولۍ وو. دا وخت هغه ته د شرایطو لاندی د ۶ میاشتو وخت ورکړل شوی چی باید حکومت پارلمان د لاری پوځي مشر ته د ۳ کالو نوره موده د ورکولو پریکړه تصویب کړی. داسی اټکل کیږی چی ستره محکمه اوس د پاکستان په خاوره د اساسی قانون سلطه د پرخای کولو هڅه کوی او پدی اړخ مخ په وړاندی ګام اوچتوی مګر ځینی خلک دا هم حس کوی چی پوځ په دی ترڅ کی ټینګ ګام هم اوچتولۍ شی
Comments
Post a Comment