د پاکستان ملی شوره لخواه شوی پریکړه هندوستان لغوه کړه



لیکنه : د کوشیک رای 

ژباړه: د پښتو څانګی 

د هندوستان په هکله د پاکستان نظر همیشه منفی دی او تل یی دا هڅه کړی چی د هند په کورنیو چارو کی لاس وهنه وکړی. که څه هم نوموړی پوری هیڅ تړاو نلری ځکه چی هندوستان یو بیل هیواد دی، خپل قانون لری او دا ئی حق دی چی د خپلو ګټو د خوندی ساتلو لپاره خپل وضع شوی قوانین عملی کړی او د ضرورت په وخت کی نوی قوانین رامنځته کړی او یا هم په موجوده قوانینو کی اصلاح وکړی. هیڅ هیواد دا حق نلری چی په دی هکله هند ته ګوت څنډنه وکړی خو پاکستان یو داسی هیواد دی چی د هغه بیلی بیلی اداری د یو بل سره په ټکر کی دی. همدا رنګه د پاکستان دا خراب عادت دي چی د هند په هره کورنۍ مسلی باندی بی ځایه بحث کوي. کله چی د هندوستان پارلمان د تابعیت قانون ترمیم او تصویب کړو، د پاکستان ملی شورا دغه مسله د بحث لاندی ونیوله البته اسلام اباد او یا بل کوم هیواد د مسلی په اړه هیڅ حق نلری چی نیوکه وکړی ځکه چی دا د هند داخلی مسله ده. د تابعیت ترمیم قانون د افغانستان، پاکستان او بنګله دیش څخه ځورول شوي اقلیتی ټولنو ته د هندوستان تا بعیت ورکول دي. 

د هند د دغه قانون په هکله پاکستان لیونتوب شروع کړی. اسلام اباد باید د خپلو اقلیتونو ښیرازۍ لپاره په نړیواله کچه مثبت اقدامات وکړی تر څو هغوی له رسیدونکو کړاونو څخه په امن پاتی شی. نوموړی هیواد د خپلو اقلیتی وګړو په ساتنه کی ناتوانه ریکارډ لری، څوک چی په ژوره ویره کی ژوند کوی. د پاکستان دا وظیفه ده چی د خپل تابعینو تحفظ وکړی. نړۍ ولیده چی څنګه په هیواد کی بنسټپالو د پاکستان ستری محکمی پریکړې ته څه غبرګون وښود. کله چی اسیا بی بی چی یوه عیسوۍ میرمن ده ، د توهین تور څخه یی د ستری محکمی لخوا برات حاصل کړو نو د ی ته مجبوره شوه چی له کورنۍ سره باید خپل هیواد

پریږدی او ورسره د هغی وکیل هم باید له پاکستانه وتښتی او په خارج کی پناه غوښتونکی شی.

پاکستان اوس پدی هڅه کی دی چي ځان اقلیتي ټولنو ته د یو مسیح په توګه ښکاره کړی. باید چی د پاکستان حکومت ځانته پاملرنه وکړی. د پاکستان مسلم لیګ بنسټ ایښودونکی غړی او د پاکستان لومړی د قانون او زیار وزیر جوګندر ناتهـ منډل په نوي جوړ شوي پاکستان کی د اقیلتونو سره د ناوړه چلند له کبله په ۱۹۵۰م میلادی کال کی خپل تابعیت پریښودلو ته اړ شوی وو او د کلکتې په اطرافو کی ئي د پناه غوښتونکی په توګه ژوند تیر کړ. همدا راز د پاکستان بل نامتو ستر شخصیت قاضی دوراب پټیل څوک چی پارسی نژاد وو او نوموړی یوازنی قاضی ووچی د پخوانی لومړی وزیر ذولفقار علی بهوټو ته یی د پانسی سزا اورلی وه. داسی نور هم ګڼ مثالونه شتون لري. نور خو نور د پاکستان زروي پروګرام پلار ډاکټر عبدالقادر خان هم له کرکی او نفرت سره مخامخ وو او وجه ئي دا وه چی هغه له احمديه فرقې سره تعلق تړاو درلود. 

هندوستان په ټينګه د پاکستان د ملی شورا دا پريکړه لیک رد کړې او هغه ټکی ته يې اشاره کړې چې دا د هندوستان داخلي مسله ده. د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت وويل چی دا د پاکستان يوه پټه هڅه ده چې د جمو، کشمير او لداخ د مسلې په اړه خپل د دروغو داستان نور هم پراخه کړي. دا په هند کې د پولی بلی غاړې څخه د خوریدونکی ترهګرۍ لپاره د پاکستان دوامداره ملاتړ ته یوه توجيه ده. نوی ډیلۍ باور لري، چې دا ټولې هڅې به ناکامې شي.

چې هند زياته کړه چی دا پريکړه يوه ناوړه طرحه ده چی په پاکستان کې ناوړه کړو وړو څخه پام بل اړخ ته واړول شی . هندوانو، عيسويانو، سکهانو، او نورو مذهبونو اقليتي ټولنو ابادي په خپله د خپل وضعيت خبره کوي.

د پاکستان پريکړه فقط د ۲۰۱۹ میلادي کال د هندوستان تابعيت د ترميمولو قانون حق بی لاری کول دي. دا د خندا وړ ده چې د پاکستان ملي شورا ، مذهبې اقليتونو په وړاندي د کرکی نه کولو قانون تصويب کړی دی. بايد چې دا هیواد نورو ته ګوته ونه نيسي. هند په پاکستان غږ کوي، چې په نورو تورونه پورې کولو څخه وړاندی په خپل ګريوان کې سر ټيټ کړي، چې خپله څومره تورن دی. پاکستان بايد ياد وساتي، چې هندوستان تر ټولو لوی ديموکراتيک هيواد دی، چې ټول حکومتونه يې د آزادو او عادلانه ټاکنو په ترڅ کې جوړ شوي دي او ټول هند يان بې له توپيره د يو اساسي قانون په پيروي د مساوي حقوقو خاوندان دي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت