هندوستان ته د يو پاکستاني وزير له خوا د اټمي بريد اخطار ورکړى شو
ليکنه: د معين الدين خان
ژباړه: د رام پرکاش بونيري
په پاکستان کې يو مرکزي وزير د شيخ رشيد ځنې خبرې اکثر د دلچسپۍ وړ وي٠ دا مهال نوموړى د ريلوې وزير دى او مخکې هم وزير پاتې شوى. نوموړى مختلف ګوندونو سره په رابطه کې پاتې شوى او جنرال مشرف د خپل پوځي قوت په زور د پاکستان ولسمشر جوړ شوـ هغه وخت هم شيخ رشيد ته د ځنې وزارت منصب ورکړى شو. د نوموړي وينا ډيره مشهوره ده او نوموړى خپل بياناتو په
علت اکثر په رسنيو کې په سرټکيو کې شتون لري
البته ولې سنجيده ورځپاڼې ـ د نوموړي خبرې په سنجيدګي سره نه اخلي او کله کله داسې ښکاري چې دغه ورځپاڼې د نوموړي سره ټوٴکې ټکالې کوي. نوموړی د هندوستان خلاف دا اخطار وړ بيانات ورکولو کې تر ټولو مخکې دی. لنډه ده چې نوموړی د خپل دغو خصوصياتو لپاره پيژندل کيږي. يو څو ورځې مخکې نوموړی په څرګند تورو کې د زروي بريد اخطار ورکړو او نه يوازې اخطار ورکړو بلکه د پاکستان زروي وسلو خصوصيت يې هم بيان کړو چې د پاکستان سره کوم زروي وسلې دي هغه په ډير کم شمير کې دي لاکن د کره نوعيت نښه په ويشتلو د پآکستان مقصد پوره کولی شي. د پاکستان خبرونو يو چينل ؛سماع؛ سره په يوه مرکه کې وزير وويل که چيرې هندوستان په پاکستان باندې بريد وکړو نو دا روايتي جنګ لپاره پاکستان ځنې متبادل نه لري او دا به خونړی زروی جنګ وي او آخر به دا جنګ وشي. نوموړي د پاکستان زروي وسلو خصوصيت په بيانولو دا هم وويل چې زمونږ سره ډير کم وسلې دي او کوچني دي ليکن ډير زيات فعاله او د کاروړ دي. د نوموړي ترمخه دا وسلې تر د هندوستان آسام پورې هدف
ويشتلی شي او دا خبره هندوستان ته هم معلومه ده چې دغه زروي جنګ به آخر جنګ ثابت شي. د شيخ رشيد په ترڅ کې په پاکستان کې دا خبره مشهوره ده چې هر کله د پاکستان لوړ رتبه مامورين ځنې خبره پخپله نه کول غواړي، نو شيخ رشيد ددې کار لپاره لمسوي او رامخې ته کيدو دا خبره په ډير لوړ آواز پورته
کوي. ممکنه ده چې خلک د نوموړي بياناتو څخه خوند پورته کول غواړي.
ليکن ترڅو چې هندوستان ته د زروي وسلو اخطار معامله ده نو دا فقط د شيخ رشيد بيان پورې محدوده نده. د پاکستان يو شمير مشران اکثر د زروي وسلو اخطارونه ورکوي. د مثال په توګه پخوانۍ پوځۍ ډکټيټر جنرال مشرف څو څو ځله هندوستان ته د زروي وسلو اخطار ورکړی وو. نوموړی تر دې حده پورې ويلی وو چې مونږ زروي وسلې يا بم په شوکيس کې ايښودلو يا شبقدر په موقه د پټاخې په حيث استمالولو لپآره ندی جوړ کړی. څرګنده ده چې د نوموړي بيان څرګند مطلب دا و چې د پاکستان زروی وسلې د هندوستان خلاف استمالولو دپاره جوړکړی شوی. داسې هم تل پآکستاني حکمرانو باندې د جنګ پيريان سواره وي. پاکستان د هندوستان خلاف يو څو جنګونه کړي او دا ټول جنګونه پاکستان لخوا پيل کړي شوي. په يو جنګ کې هم هندوستان تجاوزکوونکی ندي پآتې شوی اوس په دې جنګونو کې پآکستان څه ترلاسه کړل، هغه پاکستان ته معلومه ده. جنرال مشرف پخپله په ۱۹۹۹ميلادي کال کې د کارګيل جنګ پيل کړی و. نوموړي خو خپل خيال کې د نرتوب ثبوت ورکړی و، ليکن ددې څخه نتيجه رامنځ ته شوه او د نړيوالي ټولنې لخوا پاکستان ته په څه نظر وکتلی شو. دا د چا نه پټ نه دی چې نوموړی د هغه مهال پاکستان لومړی وزير نواز شريف څخه پدې خفه و چې نواز شريف د خپل هندوستان همسيال اټل بيهاري واجپيی سره په يو کيدو، د هندوستان او پآکستان
اړيکې ښه کيدو هڅه کړې وه
د کارګيل جنګ څخه څو ورځې مخکې د هندوستان لومړی وزير اټل بيهاري واجپيی لاهور ته ورغلی و، کوم ځای چې دواړو لومړي وزيرانو د لاهور اعلاميه لاسليک کړې وه. هغه وخت په پاکستان کې دا ګنګوسي وه چې د پوځ لوی درستيز جنرال مشرف دده په علت سخت ناراضه و او د نواز شريف منسوبې يي ناکامه کولو غوښتل. د کارګيل جنګ څخه وروسته دا خبره ريښتيه ثابت شوه او آخر جنرال مشرف نواز شريف د اقتدار څخه بې برخې کړو
د ذکر وړ خبره دا ده چې د ۱۹۷۱ميلادي کال جنګ څخه پرته پاتې ټول جنګونه چې شوي وو هغه په څه نه څه توګه د کشمير سره اړه لرلو. که څه هم د کشمير الحاق د هندوستان سره شوی و، ليکن پاکستان په دايمي توګه دا مسله هرځای پورته کړه. داسې بريښی چې پدې جنګونو کې کوم ناکامی پاکستان ته ورپه غاړه شوه، د پآکستان مشران هغه نشي هيرولی. نو ددې لپاره هغوی د زروي وسلې اخطارونه
ورکوي
پخپله هم ، لومړی وزير عمران خان هم تير کال څو څو ځله د زروي جنګ امکان ذکر کړی و. د مثال په توګه په يوه موقه باندې عمران خان ويلي وو چې ګرد نړۍ ته دا خبره پوهيدل پکار دي ، هر کله چې دوه زروي وسلو هيوادونه د يوبل سره په جنګ کې ښکيل شي نو ګرد نړۍ به په څه نه څه طريقه آغيزمنه کيږي. د ۲٠۱۹ميلادي کال سپټمبر مياشت کې عمران خان دا هم ويلي وو چې ګرده نړۍ کې مسلمانانو کې زياتيدونکې بنياد پرستۍ او پدې منطقه کې زياتيدونکی تاوتريخوالی په علت د زروي جنګ خطر را پيدا شوی. څرګنده ده چې د نوموړي اشاره په کشمير وه. پدې منطقه کې څوک ترهګرۍ او وينې توييولو ته وده ورکوي، ټولې نړۍ ته معلومه ده چې پاکستان په دې کې رول لري. څو ورځې مخکې په پاکستان کې ايف اې ټي ايف سخت ګامونه خوندي ساتلو لپاره خبرتيايي خپور کړې شوې چې کوم تر لاندې حافظ سعيد، مسود اظهر او داود ابراهم پشمول ۸۸ تره ګرو او ډلو ملکيت ضبطولو او د هغوی بانک کهاتي تړلو فيصله شوې وه. عمران خان ته پکار دي چې دا خلک څوک دي او په پآکستان کې د هغوی شوغل څه دی
بې شک چې هندوستان او پاکستان دوه زروي هيوادونه دي ليکن د پآکستان په شان هندوستان يا د دنيا بل هيواد ته د زروي بم اخطار نه وړاندې کوي. د هندوستان زروي صلاحيت د سوله ناکه مقصدونو لپاره ده
Comments
Post a Comment