د افغانستان د بیا ودانولو په بهیر کی د هند مهم رول
لیکنه: د ډاکټر سمیتا
ژباړه: د ممتازولی
په دوحه کی د افغان طالبانو د سیاسی دفتر مشر ملا عبدالغنی برادر په ګډون یو لوړی کچی پلاوې پدی اونۍ کی پاکستان ته رسیدلی و چی د پاکستان مشرتابه سره د افغانستان د سولی په بهیرکی مخ په وړاندی په لارو چارو خبری اتری وکړی . دا ئې په تیرو لسو میاشتو کی پاکستان ته د ملا برادر دویمه لیدنه وه . نوموړی د ۲۰۱۹میلادی کال د اکتوبر په میاشت کی هم اسلام آباد ته مسافرت ترسره کړی و کله چی دهغی سمدستی وروسته ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ناڅاپي ډول له طالبانو سره د سولې خبرې بندې کړې او په افغانستان کې د امریکا تر مشرۍ بهرنیو ځواکونو پروړاندې د وسله والو ډلو پرله پسې بریدونو حواله ورکړې وه . په اسلام آباد کی په خبرو اترو کی د پاکستان داخلی استخباراتی خدماتو ( آئي ایس آئي) مشر ډګرمن جنرال فائض حمید هم ګډون کړې و . دغه جاسوسی اداره د ۱۹۸۰م لسیزو په کلونو کی په افغانستان کی د پخوانی شوروی اتحاد اشغال راهیسی د افغانستان وسله وال ډلو او بیا په ځانګړی توګه له طالبانو سره د خپل ښوونی او روزنی ورسره نږدی اړیکو له امله پیژندل کیږی . داسی یقین لر لې شی چی د پاکستان جاسوسی ایجنسی په طالبانو خپله اغیزه کارولې وه چی هغوئي د خبرو اترو میز ته راولی او بالاآخره امریکی سره د فروری په میاشت کی تړون لاسلیک کړی و
طالبانو وئیلی و چی هغه د افغانانو خپلمنځی خبرو اترو څخه د مخه د اشرف غنی حکومت مشروع په توګه نه منی . طالبانو وئیلي چې دوی د افغانستان حکومت ته د "لویدیځ وارد شوي جوړښت" په توګه ګوري چې د امریکایی اشغال د دوام لپاره کار کوي . په ځانګړی ډول د طالبانو او پاکستان ترمینځ خبرې اترې وروسته له هغه ترسره شوې کله چې اسلام آباد د افغانستان ترهګره ډلې ۸۸ افراد او ډلې په لیست کې راوستی ، څوک چې د تروریستي فعالیتونو ته ملاتړ ، مرسته ، کومک، لمسونه او مالی مرسته برابروی . دائې ښکاره حقیقت دی چی پاکستان له لرې واټن څخه طالبان کنټرولوي . دا لیدل به په زړه پوری وي چی پاکستان له طالبانو سره خپل اړیکی څنګه په مخه بیائي د چا چی اسلام آباد پخپله مخه نیولی ده
هند او افغانستان په تاریخی فرهنګی اړیکو په بنیاد ټینګی اړیکی لری . هند د افغانستان د بیا ودانولو او د بیا په میشت کولوکی یو مهم رول ترسره کړیدی . نوې ډیلی باور لري چی داخبره یقینی کولو لپاره دیموکراسی او وده مهم آلی دی چی افغانستان سیمه ایزثبات لپاره یوه سرچینه جوړه شی . د ۲۰۱۱میلادی کال د اکتوبر په میاشت کی هند ته د افغانستان د هغه وخت ولسمشر حامد کرزی لیدنی په دوران افغانستان او هند ترمینځه لاسلیک شوی په ستراتیژک انډیوالۍ په تړون کی څرګند شوی و . کوم چی دواړو هیوادونو ترمینځه ټینګ، محرک او ګڼ اړخیز اړیکی ځواکمن کړی و او په عین وخت کې د دواړو هیوادونو ترمینځ په بیلا بیلو ډګرونو کې د همکارۍ لپاره یوکاریز چوکاټ ته رسمي بڼه ور کړله په کوم کی چی سیاسی او امنیتی همکاری ، تجارت او اقتصادی همکاری ، دظرفیت وده او زده کړه او ټولنیز، فرهنګی ، ملکی ټولنه او د خلکو په مینځ کی اړیکی شاملی دي. دا تړون د امینت او د حکومت انتقال پدی مهم مودی په دوران په افغانستان کی سولی ، ثبات او خوشحالۍ لپاره زموږ تل پاتې ژمنتیا ته یوه ټینګه اشاره ده
هند ۲۰۰۳میلادی کال راهیسی د افغانستان د بیا په ودانولو کی ښکیل پاتی شوې. تراوسه هند د سړکونو ، ښوونځیو ، روغتونونو او نورو جوړښتونو په شان د زیربناو په جوړولو کی څه له پاسه ۲بلیون ډالروپانګه اچولی ده . نوي ډیلي په افغانستان کې ترټولو لوی بند هم جوړ کړی ، چی په هری سیند د هند – افغانستان د ملګرتیا بند (پخوانۍ) سلما بند دې. دا د لومړي وزیر نریندرا مودي او ولسمشر محمد اشرف غني لخوا په ګډه پرانستل شوې . د بند اوبوبریښنکوټ ۴۲میګاواټ بریښنا تولیدوی سربیره پردی ۷۵زره هیکټره کرهڼیزه زمکه خړوبوی .هند د افغانستان زده کړی او د هنرمندۍ پرمختیائي په فعالیتونوکی هم ښکیل پاتی شوی
هند په افغانستان کی په تحولاتو له نزدی نظر ساتلی دی . سره لدی چی په بیړنۍ د ځنی ډول تړون په باب شکمن دی خو بیاهم نوې ډیلې امریکی او طالبانو ترمینځ د تړون هرکلی کړیدی . نوې ډیلې د غنی حکومت ته ملاتړ برابر کړې او دا غواړی چی طالبان په افغانستان کی دیمواکراتیک سیاسی جوړښتونه و منی . د روان وبا په دوران هند افغانستان ته په دوامداره طبی کومک او خوراکی شیان برابروی . او د افغانستان عمومی خلکو د مرستی کولو خپل پالیسی تعقیبوی
کله چی نړۍ کوویډ ۱۹ وبا سره په چلند کولو کی بوخت دې نو افغانستان وبا او بی ثباته سولی بهیر دواړو سره مبارزه کوی . کله چی یوشمیرافغانان د سولی هڅه له طالبانو سره د لسیزو جنګ پائ ته رسیدو ترټولوښه هیلې په توګه وینی خو دا کتل پاتی دی چی اورپکې ډلې به په ځانګړي توګه د متحده ایالاتو سرتیرو له وتلو وروسته پخلاینې ته څومره ژمن وي .
Comments
Post a Comment