پښتون لږه کۍ او د بابړې د قتل عام زړه دردونکي یادونه

لیکنه: انتخاب عالم

ژباړه: عبدلقديم وياړ

دا وخت د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ یعنې پي ټي ايم باندې په زور راوستلو او ځپلو بوخت دی ، مګر دا د پښتون اقلیت نوې او جلا کیسه ده او تاریخ یې هم نوی دی. د وزیرستان قبایلي سیمې کې کله چې د پاکستان پوځ بریدونه ترسره کړل او کله چې د ضرب غضب عملیات پیل شول نو د سیمې لویه برخه اوسیدونکي د خپلو سیمو پریښودو ته اړل شول او نورو سیمو کې یې پناه واخیسته. تر دې دمخه د افغانستان څخه ډیری پښتانه د شرایطو له امله دې قبایلي سیمو ته راغلي وو. ځکه چې د پاکستان او افغانستان پولې دلته سره نښتې دي ، نو کله چې متحده ایالاتو د طالبانو پروړاندې جګړه پیل کړه ، د ترهګرو یوه لویه ډله دلته راغله او پناه یې واخسته او له دې ځایه یې خپل فعالیتونه جاري ساتل. بیا دلته د پاکستان خپل طالبان رامنځته شول چې د تحریک طالبان پاکستان په نامه وپیژندل شول. کله چې دوی پخپله د پاکستان په ګټو او د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه پیل کړل، د پاکستان پوځ د هغوی پر ضد ضرب غضب عملیات پیل کړل. د ضرب غضب عملیاتو په لړ کې څومره ترهګر وژل شوي یا تر کومې کچې له سیمې څخه ترهګري له منځه وړل شوې یوازې د پاکستان پوځ ته معلومه ده خو تر ټولو زیات زیان یې ځایي خلکوته اوښتی دی. هغوی کله د ترهګرو لخوا او کله هم د پاکستان د پوځ او حکومت لخوا په نښه شوی دی.

تر هغه ځایه چې په پښتون لږکي پورې تړاو لري، دوی په پاکستان کې کوم کړاونه ندی لیدلي. د پاکستان په رامنځته کیدو سره، ددوی د کړاو نوې کیسه پیل شوه. د اګست په ۱۲ مه په بابړه کې د پښتون نسل قتل عام یاد پیښ شو ، په دغه ورځ ۱۹۴۸ کال کې په بابړه سیمه کې ۳۶۰ پښتانه ووژل شول. دا د یاد کال د اګست ۱۲مه وه، کله چې د پاکستان نوي رامنځته شوي حکومت څرګنده کړه چې که کومه ډله یا څوک د خپل توکمیز هویت په اساس د دغه نوي حکومت له قانون یا حکم سره مخالفت وکړي نو د داسې وحشت او وینو بهولو له لارې به وځپل شي

داګست ۱۲مه ددغې خونړۍ پیښې کلیزه وه. دا څرګنده ده چې دغه نوی هیواد چې د پاکستان په نوم له انګریزي ښکیلاک وروسته رامینځته شوی، هماغې ذهنیت او تګلارې سره راپورته شوی دی او کله چې د قومي لږکیو پوښتنه راپورته کیږي نو کیسه به یې همداسي خونړۍ وي. محمد علي جناح شاید پوهیدو چې د مختلفو مذهبونو او لږکیو خلک کولی شي په پاکستان کې خپل شناخت وساتي ، مګر په حقیقت کې کلتوري او ژبني توپیرونه د دې هیواد لپاره د حرامې ونې په توګه دي. د پښتنو سیاسي شعور له دې غميزې سره تړلی دی. په حقیقت کې دا اصلي ټکی دی چې شاوخوا یې پښتانه د پاکستان په دولت کې د دوی د رول په لټه کې کړي دي. د پاکستان نوي ریاست د ۱۹۴۸کال د اګست په ۱۲مه په بابړه کې د کوچنيو ماشومانو په ګډون ۶۳۰تنه په ډزو ویشتل او ویې وژل. هغه ورځ پښتنو ته یادونه کوي چې دوی له پاکستان څخه څه تمه کولی شي او قیمت به یې څه وي. هغه څوک چې وژل شوي د انګریزانو یا غیر مسلمانانو لخوا نه دي وژل شوي، بلکې د هغو کسانو لخوا وژل شوي چا چې د مسلمانانو او د هغوی د ساتنې په نوم یو هیواد تاسیس کړی. یو بل شی چې تل به یې د دې تراژیدۍ په تړاو یاد وساتي دا دی چې د وژل شویو کسانو د وینې پور هم د قربانیانو له وارثانو څخه ترلاسه شوی.هو د پښتون ژغورنې غورځنګ خداي خدمتګار تحریک ۵۰زره روپۍ جریمانه شو چې هر ټپي شوي کس ته باید ۵۰ روپۍ جریمانه ورکړل شي. د هر قرباني له ورثه څخه سل روپۍ راټولې شوې د دې له امله ، خلکو پنځه کسه په یوه قبر کې ښخ کړل چې یوازې د یو کس جریمانه ورکړي. خلکو ټپیان له جریمې څخه د ژغورل کیدو په خاطر روغتون ته نه وړل. د خدايي خدمتګار غورځنګ ټول مشرانو د قانون له ۱۴۴ مې مادې څخه د سرغړونې په جرم جیل ته یوړل شول.

د دوی ترمینځ سرحدي ګاندي خان عبدالغفار خان هم شامل و، چې پښتانه یې د باچا خان په نوم پیژني. فکر وکړئ چې په پاکستان کې د سرحد د ګاندي په نامه د مشهور کس خان عبدالغفار خان په څیر د ازادۍ یو مجاهد سره څه پیښ شوي. جوته ده چې هغه د پاکستان د ایډیالوژۍ خلاف و خو ایا هغه ددې چلند مستحق و.

د خدايي خدمتګار مشران په یوه جومات کې په جوړه شوې جرګه کې د ګډون لپاره په لاره وو چې په دې وخت کې، د بابړې په یوه سیمه کې له پولیسو سره مخ شول، د عبدالرووف سرحدي په مشرۍ بې وسلې رضاکاران هم د مشرانو د ساتنې لپاره له هغوی سره وو. هغه د کمیسار له مرستیال څخه وغوښتل چې لاریون ته اجازه ورکړي ځکه چې دا یو سوله ایز لاریون دی چې د بریټانۍ د وخت د قانون خلاف دی خو ویې نه منله او د بابړې تراژیدي رامنځته شوه

که پاکستان وغواړي چې هلته دیموکراسي وده وکړي او دغه هیواد کې پښتانه خپل ځان ووینې، نو دا یوازې د بابړې د قتل عام په اړه د بخښنې له غوښتلو وروسته کیدی شي او دا په حقیقت کې کومه ناسمه غوښتنه هم نده

Comments