په مډریډ کی د اقلیم د بدلون په هکله ناسته: د هندوستان ستاینه

لیکنه: د جاوید اختر

ژباړه : دپښټو څانګه 

د هسپانیا په پلازمینه میډریډ کی د نړی د ۱۲۶هیوادونو مشران او د چاپیریال کارپوهان د اقلیم بدلون خطر د مخنیوی د طریقو لټولو په موخه چی انسانی ژوند لپاره ستر ګواښ جوړ شوی نو له دی امله سره راټول او په دی اړه تحقیق کوی. د( کوپ ۲۵) تر نامه لاندی نړیوال کنفرانس ته په خطاب کی د ملګرو ملتونو سر منشی انتونیو ګوئیرس بلکل سم ویلی چی انسان له څو لسیزو راهیسی د ځمکی په خلاف او دی سیاری هم د انسان په خلاف د جګړی پيل کړی دی. د نړیوالی تودوخی تباه کونکی تاثیرات د انسان موجودیت لپاره لوی خطررامنځ کړی. نن د نړیوال چاپیریال د بحران داسی مقام ته رسیدلی چی اوس بیرته راګرځیول ناممکن ښکاری. د ګوئیریس په وینا له پخوا څخه دا خطر ډیر زیات او وژونکی شویدی. د کوم په وجی چی انسانی روغتیا او د خوړو خوندیتوب له لوی بحران سره مخامخ ده او د چاپیریال بدلون سره سره د مدغم هوائی چلند په کال کی ۷۰ لکو انسانانو ته د مرګ سبب ګرځی. د ملګرو ملتونو عمومی منشی له دی وضعیت سره د مقابلی په خاطر له پرمختلونکو او د لوړ اقتصاد درلودونکو هیوادونو لخوا د کاربن ډای اکسایډ په استخراج د بندیز په لګولو کی په پوره اندازه اقدامات نکولو سخته نیوکه کړی. نوموړی له نوم اخیستلو پرته په واضح توګه هغو هیوادونه اشاره کړی چی د ټولی نړی د نیمائی ګرم ګازاتو داخراجول زیمه وار دی.

د افسوس خبره دا ده چی چاپیریال ته د تاوان رسولو ګازونو استخراج د لویو هیوادونو لخوا پدی ورستیو کلونو کی ډیر شوی او د مخنیوی لپاره يی مثبت اقدامات ندی شوی او په دی هکله د امریکا مثال د ټولو په وړاندی دی.

له بلی خوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چی امریکا به د روان کال تر پایه د چاپیریال په اړه د پاریس له تړون څخه ځان ګوښه کوی. خو د هند لپاره د اطمینان خبره دا ده چی نوموړی هیواد د هوا د بدلون په اړه چی کومه وعده کړی وه هغه ئی پوره او لاهم د پرمختګ په لور روان دی. د همدی په نتیجه کی د چاپیریال د بدلون په اړه د لسو غورو هیوادونو په لیست کی شامل کړای شو. تیر کال هند په یاد لیست کی له ۱۱ مقام څخه ۹ ځای تر لاسه کړی. امریکا په یاد لیست کی تر ټولو د خراب فعالیت کونکو کی شامله ده. په مثبتو کړنو کی سویډن۴ ، ډنمارک ۵ مقام تر لاسه کړی او ۳-۲-۱ شمیری تشی پاتی دی ، د دی پیغام دا دی چی نړی اوس هم له تعین شوی هدف څخه ډیر وروسته ده. خو چین هم له تیر کال څخه په درجه بندۍ کی پرمختګ کړیدی. ه داسی ښکاری چی له امریکا او د هغه په څیر له څو نورو هیوادو څخه پرته نوره ټوله نړی د اقلیم د بدلون په اړه اندیښمنه ده. د کوپ په ۲۵ نړیوال کنفرانس کی د چاپریال مرکزی وزیر پرکاش جاوړیکر د هندوستان د اقداماتو یادونه وکړه. نوموړی څرګنده کړه چی هند د۴۵۰ ګیګاواټ نوی کیدونکی انرژی خپل هدف تر لاسه کولو سره د نړیوالی ټولنی پام ځانته را اړولی. دا د نړی د نوی کیدونکی انرژی تر ټولو لوی پروګرام دی. ښاغلی جاوکر ویلی چی هند نه یوازی د کاربن ډای اُکسایډ په خارجولو کی۲۲٪ کموالی راوستی او په ځنګلونو سربیره په ګرین ایریا(زرغونه ساحه) په ډیر والی د نړی په منتخبو هیوادونو کی شمارل شوی. بلکه په ( آئي پي سي سي ) او نورو راپورونو کی ویل شوی چی هند د هغو ۵ هیوادونو په سر کی شامل دی کوم چی د پاریس د پریکړی د موادو په تعقیب ګړندی عمل کوی. هند ویلی چی د کاربن ګاز په اخراجولو کی به تر۲۰۳۰ کال پوری ۳۵٪ کمی راوستلو کی بریالی شی او د ۱۷۵ ګیګا واټ لمریزی بریښنا چی کوم هدف ټاکل شوی د هغی نیمائي برخه ئی حاصله کړی او تر ۲۰۲۲ کال پوری به مکمل هدف تر لاسه کړی. نوموړی وویل چی تر ټولو د مخه د هند لومړی وزیر نریندر مودی د نړیوالی ټولنی وړاندی د سولر لایټس ډیزاسټر مینیجمینټ

(د شمسي څراغونو آفاتو اداری)لپاره د هیوادونو ډلی د جوړولو وړاندیزکړی وو. پدی ټوله نړی ښه پوهیږی چی د هوا بدلون په خرابولو کی د هغو هیوادونو تر ټولو مهم رول دی چی نن پرمختللی بلل کیږی. هغوی د خپلو ګټو په موخه نړی له خطر سره مخامخ کړیده. هند په څرګندو ټکو ویلی چی لومړی د پرمختللی هیوادونه د کاربن ګیس د کمولو په اړه تر ۲۰۲۰ کال پوری خپل ټاکلی هدفونه تر لاسه کړی. هغه پدی ویلو نشی خلاصیلای چی د کیوټو پروټوکول یوازی یو کال پاتی شوی اوس نو هیڅ هم نشی کیدلی. هغو هیوادونو چی وعدی کړی باید په هر حال ئی پوره کړی. پر مختللی هیوادونو ته په کار ده چی د پر مخ تلونکو هیوادونو ته له نصیحت کولو نه وړاندی خپله ذمه واری تر سره کړی.

Comments