د خلکو دیموکراتیک غورځنګ او مالې عمل کاري ځواک : د پي ټي ای حکومت په مشکل کي
لیکنه: د زينب اختر
ژباړه: د سنجیو کمار
د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت په سخت حالت کې دی. له یوې خوا د مالي عمل کاري ځواک په یوه مجازي غونډه کې د پیسو مینځلو او ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کې د نړیوالو ژمنو او معیارونو پوره کولو لپاره د اسلام آباد د کړنو د بیاکتنې پراساس پرېکړه کيدونکي وه چې پاکستان ددوی په "خړ" لست کې پاتې شي که نه. ورته وخت ، په هیواد کې سیاسي حالت تود دی، مخالفت ګوندونو د جي يو ايي ايف مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د نوي رامینځته شوي پاکستان دیموکراتیک غورځنګ تر نامه لاندې لاسونه سره یو کړي. پي ډي پي په بریالیتوب سره په ګوجرانواله او کراچۍ کې د حکومت ضد دوه لاریونونه تنظیم کړل او تمه کېږي چې د یکشنبې په ورځ په کویټه کې به دریم لاريون وکړي.
د عمران خان حکومت د اف اې ټي اف اطاعت لپاره د اړوند بیلونو او قوانینو لړۍ په ملي اسامبله کې معرفي کړه. په هرصورت ، دغه قوانینو په ملي اسامبله کې سخت مخالفت ولید او اپوزیسن ګوندونو دا قوانین ځنډ سره مخامخ کولو کې بریا تر لاسه کړه. د اف اې تی اف پورې اړوند درې مهم بلونه د ترهګرۍ ضد (تعدیل) بل ، د پیسو مینځلو ضد (دوهم تعدیل) بل او د اسلام آباد پلازمینې سیمې وقف ملکیتونو بل د سپټمبر په ۱۶ د پارلیمان په ګډه غونډه کې د اپوزیسیون لاریونونو تر منځ تصویب شول. د اپوزیسن د اف اې ټي اف سره تړلی بلونه د ځنډولو اقدام په غبرګون لومړي وزیر عمران خان پر ټویټر لیکلي دي چې دوی د اف اې ټي اف مهم بلونه ځنډولو سره د هغه حکومت څخه ناوړه استفاده کړي .
دا د پخواني لومړي وزیر نواز شریف مجازي وینا وه چې پکې يي نظامي تاسیسات هدف وګرځول او نظامي تاسیس یې د دولت څخه پورته یو متوازي حکومت وبللو. ددي سره د تحریک انصاف ګوند حکومت او نظامي تاسیساتو ته سخت ټکان ورسيد . د نوازشریف او نورو مخالف مشرانو پر ضد د توطیې په تور یوه مقدمه درج شوه. که څه هم له ډیرو نیوکو وروسته د نوازشریف پرته په نورو مشرانو باندې مقدمه لرې کړي شوه . دلیل دا دی چې پخواني لومړي وزیر د ګاونډي هیواد هند د پالیسیو ملاتړ کړي تر څو پاکستان د مالي عمل کاري ځواک په خړ لیست کې پاتې شي. پاکستان ادعا کوي چې د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ پرضد یې کافي کار کړی او په دې اړه یې اف اې ټي اف ته راپور ورکړی
د سی پی ای سی رییس د جنرال عاصم سلیم باجوه خلاف د فساد قضیه په ګوجرانواله کې د نواز شریف مجازی وینا کې روښانه شوې. وروسته باجوه د اطلاعاتو او نشریاتو په هکله د پاکستان د لومړي وزیر د ځانګړي مرستیال له څوکۍ څخه استعفا ورکړه. د پي ډي ام لخوا په پوځ باندې په سیاست کې مداخلت نه کولو لپاره دوامداره بریدونه د پوځ تاسیسات اړ باسي چې یوه رسمي اعلامیه خپره کړي چې دا له سیاسي چارو څخه واټن وساتي. عمران خان په اپوزیسیون نیوکه وکړه او ویلي دي چې اوس به پاکستان "نوي عمران خان" وویني. نوموړی وویل د هغه لومړیتوب به ښاغلي شریف پاکستان ته بیا راوستل او په جیل کې اچول وي
د سيند رینجرانو لخوا د پي ام ال (نواز ) تقاعد کیپټن صفدر نیول چې په تخنیکي ډول د کورنیو چارو په وزارت کې فعالیت کوي، په پوځ کې یو بل سیاسي بحران رامینځته کړی دی. که څه هم هغه په ضمانت خوشې شوی و. دا په ډاګه شوې ده چې د سيند ايالت آی جی پی د فدرالي حکومت په امر وتښتول شو او د کیپټن صفدر د نیولو امر باندې لاسلیک کولو ته اړ کړي شو.د سيند آی جی پی په ګډون لوړپوړي پولیس افسران په ډله ایز رخصتۍ ولاړل او ویلی دي چې دوی د پیښې له امله سپکاوی ته مخامخ شوي اود اي جي پي تښتونه باید وڅیړل شي. د سیند ايالت مشر وزیر دا څرګند کړ چې هغه له فدرالي وزیر ګواښ لاندي دي چي د هغه حکومت به وړنګول شي که د پي ام ال مشر کېپټن صفدر پرضد يي مقدمه جوړه نکړه . د پاکستان د پوځ لوی درستيز ، جنرال قمر باجوه د سيند ايالت قور قوماندان ته د دې قضیې د بشپړې پلټنې امر کړی او د سيند پولیس ځواک څخه یې غوښتنه کړې چې بیرته په کار کې برخه واخلي. د پي ډي ام احتجاجونو په ګډون روان سياسي بحران په پاکستان کې د تحريک انصاف ګوند راتلونکي لپاره زیانمن ثابت کېدای شي
Comments
Post a Comment