سعودی عربستان څخه د باجوا لیدنه: خنډونه د لری کولو یوه هڅه
لیکنه : د ډاکټر زینب اختر
ژباړه : د پښتو څانګی
تیرکال د هند اساسی قانون ۳۷۰می مادی لغوه کولو سره د پاکستان کورنی او بهرنی سیاستونه ګډ وډ شول . کله چی کشمیر د هغی بهرنی سیاست مهم ټکی و نو د پاکستان تحریک انصاف حکومت دا ستونزه د نړیوال ګرځولو ټولی هڅی وکړي. اسلام آباد اسلامی همکارۍ سازمان ( او آئي سی ) څخه ډیری هیلی لرلې چی کشمیر په مسئله د لوړی کچی یوه ناسته راوبلی . کله چی سعودی عربستان د اسلامی هیوادونو مرکز او د او آئي سی ځانګړی اغیزه لرونکی هیوادونو کی یو ګڼلی کیږی نو پاکستان ترتله دا هڅه کړیده چی یاده پاچاهی د هغی طرفداره پاتی شی
خو د هغه هیواد ټولی هیلی په هغه وخت تت پرک شوي کله چی د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی د خبرو په څرګندونی کی دا خبره پرګوته کړله چی او آئي سي او سعودی د کشمیر په مسئله د هغه هیواد هیلی باطل کړل او پدی خبره يي ټینګار وکړو چی پاکستان پدغه موضوع خپل صبر او زغم د لاسه ورکوی . نوموړی زیاته کړله چی پاکستان به بیله سعودی عربستان یو شانتی ذهن لرونکی اسلامی هیوادونو سره یو ایتلاف جوړولو ته مجبوره شی او او آئي سی نه بهر یو کانفرانس راوبلی که او آئي سی کشمیر ته ترجیح ورنکړو . دې د سعودی عربستان واکداران ګډ وډ کړل او عمران خان په پاکستان کی سیاسی او نظامی دواړه مشرتابه د زیان کنټرول کولو وضیعت ته استولی و
پدی اونۍ کی پاچاهۍ ته د پاکستان د پوځ لوئ درستیز جنرال قمر باجوا او داخلی استخباراتی خدماتو لوئ مدیر فیض حمید ناڅاپی دوره د ترنګل شوی اړیکی د کتنی لپاره دزیان کنټرول کولو پالیسۍ د غزونی په توګه کتلی شوی.پاکستان ترمخی په شوروع کی د لیدنی موخه پوځی چارو پوری مربوط و . جنرال باجوا د سعودی عربستان د د فاع معاون وزیر خالد بن سلمان بن عبدالعزیز سره دوه اړخیزو دفاعی همکارۍ او سیمه ایز امنیت په باب خبری اتری وکړلی .جنرال باجوا له جنرال فائیز بن حامد الروویلی ، د سعودی د پوځ مشر او ډګرمن جنرال فهد بن ترکی السعود چی د سعودی عربستان پاچاهۍ د ګډ پوځونو قوماندان دی سره ولیدل . راپورونو ترمخی د تربیو برابرولو تبادلی په ګډون د پوځونو په مینځ کی اړیکی د ناستو مرکز و
د سعودي چارواکو په وینا که څه هم ، دې لیدنې دوه اړخیزو همکاریو سربیره "ګډې اندیښنې" په ګوته کړلې . د لته عمومي اندیښنا د خنډونو لری کولو د پاکستان هڅی دي. باجوا خپل ښه رسوخ په کارولو سره هڅه وکړله چې د کشمیر د مسلې په اړه په سعودي عربستان د قریشي د انتقاد له امله راپورته شوي وضعیت ارامه کړي. نورخو نو د پاکستان ريلواي وزیر شیخ رشید رسنیو ته وویل چی سعودی عربستان ته د باجوا مسافرت هدف د مهم واړه اختلافونو د حل کولو و . باید چی دا خبره یاد ولرلی شی چی لدی لیدنی څخه د مخه باجوا په پاکستان کی د سعودی عربستان سفیر ایډمیرل نواف سعید المالیکی سره هم پدی هڅه لیدلی و چی د قریشی بیان له کبله لګیدلی اور مړ کړیشی . دې ناستی د باجوا سعودی عربستان ته د سفر کولو لاره هواره کړله.
خو داسی ښائي چی د سعودی عربستان د خنډونو یا د اختلافونو د حل کولو لپاره تادی نلری ځکه چی جنرال باجوا د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان سره همغږی وا نه اوریدو شو. دی یوه ټینګه اشاره لیږلې ده چی د سعودی واکداران اوس هم د شاه محمود قریشی بیان څخه په غصه دي. د شنونکو ترمخی سعودیانو په شخصی توګه غوښتنه کړیده چی د پاکستان بهرنیو چارو وزیر هرو مرو استعفا ورکړی . ولیعهد سره د لیدلو ناکامه کیدو وروسته د پاکستان پوځی قوماندانان د عمری ادا کولو لپاره جدی ته لاړل او د هغی وروسته بیرته پاکستان ته ورستون شول
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان سعودی عربستان او پاکستان ترمینځه اختلافونه کم کړل او په ټیلویژیون په یوی مرکی کی پدی خبره ټینګار وکړو چی سعودی عربستان سره د پاکستان اړیکو د بی خونده کیدو په حقله ګنګوسی غلطه ده . که څه هم د باجوا لیدنه په یوداسی مهم پړاو کی ترسره شوی کله چی متحده عربی اماراتو له اسرائیلو سره د سولی یو تړون لاسلیک کوي دی امه په مینځ کی نور اضطراب رامینځ ته کړی کله چی ترکیه، ایران او ملیزیا د یو نوې بلاک د جوړولو ګواښ وړاندی کوی
سعودی عربستان هم ترکیه او ایران خوشحالولو لپاره د پاکستان ګام ته دومره مهربانه ندی شوی. ایران په سیمی کی د پاچاهۍ سخت مخالف دی او ترکئ په اوسنیو تیرو میاشتو کی د او آئي سی د یو نوې مشر په توګه ځان ئې وړاندی کړی دې. په اسلامی نړۍ کی د سعودی عربستان حیثیت ښه ښکاره دې. اسلام آباد او ریاض ترمینځه اوسنی لانجه دغه حقیقت ته اشاره کوی چی دواړو هیوادونو ترمینځه ټول ښه ندي. نو پدا ډول سعودی عربستان ته د باجوا اوسنۍ لیدنه د خرابیدونکی اړیکو د ژغورلو یوه هڅه وه
Comments
Post a Comment