د امریکی ځواکونو وتلو وروسته د افغانستان ولس ته دهرځنی پائیلې ته د چمتو کیدو سلا
لیکنه : د معین الدین خان
ژباړه : د ممتاز ولی
څو ورځی د مخه د امریکی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل ټویټ پاڼی کی وویل چی د دی خبری لوز شته چی تر د کرسمس یا ترزیاته د سږ کال ترآخره د امریکی ځواکونه به له افغانستان څخه بیرته راشی . د دی معنا دا شوله چی هم امکانی او ټاکلی وخت څخه د مخه د امریکی ځواکونه به له افغانستان څخه و وځی خو د ولسمشر ټرمپ په ټویټ کی دا خبره نوه پرګوته کړی شوی چی آیا طالبانو په خپل لوز د عمل کولو یقین برابرکړی او کنه ؟ باید چی دا خبره یاد ولرلی شی چی د امریکی ځواکونو راوتو سره دا شرط هم تړلی و چی طالبان به د دی خبری یقین برابرکړی چی هرځنی ترهګر ډلی څخه د امریکی په ځواکونو برید ونشی . په هرصورت طالبانو د ولسمشر ټرمپ د دغه ټویټ هرکلی کړیدی. ولسمشرټرمپ د فوکس بزنس چینل ته د دغه ټویټ په ترڅ کی د یوې پوښتنی کولوپه ځواب کی دا هم وویل چی په افغانستان کی زمونږ څلورزره پوځیان پاتی دي او سږ کال ترآخره مونږ هغه ټول بیرته کور ته راو بلو . خو د نوموړی د ملی امنیتی سلاکار رابرټ سي اوبرین بیان پدی ترڅ کی یوڅه جلا دې. نوموړی د ولسمشر ټرمپ ټویټ څخه د مخه په لاس اینجلس کی وئیلی و چی دا وخت په افغانستان کی له پنځو زرو نه یو څه لږ امریکی پوځیان شتون لری او دا شمیر هم د راتلونکی کال تر پئیله کابو ۲۵۰۰ ته پاتی شی . باید چی دا خبره پام کی ولرلی شی چی امریکی او طالبانو ترمینځه هم سږ کال فروری په میاشت کی د امریکی ځواکونو د بیرته تلو په ترڅ کی یوه هوکړه لاسلیک شوې وه اوس نولس کاله مودی وروسته له افغانستان څخه د امریکی ځواکونه به په بشپړه و وځی خو پدی شرط چی طالبان په خپل هغه لوز عمل وکړی چی هغه به ترهګرډلو ته مخامخ شی اوداسی اوضاع رامینځ ته کیدو اجازه ورنکړی چی د امریکی پوځونو ته د ځنی ترهګر ډلی د لاسه زیان ورسی
د ولسمشرټرمپ په ټویټ خپل غبرږون په څرګندولو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویلی د ټرمپ بیان یو مثبت بیان دی او د دی له کبله د طالبانو او امریکی ترمینځه کیدونکی د سولی پرتړون په لاښه ډول عمل وکړی شی . د ولسمشر ټویټ چیرته چی طالبانو هرکلی کړی او خوشحالی څرګنده کړې هم هغلته د افغانستان په ډیر لوئ حلقې کی حیرانی څرګنده کړی شویده
د افغانستان حکومت سمدستی ځنی غبرږون ندی وړاندی کړی خو په هر صورت د هغی لپاره هم دا وضیعت سمدستی مخی ته راغلی کله چی د امریکی د دفاع وزارت هم تراوسه ځنی څیړنه نده کړې. بلی خوا د ولسمشر ټویټ مخی ته راتلو سره د ناټو عمومی منشی جېنس سټولټین برګ د اتحادی ځواکونو موقف په تکرارولو دا بیان ورکړې چی له پیل راهسی ترآخره زمونږ دا موقف پاتی شوی چی په افغانستان کی زمونږ هدف هم دا پاتی شوی چی څنګه په افغانستان کی اوضاع ښه شی زمونږ هدف او مشن به هم بشپړ شی . مونږه هم په ګډه په افغانستان کی د ورداخلیدو او په ګډه د مستقبل لاره د ټاکلو پریکړه کړی وه . معنا دا چی زمونږه ټاکلی موقف دا و چی په افغانستان کی څنګه اوضاع عادی شی مونږ به په یوځای له افغانستان څخه بیرته راشو
دا خبرې د ناټو عمومی منشی سټولټین برګ په یواخباری کانفرانس کی څرګندې کړلی. د نوموړی ترمخی د ناټوځواکونه د ستمبرپه ۱۱مه نیټه ترهګریزبرید وروسته د امریکی ترمشرۍ په افغانستان کی ورداخل شوی و . په هرصورت د ناټوعمومی منشی ځنی داسی اشاره خو نده کړی چی د ولسمشر د ټویټ په حقله نوموړی ته له مخکی څخه څه معلومات نه و خو د نوموړی لدی خبری څخه چی اتحادیان به دغه مشن په اړه اوس په خپلو کی سلا مشوری وکړی دا انګیره ضرورشویده چی هغوئي له مخکی څخه د ولسمشر دټویټ په باب ځنی اندازه نه لرله . لدغو خبرو له کبله وضیعت څه عجبه شویدی . اوس هم د طالبانو بریدونه دوام لری
د افغانستان حکومت د سولی ساتلو او د هوربند ټول خواستونه طالبانو له لوری رد کیدل نورخو نور د طالبانو په برید کی د امریکی یو پوځی هم وژلی شوی و د کوم وروسته ټرمپ د خبرو اترو د رد کولو اعلان کړی و او یو وار بیا ماحول غیریقینی شوی و ، خو څو ورځو وروسته هغه لړۍ بیا پیل شوله او هم سږ کال د فرورۍ په میاشت کی هوکړه هم وشوله . دغه هوکړی وروسته مزل دا ښودل شوی و هم دلته د افغانستان سولی خبری اتری پیل شی نو د هغی په سمون په تیر میاشت کی د قطر په پلازمینه دوحه کی د افغانستان حکومت نمائیندګانو او طالبانوترمینځه د خبرواترو لړۍ پیل شوله . دا لړۍ لا دوام لری . ددی په ترڅ کی په عمومی ډول دا انګیرنه ده چی کله چی د حکومت نظام په حقله لړۍ پیل شی نو دواړو ډلو ترمینځه یو څه اختلاف راپورته کیدی شی ځکه طالبان پدی حق کی دي چی هغلته د اسلامی حکومت نظام پلی شی کله چی حکومت د اسلامی جمهوریه وکالت کولی شی . د افغانستان په حکومت کی د ولسمشر اشرف غنی ملګرې د عبدالله عبدالله په ناڅاپی ډول هند ته په دوره و او نوموړی د ملی پخلاکیدنی د عالی شورا رئیس دې . نوموړی دلته د هندوستان امنتی ادارو او لوړپوړی منصبدارانو سره په خبرواترو کی بوخت و چی د ولسمشر ټویټ راغی .
ډاکټر عبدالله عبدالله خپل غبرږون په ښکاره کولو وویل چی ناڅاپی دا بیان په زغملو کی یو څه وخت ولږی . د وخت دا ټاکنه ناڅاپی شویده . اوس خو هم داسی ښکاری تر د نومبر میاشت پوری څه پوځیان به بیرته امریکی ته ورستون شی ، دا خو مونږ ته معلوم و چی د امریکی ځواکونه د بیرته تلو تیارسۍ کوی ، په یوڅه شمیر کی پوځیان به پاتی شی . عبدالله عبدالله ترمخی نړیوال انډیوالانو خو خپله خپله فیصله وکړله څرګنده ده چی د دی یو څه اغیزه خو به په افغانستان پریوځی څو د افغانستان ولس ته پکار دي چی د هرډول وضیعت لپاره ځان چمتو وساتی . نوموړی دا هم وویل چی با لاآخره د افغانستان ولس ته به د هر ډول وضیعت مخه نیول هم وی او په ګډه کارکول هم وی هم دغه هدف په غرض مونږ په دوحه کی په خبرواترو کی بوخت یو .د نوموړی خبرو څخه چیرته چی داسی بریښی چی نوموړی د افغانستان ولس ته د اوضاعو مقابله کولو لپاره ډاډ برابروی هم هغلته په یو څه اندیښنی کی هم ښکاری . هندوستان یودوست او ګاونډی په توګه د هرډول همکارۍ برابرولو یقین وړاندی کړیدې
Comments
Post a Comment