د هانګ کانګ نوی امنیتي قانون - پام بل اړخ ته د اړولو هدف
لیکنه: د سدهارتها رای
ژباړه: د پښتو څانګه
پداسې حال کې چې چینايي اشراف، په ځانګړي توګه د چین د کمیونسټ ګوند مشرتابه لوړ پوړي چارواکي له اوږدې مودې راهیسې په هانګ کانګ کې خپلي پیسي او شتمنۍ په پټولو تورن دي، چې د دوی له خاورې څخه د دوی مالي ګټې زیانمنوي، نو له همدې امله، د چینایانو نظر څخه لري ، د نیویارک ټایمز لخوا ددي پخلي وشوه
په دې وروستيو کې په نيويارک ټايمس کې د (چینایي کمیونیسټ اشرافو نوي کورونه د هانګ کانګ په برخلیک کې) ترعنوان یوه خپاره شوي راپور کې ادعا شوې چې د چين کميونيسټ ګوند لوړپوړو چارواکو خپلوان د هانګ کانګ د نړیوالې سوداګرۍ مالي لیدلوري په کارولو سره لویې شتمنۍ راټولې کړي. په دغه راپور کې د چین کمیونسټ ګوند له څلورو لوړپوړو چارواکو څخه د دریو تنو پانګونه یې د هانګ کانګ په لګژري رییل سټیټ/ املاکو کې ۵۱ میلیونه ډالره ښودل شوې
پوهان په دې اند دي چې په هانګ کانګ کې د چین نوي تپل شوي قانون چي سختۍ سره عملي شوي ، نه یواځې دا چې سیاسي اهداف لري بلکې نور هم ډير څه پکي ليدل کيږي . پوهان وایي چې په مالي معاملو او جایدادونو په تړاو دا قانون قانون له کمیونسټ اشرافو سره په پیچلې توګه تړلی دی
د نيو يارک ټايمس د راپور پر بنسټ دا قانون د ګوند د لوړپوړو چارواکو کورنۍ خوندي کوي چې له امله یې هاغه لاریونونه ودرول شي چي اقتصاد يي تباه کړي او یا هم دوي يي خطر سره مخامخ کړي چي خپلي سوداګرۍ له دغه سیمې څخه وتړي
د دې نه علاوه ، د امریکا تر قیادت لاندې د نړیوالو بندیزونو حکمراني، چې په هانګ کانګ کې بنسټیزې خپلواکۍ په بشپړ ډول پایمال کوونکي نوي امنیتي قانون پر وړاندې د چین پر خلاف کوم اقدامات کوي، د چين کميونيست ګوند د رهبرانو سوداګریزو ګټو ته هم ګواښ دی او هغه ځکه چې ممکن هانګ کانګ خپل نړیوال مالي وضعیت له لاسه ورکړي.
نو له همدې امله، شونې ده چې د یادو بندیزونو پر وړاندې د چین دولت ځیرک غبرګونونه وړاندي شي چې ډیری وخت د ډیپلوماټیکو وړاندیزونو په پرتله له شخصي بعدونو څخه برخمن وي. د نيويارک ټايمس راپور له مخې په هانګ کانګ کې د چین یو پوهنتون د چیننایي مطالعاتو متخصص ویلي لام په حواله لیکلي دي چې، په چین کې د ریډ/ سور اشرافیت غړو یانې شاهزادګانو په هانګ کانګ کې لويې مالي پانګونې کړې دي. که چیرې هانګ کانګ ناڅاپه خپل مالي وضعیت له لاسه ورکړي، نو دوی به بیا ونشي کولی چې خپلې پیسې هلته وساتي.
په ورته وخت کې، د نيويارک ټايمس څېړنو ښودلې چې، د چين کميونيسټ ګوند دریمه شمېره لوړپوړي چارواکي لي کیانکسین لور، لي ژانسو په هانګ کانګ کې ژورې مالي ریښې لري او د ساحل په غاړه د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د یو څلور منزله کور خاونده ده. همدا راز، ژانسو تش په نامه د چین پارلمان مشره هم ده او د نوي امنیتی قانون په چټک تصویب، او په هانګ کانګ کې د جمهوریت مخالف هر ډول اختلاف د لمنځه وړلو په برخه کې یې هم زمینه برابره کړي
په همدې وروستیو کې، د هانګ کانګ رسنیو مشر او د جمهوریت د غوښتنې فعال غړي جیمي لایي چې د ایپل په نامه روزنيزي ورځپاني مشر هم دی، په غیر قانوني توګه ونیول شو او دوسیه یې هم د پولیسو لخوا د هانګ کانګ د نوي قانون په رڼا کې په غیر قانوني توګه درج کړی شوه
د نيو يارک ټايمس پر وينا ، د چین ولسمشر شي جینپینګ مشرې خور کي کیاوکیاو هم په ۱۹۹۱ م کال کې په هانګ کانګ کې د جایدادونو اخیستل پیل کړي وو، چې د هانګ کانګ جایدادونو له ریکارډ څخه ثابته شوې. د هغې لور، ژانګ ینان، په ریپولزبای کې یوه ویلا لري، چې په ۲۰۰۹م کال کې یې په ۱۹٫۳ میلیونه ډالرو پیرلې وه، او لږ تر لږه پنځه نورې ودانۍ هم لري چې د ښار د ځمکو او کمپنیانو په ریکارډ کې شاملې دي.
برسیره پر دې، د نيويارک ټايمس یو څېړونکي لیکوال مایک فورسیټ د جینپینګ اقوامو مالي معاملات هم له کیانسین سره تړلي وبلل. مقالې پورې اړوند په یو شمیر ټیوټرونو کې فوریسټ دعوای کړې چې، لي کیانکسین د ژانکفو لور، په ۳۷ کلنۍ کې د چین بیارغونې نړیوال بانک مشرۍ ته لاړه، چې د نړۍ د پانګونو تر ټولو لویو بانکونو څخه د یوه مټ او په دولتي ملکیت کې شامل وو. د دوی سهام د کانګهای په نوم یوې بلې کمپنۍ پېرلي وو. واک ته له رسېدو وروسته، جین پینګ د چين کميونيست ګوند د لوړپوړو امنیتي مشر چاو یونګ کنګ له لورې د اختلاس پر وړاندې د صلیبي جګړې مشري کړې وه.
حیرانوونکې خو دا ده چې په ۲۰۱۳م کال کې، د ۲۰۱۷ م کال د مقالې پر وینا د جینپینګ خپلوانو له سي سي بي آی سره خپلې سوداګریزې اړیکې پرې کړې.
د نيويارک ټايمس څېړنو، د نیکساس لی- کي سربیره د وانګ یانګ لور، وانګ شیشا هم افشا کړې چې د چين په کميونيسټ ګوند کې څلورمه شمیره غړی دی، شیشا په ۲۰۱۰م کال کې د دوه میلیونه ډالرو په ارزښت په هانګ کانګ کې یو کور اخیستی وو
Comments
Post a Comment