هندوستان او اومان ستراتیجیکی اړیکی ځواکمنې کړې
لیکنه: د ډاکټر محمد مدصیر قمر
ژباړه: د پښتو څانګې
اومان د خپل غوړیدلی او شتمنو ګاونډیانو په پرتله نړیواله پاملرنه کمه را جلبه کړی. مګر دا د هندوستان په غزول شوی ګاونډ کی تر ټولو مهمو هیوادونو ځینئ یو دي ځکه چې دا د خلیج پارس په دروازه ستراتجیکي موقعیت لري . یو داسې هیواد چې اوږدې مودې راهیسې کورنۍ ګډوډۍ سره مخامخ دي او اقتصادي پرمختیا څخه بې برخې پآتې شوی، د سلطان قابوس تر مشرۍ لاندې مهمو پړاونو څخه تیر شوی. سلطان د ۱۹۷۰م میلادی کال راهیسې قدرت په لاس کې لري. د تیلو شتمنۍ د لیارې شوی اقتصادي پرمختیا د خوشالۍ فضا واکمنه کړې. د سلطان قابوس تر مشرۍ لاندې اومان خپلو ګاونډیانو سره متوازی اړیکی پر ځای ساتلی او داسې د خلیج په ویشل شوی سیمه کې یې یوه مهمه سیماییزه دنده تر سره کړې. سیماییز تاوتریخوالی په رفع کولو او متنازه ستونزی حل کولو لپاره پټه ډیپلوماسۍ په کارولو کې د اومان رول د دغه هیواد اهمیت پر ګوته کوي.
هندوستان د اومان اهمیت پیژندلې او په تیرو څو لسیزو کې یې دغه هیواد سره ټینګی دواړخیزی اړیکی پر ځای ساتلی. په دواړخیز اړیکو کې اومان سره سیاسي یا ډیپلوماټیکي سوداګریزې او ستراتجیکي اړیکی شاملی دی او لومړی وزیر نریندرمودي لاندې خلیج سره د هندوستان سیاسي او ډیپلوماټیکي بوختیاوې جوړولو په ترڅ کې یې دا د اولیت وړ هیواد په توګه رابرسیره کړی. د ۲۰۱۴م میلادي کال جون میاشت کې د اومان د بهرنیو چارو وزیر یوسف بن الاوی لومړی بهرنی مشر جوړ شوی و چا چې لومړي وزیر سره هغه وخت ولیدل کله چې هغه د لومړي وزیر منسب سنبال کړو. دهغه وختونو بهرنیو چارو وزیرې سشمه سوراج د ۲۰۱۵م میلادي کال فرورۍ میاشت کې اومان څخه لیدنه کړې وه او بیا د دې څخه پس د ۲۰۱۶م میلادي کال مئی میاشت کې د هغه وختونو دفاع چارو وزیر منوهر پاریکر له مسکټ څخه لیدنه وکړه.
د ۲۰۱۸م میلادي کال فرورۍ میاشت کې لومړی وزیر مودي دواړخیز اړیکې ځواکونو په خاطر بیا اومان څخه لیدنه وکړه. هغه د سلطان قابوس سره ولیدل. دواړو مشرانو د باهمي ګټې دواړخیزې ،سیماییزی او نړیوالی ستونزې تبصره کړې. سوداګرۍ او پانګونې د لیارې سوداګریزي اړیکی ځواکمنولو او ترهګرۍ او افراطیت څخه خطرې او ننګونې شنډولو په خاطر امنیتي اړیکی ټینګی کړی شوی او روانې غونډې په وخت دا مهمې ستونزې په ګوته کړی شوی. هندوستان او اومان پدې خبره هم همغږي شول چې سمندری امنیت په ډګر کې دوی به په ګډه کار کوی او دواړو اړخونو وپتیله چې د فاع په ډګر کې یو هوکړه لیک لاسلیک کړی چې د هندوستان بحری ځواک ته د هندوستان په سمندر کې د خپلو بحری بیړیو ساتنې لپاره د دوقم ستراتجیکي بندر استعمال کولو موقع په لاس راشی.
د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جی شنکر دواړو هیوادونو تر منځ غوړیدونکي ستراتجیکي اړیکو تر منځ روانې اونۍ په پیل کې اومان څخه لیدنه وکړه. دغه لیدنې پر مهال د نورو مشرانو سره هغه د خپل اوماني سیال یوسف بن الاوی سره ولیدل او د دواړخیزو ګټو په مهمو ستونزو وغږید. دواړو اړخونو بحری ټرانسپورټ په ډګر کې مرستۍ لپاره یو تړون هم لاسلیک کړو. د بهرنیو چارو وزیر په مسکټ کې د هندوستانی ټولنې سره هم لیدنه کتنه وکړه.
شاوخوا ۷ لکه ۸۰ زره هندیانو سره دا هیواد تر ټولو زیاته هندي ټولنه لري او هغوی د اومان اقتصادي پرمختیا کې ونډه اخیستی.
هندوستان د اومان مهم سوداګریز انډیوال دی. دواړو هیوادونو تر منځ دواړخیزه سوداګری ۲۰۱۸-۲۰۱۹ م میلادی کال کې ۵ بیلیون امریکایي ډالرو ته رسیدلی . هندوستان له اومان څخه انرجی او سره واردونکی هیواد دی. هندوستان په خلیج کې اومان ته یو مهم ستراتجیکي انډیوال په توګه ګوري او د بهرنیو چارو وزارت له مخې د ډاکټر جی شنکر لیدنی هندوستان ته یو فرست برابر کړی چې د دواړخیز، سیماییز او نړیوالو ستونزو په پراخ واټنه ډګرونو کې د اومان سیاسي مشرانو سره ژورې غونډې تر سره کړې او اومان او پاتې سیمې سره د هندوستان بوختیاوې زیاتې کړی.
د هند د بهرنیو چارو وزیر دا لیدنه پر ګوته کوی چې هندوستان له اومان سره اړیکی ټینګولو ته څومره اهمیت ورکوي او څنګه نوی ډیلۍ خلیج ته خپله سیاسي او ډیپلوماټیکي لاس رسی زیاتوی.
Comments
Post a Comment