بالآخره پاکستان په هغه هېواد کې د داؤد ابراهیم شتون باندې اعتراف وکړو



لیکنه: د معین الدین خان ژباړه: د ګل رحمان همدرد

په پاریس کې میشتې د ترهګرو د مالي مرستې او تورو پیسو په کاروونکو د څار څو مملکتي ادراې فاینانشل ایکشن ټاسک فورس یا ایف اې ټي ایف د ۲۰۱۸ م کال په جون میاشت کې یو وار بیا پاکستان پخپل خړ لسټ کې شامل کړی وو او دا ګواښ یې هم ورته کړی وو چې که چیرې د ۲۰۱۹ م کال تر وروستیو پورې دغه هېواد د ترهګریزو ډلو مالي معاملو پر وړاندې سخت اقدامات ونکړل نو په تور لسټ کې یې هم د شاملولو امکانات شته. په دې تړاو دې هېواد ته یو ۲۷ نقطه یي کاري پلان ورکړل شوی وو او په دې پلان ورته د جدي اقدام لارښوونه هم شوې وه مګر تر ټاکلې مودې پورې پاکستان په دې پلان عمل نشو کولی خو د کرونا ویروس له امله ورته یو څه نور مهلت هم ورکړل شوی. ایف اې ټي ایف پاکستان ته جدي ګواښ کړی نو د له همدې امله به یاد هېواد دې هڅه ضرور کوي چې په یونه یو ډول سره د ایف اې ټي ایف له عکس العمل څخه ځان وژغوري. د پاکستان حکومت د آګست په ۱۸ مه نیټه دوه اخطاریه لیکونه خپاره کړي وو چې په ترڅ کې یې د ۸۸ ممنوعه ترهګریزو ډلو او د هغوئ د مشرانو پر وړاندې سخت اقتصادي بندیزونه لګول شوي وو. په دوی کې د جماعت الدعوه مشر حافظ سعید، د جیش محمد مشر مسعود اظهر او په ۱۹۹۳ کې د ممبئ چاودنو طراح داود ابراهیم هم شامل دي. د پاکستان انګلیسي ژبې ورځپاڼې دي نیوز پر وینا چې د دوی ټولو املاک به ظبط او د دوی تور بانکي حسابونه به هم بند کړی شي. په اصل کې خو د ملګرو ملتونو امنیتي شورا لخوا په همدې وروستیو کې یو نوم لړ خپور شوی وو چې په هغو کې د خطرناکو ترهګریزو ډلو، د هغوئ د مشرانو او هغوئ سره تړلو نورو بدنامو ترهګرو نومونه هم شامل وو. پاکستان په هغو اخطارپاڼوکې د ۸۸ ډلو او په انفرادي توګه له دوی سره تړلو ترهګرو پر وړاندې د اقدام کولو اعلان کړی. په هغو کې جماعت الدعوه، جیش محمد، طالبان، حقاني شبکه، داعش او القاعده وغیره ډلو ټول کلیدي غړي شامل دي. د دوی بانکي حسابونو سره سره به د دوی ټول منقوله او غیر منقوله جایدادونه هم ظبط کړی شي. د حکومت د پرېکړې پر بنسټ دغه کسان به ونشي کولی چې له هیڅ کومې مالیاتي ادارې څخه له یوه ځای نه بل کوم ځای ته پیسې ولیږي، نه کوم ځای ته تللی شي او نه هم اسلحه پیرلی شي. د همدې نوټیفیکیشن په رڼا کې د يوې پخوانۍ پریکړې توثیق هم شوی چې د پاکستان طالبانو تحریک ټولو مشرانو، قوماندانانو او غړو باندې به بشپړه بندیز دوام ولري

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو لخوا په ترهګریزو ډلو له پخوا هم بندیزونه لګول شوي دي خو کومه ځانګړې پایله یې لا نه ده لیدل شوې او هغه ځکه چې د پاکستان دننه او له پاکستان نه بیرون هم دا جوته شوې چې د پاکستان واکمنان هیڅکله هم د ترهګرو ډلو پر وړاندې جدي نه وو او د ترهګرو پر وړاندې د کوم جدي اقدام نه کولو لامل یې دا ښودلی چې د پاکستان ادارې تل ترهګر د خپلې بهرنۍ پالیسۍ د یوې برخې په توګه کارولي. په هر صورت د ایف اې ټي ایف د سختو ګواښونو له امله تیر کال یو څه پرمختګ شوی او حافظ سعید یې نیولی هم دی، د سعید او د هغه د مرستیالانو پر وړاندې مقدمه روانه ده. په همدې وروستیو کې دا خبره هم واوریدل شو چې د ممبئ په بریدونو کې د لاس لرونکو ملزمانو پر خلاف چې په پاکستان کې کومه مقدمه دایره شوې وه او په هغې کې هیڅ کوم پرمختګ نه تر سترګو کیده، اوس په هغې دوسیې کې هم یو څه حرکت لیدل کیږي. په نږدې راتلونکې کې له پاکستان نه د څارنوالانو یو هیت هند ته د شایدانو بیان ثبتولو په موخه هند ته راروان دی. په هر صورت کوم اخطاریه لیک چې د ملګرو ملتونو لخوا په همدې وروستیو کې خپور شوی وو او بیا د هغه په رڼا کې اوس د پاکستان لخوا هم نوټیفیکیشن جاري شو نو په دې هکله ډیری شنونکي همدا وایي چې پاکستان د اېف ټي اې ایف د سختې رویې له امله په پاکستان باندې ډیر فشار دی او اوس غواړي چې په هر قسم وي خو له خړ لسټ نه بیرون شي. د پاکستان په نوټیفیکیشن کې یوه مهمه او د یادونې وړ خبره دا راغلې چې د داود ابراهیم آدرس یې د کراچۍ وایټ هاوس یا سپینه ماڼۍ لیکې ده. یو اړخ یې دا څرګند شو چې لومړی ځل دی چې پاکستان دا ومنله چې داود ابراهیم په پاکستان کې دی. څرګنده ده چې پاکستان له پخوا په دې خبر وو مګر هیڅکله یې هم دغه حقیقت نه وو منلی. چې کله به هم وویل شو چې داوود ابراهیم په پاکستان کې دی نو د اسلام آباد لخوا به تند غبرګون راڅرګند شو مګر اوس یې آدرس هم واضح شو او دا هم جوته شوه چې په کراچۍ کې د هغه بعضې املاک هم شته. حال دا چې د پاکستان لخوا داسې انګیرل کیږي چې د داوود ابراهیم د آدرس په ښودلو سره سره بیا هم باید دا و نه ګڼل شي چې پاکستان اعتراف کوي چې ګواکې داوود ابراهیم په پاکستان کې شتون لري. که دا منطق ورسره ومنل شي نو بیا دا پوښتنه راولاړیږي چې آیا هغه اخطاریه لیک چې خپور شوی، هغه پر حقایقو بنا نه دی که څنګه؟ او بله دا خبره هم نه شي پټېدلی چې کوم آدرس چې اوس د داوود ابراهیم ښودل شوی هماغه آدرس دی چې د ملګرو ملتونو لخوا هم په لسټ کې خپور شوی وو

په حقیقت کي داسې خبرو په کولو سره پاکستان غواړي چې معامله جنجالي کړي. د یوې خبرې په یوه ځای کې تائيدول او بل ځای کې ردول یو ناببره عمل ښکاري او په دې پوهېدل کوم د راکټ سائینس نه دی. پاکستان هڅې نه هم په هر وخت کې حقایق رد کړي دي. د بیلګې په توګه د اسامه بن لادن په هکله تل پاکستان داسې ویل چې دوی ته معلومه نه ده چې لادن چیرته پټ دی او دا خو به یې په کلکه رد کول چې ګواکې هغه په پاکستان کې په کوم ځای کې پټ دی. مګر کله چې دا خبر په ټوله نړۍ کې لکه د ځنګل د اور په شان خپور شو چې نه یواځې دا چې هغه په پاکستان کې وو بلکې له امنیتي لحاظه د هغوئ په خورا معتبرې امنیتي سیمه یانې ایبټ آباد کې په یوه محفوظه ودانۍ کې یې ښه په هوسا توګه ژوند تیرولو نو بیا له دوی سره د ویلو لپاره هیڅ هم نه وو. ټوله نړۍ خبره شوه چې باالآخره امریکا د هغه آدرس مالوم کړ او امریکایي قوماندانانو لمنځه هم یوړلو. بیا خو له پاکستان سره د رد کولو توان نه وو نو ویې ویل چې د اسامه آدرس مالومولو پر مهال له امریکایي استخباراتي ادارې سره مرسته کوونکی ډاکټر شکیل آفریدي یې د اوږدې مودې لپاره په زندان کې بند کړ. د داوود ابراهیم په اړه هم پاکستان له اول نه تر آخره پورې همدا ویل چې دوی ته د هغه په اړه هیڅ مالومات نشته. آیا هغه فکر کوي چې په داسې کولو سره به وتوانیږي چې پر حقایقو پرده اچولو کې کامیاب شي؟

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت