د هند او بنګله دیش اړیکی د ودی په لار



لیکنه : د ډاکټر سمروتی ایس پاټهک

ژباړه : د پښتو څانګی

د هند بهرنیو چارو سیکریټر هرش وردهن شرینګلا د بنګله دیش دوو ورځو لیدنه ترسره کړله . نوموړی ځان سره د بنګله دیش لومړی وزیری شیخ حسینه لپاره د لومړی وزیرنریندرمودی پیغام وړی و . د هند بهرنیو چارو سیکریټر ته په شخصی توګه هغی ښه راغلاست ووئیلو . نوموړی لومړنی بهرنی شخصیت دی چی هغی د کوویډ ۱۹ وبا راپورته کیدو څو میاشتو وروسته هرکلی وکړو . په تیرو څو میاشتو کې د نوي ډیلي او ډهاکه تر منځ دوه اړخیز تبادلې د مجازی ناستو له لارې ترسره شوې. دغه حقیقت ته په پام کولو چی د جنوبی آسیا اقتصادیات یادی وبا له کبله بد بد ځپلی شوی دا لیدنه اهمیت لري. د هند بهرنیو چارو سیکریټر د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزیر اې کې عبدالمومین، د بهرنیو چارو مملکتی وزیر شهریار عالم او بهرنیو چارو سیکریټر مسعود بن مومن سره هم مسافرت په دوران ولیدل .

د هند بهرنیو چارو سیکریټر او د بنګله دیش لومړی وزیری ترمینځه د یو ساعت اوږد ناستی په دوران دواړو هیوادونو مشرانو د شتون اتصال جال د بیا پیل کولو په لارو چارو او کوویډ واکسین جوړښت په باب همکارۍ کولو او یو بل ته تازه معلومات برابرولو ورسره سم د روان مجیب بورشو په نامه لمانځنی په ګډه د سرته رسولو په باب خبری اتری وکړلی . دوی همدارنګه دواړو هیوادونو ته مخامخ په اقتصادی ننګونو قابو راوستلو لپاره د کوویډ وروسته د کړن لارو په جوړولو هم خبر اتری وکړلی . هند د ګډ مشاورتی شورا د بیا پیل کولو هم پیشنهاد وړاندی کړو کوم چی د بهرنیو چارووزیرانو په کچه دی کوم چی په بنګله دیش کی د هند سرمایه برابرونکی یولړ پروژو کتنه کوی او دواړو هیوادونو ترمینځه په راز راز دوه اړخیزو موضوعګانو خبری اتری کوي. هندوستان د دې پروسې د بیا پیل لپاره یو مجازی ناستی وړاندیز کړې کله چی هغوئي د ۲۰۱۹میلادی کال د فبروري په میاشت کی لیدلی و . هندوستان همدارنګه وړاندیز وکړ چې د سوداګرو ، حکومتي چارواکو او په هند کې د درملنې په لټه کې د خلکو لیدنو لپاره د دواړو هیوادونو تر مینځ د "هوا ببل" رامینځته کړي. دلته باید دا یادونه وشي چې بنګله دیش د هغو هیوادونو په لیست کې په سر کی دې چې وګړي یې په هند کې د درملنې لپاره راځي. بنګله دیش په بنګله دیش کی د کورونا ویروس لپاره د هند واکسین د ازمیښتونو لپاره په امکان هم خبری اتری وکړلې. ډهاکه د وبا مخه نیولو په خپله هڅه د نړۍ نورو هیوادونو سره هم پدغه موضوع خبری اتری کوی .

د جولائي په میاشت کی هند له بنګله دیش سره سوداګریز اړیکی عادی کولو لپاره یولړ ګامونه پورته کړی و کوم چی کوویډ ۱۹ له کبله تاثیر لاندی راغلی و . د کورونا ویروس د ناروغۍ له امله له دوه میاشتو بندیدو وروسته ، د دواړو هیوادونو ترمنځ د پولی په اوږدو تجارت په جون کې بیا پیل شو. هند د خپل بسپنه برابرونکی مرستی پروګرام ترلاندی بنګله دیش ته ۱۰ لوکوموټیو انجڼونه برابرکړل . د جولائي په میاشت کی د هند او بنګله دیش په اړیکو کی یو شمیر اولیتونه و ، د یو کنتینر بیړۍ لومړنی ازمیښتی سفر له کولکته څخه اګرتله او چټا ګانګ بندر د لاری کریم ګنج ته ۵۵کاله د مخه د هغی ودریدو راهیسی د پولادو سیخونو لوئ بار او دالونه وړل ترسره شو. د پارسل واګونونه او کنتینرونه د مالونو وړلو راوړلو په اوسنی لارو چارو کی اضافه شویدی.

د ډهاکی په لویو اندیښنو کی یو په بنګله دیش کی د روهنګیا کډه والو شتون پاتی شوې. وخت او لاس ته راوړنی دی ته د هند پام واړولو او د دغو بی کوره شوی خلکو شتون له کبله د لازیات سیمه ایز امنیتی اغیزو باندی ټینګار وکړو . ډاکی هند ته خواست کړی چی په مینمار دا تآثر راوستلو لپاره خپل دفتری چاری وکاروی چی مینمار روهنګیا مهاجرین بیرته واخلی . هند د ډاکی هڅی ته ملاتړ برابرکړی او یو شمیر بیانیو د لاری دا خبره پرګوته کړی چی مینمار دی روهنګیا خلک بیرته واخلی . نوې ډیلی په درنښت د روهنګیا خلکو زر ترزره او په امنیت بیرته تلو ته هم ملاتړ برابرکړی. د هغوئي بیرته تلو ته آسانی برابرولو په ترڅ کی هند ۲۵۰ تیار مصنوعی کورونه په سوغات کی ورکړیدی کوم چی مینمار سره د یوتړون برخی په توګه جوړ کړی شوی و . هند د انسانیت عملیاتو ترلاندی د بنګله دیشی مهاجرینو په خیمو کی اوسیدونکی د روهنګیا خلکو ته کومک هم برابرکړې.

دا د حیرانتیا خبره نده چی لومړی وزیر نریندرمودی لخوا دا اړیکی د شونالی ادهیائې ( یعنی طلائي دور) په توګه معرفی او ستائیل شوی او د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جې شنکر لخوا په منطقی کی د یو مثالی نمونی په حیث بیان شوی .هم دغه شان احساس د بنګله دیش بهرنیو چارووزیر اې کې عبدالمومین هم وړاندی کړو چا چی له هند سره د بنګله دیش اړیکی تاریخی، د غر په شان ټینګی او وینه ایز اړیکو په توګه و بلل .د کوویډ ۱۹ په اوضاعو کی بنګله دیش ته د بهرنیو چارو سیکریټر لید نه یواځی دوه اړخیزو اړیکو ځواکمن کیدل پرګوته کوي. 

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت