طالبانو سره د سولی مذاکراتو په اړه شکونه : امریکا

لیکنه : د معین الدین

ژباړه : دپښتو څانګه 

دا خبر بیا رابرسیره شوی چی په دوحه قطر کی د امریکا او طالب استازو ترمنځ د سولی د خبرو اترو سلسله تیره اونۍ یو ځل بیا پیل شویده .تر کومه چی په افغانستان کی د سولې د ټینګیدلو خبره ده هر څوک غواړي چی دې جنګ ځپلی هیواد ته تلپاتی سوله راشي. ځکه چی له څلورو لسیزو راهیسی هلته عام وګړي د سولې په انتظار دي.تر ډیره دوی یوازې او یوازې مرګ ژوبله،خواشیني او زورزیاتي نه پرته کوم بل څه ندي لیدلي. د ۹\۱۱ له ترهګريز برید څخه وروسته هلته د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ پر ضد جنګ شروع شوی و. د القاعدې پر ضد ډیر عملیات تر سره شول خو له دې سره دوی ته د اوسیدو ځای ورکونکي طالباني اداره هم پر ځمکه ولویدله. څه موده وروسته هلته د اساسي حکومت سلسله هم پیل شوه خو افغانانو ته سوله ډیره لږه په نصیب شوه. څو کاله مخکې د امریکا تر مشرۍ لاندې د ځواکونو یو لوی شمیر له افغانستان څخه بیرته خپل هیواد ته ستانه شول. چې له دې وروسته په افغانستان کې د تاوتریخوالي او د طالبانو د بریدونو یوه نوې سلسله پیل شوه. هره ورځ د انسانانو د وژلو پیښې تر سترګو کیدې، په هغه کې امریکايي ځواکونه هم په نښه کیدل او سره له دې د افغانستان امنیتي ځواکونه، پولیس، دولتي کارکونکي او د ښځو او ماشومانو په شمول بې ګناه ښاریانو ته هم مرګ ژوبله پیښیدله. طالبانو د هر ناروغۍ لپاره یوازنی یو درمل درلود یاني تاوتریخوالی، تباهي او د انسانانو مړینه. هغوی نه د افغانستان اوسنی اساسي قانون منلی او نه هم حکومت. هغوی له افغاني استازیو سره خبرې کولو او پخلاینې څخه تل انکار کړی دی خو له امریکا سره یې په خبرو کولو کې کوم شرط نه درلود. لیکن له ډیرو کړاونو وروسته امریکا له طالبانو سره خبرې اترو ته چمتو شوه او افغان نژاده امریکایي ډیپلومات ته له طالبانو سره د خبرې کولو مسولیت وسپارل شو. خبرې اترې پیل شوې خو پایلې ته له رسیدو وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ روانه پروسه لغوه کړه ځکه چې طالبانو نه غوښتل چې تاوتریخوالي پای ته ورسوي.

اوس دا خبر تر لاسه شوی چې د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې بیا پیل شوي. په دې اړه هیڅ نه شي ویل کیدی چې ټرمپ او د هغه حکومت تر څه حده مطمین دی. خو د طالبانو په کړنو او منطق ښه پوهیدونکي بنسټونه په دې هکله هیڅ باور نه لري چې طالبان به د تاوتریخوالي لاره پریږدي او په افغانستان کې به د سولې فضا را منځ ته کړي. پخپله امریکا کې خلک په دې باور دي چې تر هغه وخته پورې په افغانستان کې سوله نشي راتلی تر څو پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي. څو ورځې وړاندې د امریکا د سنا تکړه غړی لینډسي ګراهم داسې نظر څرګند کړی چې په افغانستان کې سوله په هغه صورت کې راتلای شي چې پاکستان له طالبانو سره خپلې اړیکې وشلوي او اډې یې له منځه یوسي. نوموړي په ډیرو رڼو ټکو کې ویلي دي که چیرې پاکستان وغواړي په څو اونیو کې په افغانستان کې سوله ټینګیدای شي. بس پاکستان دې یوازې طالبانو ته پناه ورکول او نورې مرستې بندې کړي. لینډسي ګراهم د ریپبلیکن ګوند غړی دی. واضح خبره ده چې یوازې نوموړی نه بلکه د امریکا دواړو سیاسي ګوندونو ډیر غړي به له هغه سره همغږي وي. د هغوی وړاندیز د امریکا حکومت ته دا دی چې د طالبانو په ځای دې له پاکستان سره خبرې وکړي تر څو هغه پر طالبانو کنټرول راولي. که داسې وشوه نو په افغانستان کې امن ضرور راتلای شي. همدا خیال لږ و ډیر د افغان حکومت او د امن خوښونکو هم دی .ځکه چې په دې خبره ټول پوهیږي چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت ته تاوان رسونکي قوتونه د پاکستان په اشارو وړانونکي کړنې تر سره کوي. د افغان حکومت او امنیتي ارګانونو ډیر ځلې پاکستان ته دا خبره کړې او اوس هم همدا وایي. 

په هر حال اوس چې خبرې بیا شروع شوي نو دې ته انتظار کول ضرور دي چې د دې څه نتیجه تر سترګو کیږي. البته سوله خوښونکي همدا غواړي چې روانې خبرې بریالی او په افغانستان کې تل پاتې سوله رامنځ ته شي. 

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت