د عمران خان حکومت په راتلونکی باندی پوښتنې
لیکنه: د حسین زامن
ژباړه : د ممتازولی
تیرو یو څو ورځو راهیسی له پاکستان څخه دا اشاری ترلاسه کیږی چی د هیواد ولس له شتون حکومت څخه بی زړه شویدې . د هغوئي ټول هغه خوبونه دړی وړی شوی کوم چی هغوئي د عمران خان حکومت د جوړیدو وروسته لیدلی و . د نوی پاکستان خوب د کوم چی عمران خان لوز برابرکړی و پوره نشو . نوی پاکستان خو څه اوس خو زوړ پاکستان زوړ هم پاتی نشو څنګه چی هغه د تیرو حکومتونو په دور کی و . هری خوا بس نا آرامی او بد نظمی ده او بیا مذهبی بنیاد ګیری خو ډیره زیاته شوی . هغه خو د پاکستان په ټولنی کی دومره زیات نغتی دی چی د هغی پرضد د چا غږ کولو جرآت هم نشته . اوس خو سیاست مداران هم داسی خبری کوی لکه داسی بریښی چی د ځنی مدرسی مولوی خبری کوی . دا خو په خپل ځای ده که په اقتصادی وضیعت نظر وکړی شی نو هغه دومره بد حاله شوی چی هډو تپوس ونکړۍ. لدغه وضیعت څخه په پریشانه کیدو نه یواځی د هغی ځای خلک بلکی ځانګړی خلک هم له عمران خان حکومت څخه نجات غواړی لاکن پیاوړی قلمرو اندیښنا لری چی که د عمران خان حکومت له مینځه یوړلی شو نو کیدیشی عمران خان خپل غبرږون و ښائي او د پښتنو سیمو خلکو سره په ملګرتیا د مخه نیولو او مقاومت غږ پورته کړي. هم دا اندیښنا ده چی تراوسه پوری د عمران خان حکومت تراوسه شتون لري. خو دا ګڼل چی عمران خان سره پښتانه ودریږی بی لاری کونکی خبره ده
د هرځنی سیاسی ګوند ټولو نه لویه شتمنی د هغی کارکونکی وي خو د تآسف وړ خبره دا ده چی عمران خان په تیرو ۲ کلونو کی هغه ټول څه وکړل کوم چی د نوموړی کارکونکو فکر پرضد و . اوس د هغه د ګوند مبارزین او کارکونکی بی زړه شویدی . په هغوئي نه خو د فساد شعار کارګر دی ، نه مذهبی کارت په هغوئي ځنی اغیزه کوی او نه د هیواد په ارت بیرت کی د بدلون شعار انګازه دې . د تحریک انصاف ګوند په کورکونکو مایوسی خپره ده . د پی ټی آئي دا کارکونکی یو وار خو دوکه خوړلی شی خو بل وارهغوئي ته د نوې پاکستان دوکه نشی ورکولی کیدی . باید چی دا خبره یاد ولرلی شی که کارکونکی او دګوند مبارزین نه وی نو مشرتابه ټوقه جوړه شی
عمران خان د خپل ټول مخلص ملګری او د پی ټی آئي اصل مشرتابه له ځانه لری کړیدی . اوس که نوموړی سره پاتی شوی نو شیخ رشید احمد په شان کسان څوک چی د رالوائ منصب پرغاړه لرلو سره پدی خبره نه پوهیږی چی یو وزیرته مسئول بیان ورکول وی ، د نوموړی خو دا حال دی هرکله چی و ګورۍ نو هیڅ بیسا څه نه څه بیان ورکړی . دغه په اوسنیو تیرو ورځو کی نوموړی وویل چی پاکستان خپل ایټمی وسلی په کارولو له هند سره حتمی جنګ وکړی . ښائي چی نوموړی دا ندی معلوم چی پاکستان څخه ډیر پخوا هندوستان ایټمی وسلی ترلاسه کړی وې. دا خبره جوته ده چی پښتانه په دوستۍ او دښمنۍ کی ډیر کره خلک دي. هغوئي د ځان سره احسان کونکی ترتله یاد ساتی او دوکه ورکونکی هم هیڅ کله نه هیروی . خو عمران خان چی د پښتون مقاومت سره چی څه کړی او هغوئي ته کومه دوکه ورکړی د هغی وروسته د خیبرپښتون خوا وزیران په خپلو سیمو کی نشی داخیلیدی نو دا هیله لرل چی هغوئي به یو ځلی بیا عمران خان سره ودریږی بیله حماقت نور څه نشته
د خلکو خیال دی چی دا وخت هیواد اقتصادی بحران څخه تیریږی او زیرمه تون تش دی . نو ځکه هیواد د نوې ټاکنو پیټی نشی زغملی. نو ځکه د ټاکنو په ترسره کیدو هم د عمران خان حکومت نشی لری کیدی . خو دا خبره صحیح نده .
نن سبا د پاکستان ماحول داسی دی چی هیڅ څوک هم په برلا خبره نشی کولی . لیکونکی نیمګړي خبرو او د علامو آسرا په لرلو خپل فکر وړاندی کوی . د پاکستان ولس خیال لری چی د عمران خان حکومت په تیرو ۲ کلونو کی چی څه کړیدی له هغی څخه داسی نه ښکاری چی بیا قدرت ترلاسه کړی شی . که هغه پاتی موده هم پوره کړي نو پوه شۍ چی دا به یوه معجزه وي
Comments
Post a Comment