لومړی وزیر د یوه لوی خوب په اړه خبرې کوي
لیکونکی: کوشک رای
ژباړه: پښتو څانګه
لومړي وزیر نرندرمودي د من کې بات خپرونې له لارې اولس ته وینا وکړه، دا د لومړي وزیر اته شپیتمه راډیویي وینا وه چې د آل انډیا راډیویي شبکې لخوا خپره شوه. لومړي وزیر وویل چې د اتاماننربهار بهارت پروګرام د ځوانانو لخوا له تود هرکلي سره مخ شوی دی، هغه وویل چې دغه پروګرام سره یو ځای شوي له دریو نه دو برخه یې ښاري ځوانان دی. لومړي وزیر له هیوادوالو څخه وغوښتل چې دغو پروګرامونو سره ځان بلد کړي او اړیکې ورسره ټینګې کړي.
هغه دځینې پروګرامونو نومونه هم واخستل لکه د کوټیکي کیډس، د ماشومانو لپاره تعلمي اپ، دغه راز د پلاټ فورم او و ویبلاک لیلکولو ایپ کوکو او جنګاري اپونو د ځوانانو ترمنیځ خورا ډیر مینه وال پیدا کړي دي. له سرکار نه پوښتنه وکړه د حکومت د پروګرامونو او برابریو په اړه د سمو معلوماتو د ترلاسه کولو اپ دی.
لومړی وزیر مودي وویل چې د نن ورځې کوچني کارونه چې موږ یې پیلوو سبا ورځ په غټو شرکتونو بدلیږي او په نړۍ کې د هند په برنډ اوړي. باید له یاده ونباسو چې هغه لوی شرکتونه چې نن په نړۍ کې شته دي، ټول همداسې وو.
د کارونو پیل
ښاغلي مودي یادونه وکړه چې زده کونکي او استاداتان زموږ د اتلانو کیسې د خلکو مخې ته کدي او خوارۍ کاږي.هغوی د کرونا ناروغۍ په جریان کې په نورو نوښتونو لاس پورې کړی او دغه رخصتۍ او کرنټین یې په یو فرصت بدل کړی دی. هغه وویل چې په دې برخه کې د ښوونکو رول د پام وړ دی. لومړي وزیر وویل چې موږ به په ۲۰۲۲ کې د خپل هیواد ۷۵مه کلیزه نمانځو او دا بیخې اړینه ده چې زده کوونکي په دې خبره پوه شي چې اتلان یې څوک دي. یوازې له همدغې لارې هغوی کولای شي وپوهیږي او د خپل تاریخ په اړه معلومات ترلاسه کړي.
زموږ مبارزې
لومړي وزیر وړاندیز وکړ چې محصلینوته باید د تحقیق کولو داسې موضوع ورکړل شي چې د ازادۍ غوښتنې د مبارزو په جریان کې هغه سیمه کې چې دوی اوسیدل څه پیښ شوي دي. کیدای شي دغه ډول ازادۍ سیالي پلان کړل شي. د یوشمیر ښوونځیو زده کوونکي هم کولای شي په دغه پروګرام کې د شعر، داستا او تیایر په وړاندې کولو کې برخه واخلي او د ازادۍ د لارې د اتلانو په اړ څه وایي. هغه وویل دا زموږ د هیواد د استقلا ۷۵مه کلیزه ده.
لومړي وزیره اشاره وکړه چې دغه هڅې به یو چیرته رسیږي کومې چې موږ غواړو زموږ د اتلانو په اړه یې ولرو، هغوی چې د وطن لپاره یې ژوند وکړ، خو د خلکو له یاده وتلي دي.
لومړي وزیر د سپټمبر په ۵مه د ټولو د همغږۍ غوښتنه وکړه، هغه وویل چې د یو شان او یو لاس کارکولو لپاره باید چاپریال جوړشي او هڅه وشي.
ښاغلي مودي وویل چې د سپټمبر میاشت د اوس پوشان ماه یا د تغذې د میاشتې به توګه ښکاري. هغه وویل چې هیواد او تغذیه کول دا دواړه ډیر سره تړلي دي، هغه دغه جمله یاده کړه چې( یاتا انام تاتا منام) چې له ذهني او فکري اړخه د پراختیا له مفهوم سره تړوا ولري او پراختیا د خوراکي موادو له کارونې سره مستقیمه اړیکه لي. هغه وویل چې سالمه تغذیه او خوراک د ماشومانو د سمې ودې او مطلوب پوټانشل پیدا کولو لپاره ډیره اړینه ده. لومړي وزیر ټینګار وکړ چې ددې لپاره چې ماشوم ته سم او پر وخت خواړه ورسیږي نو پکار ده چې مورته سم خواړه ورکړل شي. هغه وویل چې تغذیه یوازې د خوراک په معنا نه ده بلکې د بدن د ضرورت وړ شیانو لکه، مالکه، ویټامینونه اوداسې نور دي،
هغه وویل چې د یوه ټولګی باید داسې بڼه ولري لکه چې هره ورځ په دقیقه توګه مانیټور کیږي. کیدای شي دا د خوراک او تغذې مانیټور وی.
هغه وویل چې باید د ښیې تغذې دودولو لپاره په میاشت کې یو ځل د ښیې تغذې یوه سیالي ترسره شي.
لومړي وزیر له خلکو وغوښتل چې د مای ګورمنمټ په پورتال کې ګډون وکړي تر څوه یې له ګټو برخمن شي. هغه په ټینګار سره وویل چې د کار په هر فصل کې دې یو ځای د یوه نندارتون په توګه پرانستل شي ترځو یې خلد د پیداوار په اړه وپوهیږي. په دغه نندارتون کې دې خوراکي توکي او میوې نندارې ته وړاندې شي.
Comments
Post a Comment