له سعودی عربستان سره اړیکو د ښه کولولپاره د پاکستان هڅه
لیکنه : معین الدین خان
ژباړه : د ممتازولی
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی په جوش کی راتلو سره سعودی عربستان ته دا ننګونه خو وړاندی کړی وه که داسلامی سازمان کانفران د کشمیر په سوال د بهرنیو چارو وزیرانو کانفرانس جوړ نکړو نو هغوئي به مجبوره شی چی د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ترمشرۍ د اسلامی هیوادونو یو بيل کانفرانس دجوړولو لپاره ګام پورته کړي. دا خبره درسته ده چی سعودی عربستان او پاکستان په دودیز توګه دوست او اتحادی هیوادونه پاتی شویدی . پاکستان چی هر کله ځنی ستونزی سره مخ شوی نو سعودی عربستان د پاکستان هرامکانی کومک وکړ و . د بیلګی په توګه د واک ئې ترلاسه کولو وروسته کله چی عمران خان دا خبره احساسه کړه چی پاکستان د ډیرزیات اقتصادی بحران ښکار دې او دا چی د بهرنی پورونو تادیات کولو یوه ډیره لویه مسئله ده نو نوموړی یو شمیر راز راز ګامونو سره سره د سعودی عربستان هم ځانګړی دوری وکړلې او یوه لویه سرمایه د پور په شکل ترلاسه کولو کی بریا ترلاسه کړله . د پورونو د بیرته تادیات کولو شرائیط هم ډیر نرم و
سربیره پردی د تیلو بیعه په تادیه کولو په معاملی کی هم په کافی اندازه د رعایت ورکولو اعلان کړی شوی و . څرګنده ده چیرته اړیکی دومره ښه وي نوهغلته پدی خبره هم نظر ساتل وي چی دنورو هم ځنی ګټې وي او دغو هیوادونو اړیکی د دریم ګړي هیواد یا هیوادونو سره کیدی شی نو ځکه ځنی داسی موقف غوره نکړی شی کوم چی دوست هیواد لپاره د منلو وړ نه وي . لاکن نړیوال اړیکو په حواله د پاکستان باوا آدم یعنی کړن لاره عجبه ده . هرکله چی د هند سوال راځی نو پاکستان خپل دوست هیوادونو څخه هم دا هیله لری چی هغه په هرحال کی د پاکستان موقف ته ملاتړ برابرکړی . پاکستان په اصل کی پدی خبره قهریدو چی تیر کال د اګست په میاشت کی په کشمیر کی په اداریز کچه ځنی تبدیلۍ کړی شوې وې کوم چی په څرګند ډول په بشپړه د هند کورنی معامله وه خو پاکستان دا هیله لرله چی هم د هغی خوښی په سمون اسلامی کانفراس سازمان یعنی ( او آئي سی ) په اضطراری توګه یوه ناسته رابللې وائې او په هغی کی د هند په پالیسیو غندنه کیدله او د هند پروړاندی پریکړه منظوره کړې شوې وائ لاکن داسی و نشو نو ځکه د پریشانۍ په عالم کی د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی یوه داسی خبره وکړله کوم چی څرګنده ده کوم چی سعودی عربستان ته خوښ نشو .سعودی عربستان یا نور هیوادونه د پاکستان دوست او اتحادی خو کیدیشی لاکن داسی خو نشی کیدلی چی هغوئي هره پریکړه د پاکستان خوښی په سمون وکړي. نوپدا ډول د کشمیر په تړاو د پاکستان دغه موقف په ترڅ کی اسلامی کانفرانس خاموشه پاتی شو .د شاه محمود یادی بیان یوه معنا دا هم وه چی که او آئي سی په پلیټ فارم د هغی موقف ته ملاتړ او تائيد برابرنکړی شو نو هغه به د اسلامی هیوادونو یا مسلمانانو اکثریت لرونکی هیوادونو یو متوازن سازمان ودرولې شی . د پاکستان ځنو شنونکو په هغه وخت هم اندیښنا څرګنده کړې وه چی شاه محمود قریشی بیان د سعودی عربستان د خپه کیدو لامل کیدی شی . د ځنو شنونکو دا هم وئیلی و چی پاکستان ته د سعودی عربستان خپګان ډیر ګران ثابت کیدیشی
نو ځکه ډیر امکان لری چی د پاکستان حکومت زرترزره د هغی خپګان لری کولو په خاطر خپل ځنی پلاوی ریاض ته ولیږی یا لومړی وزیرپخپله هغلته لاړشی او د سعودی واکداران د رضا کولو هڅه وکړي. دا خیال کول څه غلط نه و . د پاکستان د پوځ لوئ درستیز جنرال قمرجاوید باجوا په اوسنیو تیرو ورځو کی د خلیج هیوادونو لیدنه ترسره کړی وه . څرګنده ده چی د نوموړی لومړنی هدف سعودی عربستان سره د اړیکو د ښه کولو یا په نورو تورو کی هغه رضا کولو و . باجوا د خلیج هیوادونو دوره هم له سعودی عربستان څخه پیل کړله لاکن ولیعهد محمد بن سلمان نوموړی ته د لیدو وخت ورنکړو. که څه هم په عمومی ډول داسی نه کیدو چی د پاکستان د پوځ لوئ درستیز ریاض ته لاړ شی او له هغه سره د لیدو وخت د هغی ځای واکداران ورنکړي .په هرصورت که محمد بن سلمان خو جنرال باجوا ته وختی ورنکړو لاکن باجوا ته د نوموړی ۲۴ کلن کشر ورور د دفاع معاون وزیر شیخ خالد بن سلمان او د سعودی عربستان د پوخ لوئ مشر لوئ جنرال فیاض ال رویلی سره د لیده په کولو رضا شو. په اصل کی شاه محمود قریشی دا غوښتو چی اسلامی کانفرانس سازمان په کوم چی ټولو نه زیاته اغیزه د سعودی عربستان دې هغه د کشمیر په سوال د مشرتابه دنده ترسره کړی خو د نوموړی دغه بیان سره سعودی عربستان دومره زیان خپه شو چی هغی د خپل پور دبیرته تادیه کولو غوښتنه وکړله او د تیلو برابرولو په معاملی کی هم د بندیز لګولو خبره وکړله . په ریاض کی د خپل تم په دوران جنرال باجوا دسعودی عرب کومو واکدارانو سره خبری وکړلی د هغوئي مخی ته نوموړی دا پیشنهاد وړاندی کړو چی د کشمیرپه ترڅ کی یو رابطی ډلی ناسته راوبللی شی . د نوموړی د پیشنهاد په سمون دا ناسته په هغه وخت راوبللی شی کله چی د ملګرو ملتونو د اسمبلۍ ناستی په موقع ټول هیوادونه راغونډ شی . د جنرال باجوا پیشنهاد په سمون دا ناسته د ترکئ ترمشرۍ جوړ کړی شی . لاکن تراوسه پوری د دی خبری اندازه نده شوی چی آیا سعودی عربستان داسی ځنی ناستی لپاره چمتو به شی او کنه . د سرچینو دا هم وینا ده چی که پاکستان د سعودی عربستان احساسات درک نکړل نو کیدی شی چی د ګوادر په بندر ډیره لویه سرمایه د مصرف کولو هغه پلان جوړ کړی و هغه رد کړی او کیدی شی چی د هغی وروسته پاکستان سره د دی سربیره بل متبادل پاتی نشی چی د هغی پلوی ترکئ خوا ته نور زیات شی یعنی اوس وضیعت داسی کیدو ته ده چی پاکستان او دخلیج هیوادونوترمینځه لری والی زیات شی د کوم مشری متحده عربی امارات کوی . د پاکستان لومړی وزیرعمران خان دا هم وئیلی دی چی پاکستان د اسرائیلو شتون و نه منی ترکومی چی د فلسطین مسئله حل نشی . د دی له کبله پاکستان او خلیج هیوادونو ترمینځه په راتلونکی ورځو کی نور زیات درز رامینځ ته کیدی شی ځکه چی د اسرائیلو په ترڅ کی دغو هیوادونو په موقف کی په واضحه ډول تبدیلی ښکاری . په اصل کی د پاکستان د بهرنی پالیسۍ ټولو نه لوئ نیمګړتیا هم دا ده چی هغه په نړیوال اړیکو کی کیدونکی تبدیلۍ په محسوس کولوکی اکثره ډډه کوی او هریو شئ د هند او پاکستان تنازعی او اختلاف په نظرد کتلو عدت جوړ شوې .
Comments
Post a Comment