په هند کې د بهرني پوهنتون پوهنځی: یو ښه اقدام
لیکنه: د ډاکتر املیندو شیخر
ژباړه: د پښتو څانګې
دا ټولو ته معلومه ده چې تعلیم د ټولنیز بدلون لپاره مهمه وسیله ده. د ساینس ښوونې هدف د وړتیا سره سم مهارت ته وده ورکول دي. له همدې امله له پیل څخه تمه کیږي چې طبۍ لیوالتیا او د ساینسي طریقه کار له لارې زده کړې تشویق کړي شی . پدې کې مشاهدې، تحلیل او بیا داسې یوې پایلې ته رسیدل شامل دي چې د تایید وړ وي. دې ته په لنډه توګه یو ساینسي لاس رسونه ویل کیږي کوم چې په ښوونځي کې د مناسبې روزنې له لارې د دوامداره هڅو سره د ماشومانو په ذهن کې اچولی کیدی شي
د نن ورځې په نړۍ کې ، پوهه په خورا ګړندۍ وده کوي او د دې وده د یو پرمختلونکي هیواد د بشري سرچینو د پراختیا لپاره خورا مهمه ده. د ساینس او ټیکنالوژۍ ، د ټولنیز - اقتصادي پرمختګ لپاره زده کړې زیاتیدونکی اهمیت سره، دا اړین دی چې په هند کې د ساینس د ښوونې او روزنې اوسنی سیستم په نړیوال معیارونو بدل شي
تیره میاشت ، د ګواهاټي په آی آی ټي پوهنځی کې، د کانووکیشن خطاب په مهال ، لومړي وزیر نریندر مودي اعلان وکړ چې د تعلیم سکتور به د هیواد راتلونکي اړتیاوې پوره کولو لپاره پرانستل شي. هغه وویل چې د نوي تعلیمي پالیسۍ ۲۰۲۰ لاندې به د بهرني نامتو پوهنتونونو ته اجازه ورکړل شي چې په هندوستان کې خپل پوهنځی جوړ کړي. دا به په هند کې زده کونکو ته د نړیوالی کچی مهارت برابر کړي. لا دمخه په زرګونو هندي زده کونکي هر کال د بهرنیو زده کړو په لټه کې د لوړو زده کړو لپاره بهر هیوادونو ته ځي. دا ګام به هند ددی جوګه کړی چی د زده کړو لوی نړیوال مرکز په توګه رابرسیره شی
لومړي وزیر بیا ټینګار وکړ چې په هیواد کې پلټنی او پرمختیا ته وده ورکولو لپاره د وتلی بهرني ادارو سره د څیړنې همکارۍ او تبادلې پروګرامونو ته ځواکمنی ورکړی. هندي زده کونکي باید راتلونکي لپآره چمتو وي ځکه چې د زده کونکو خوبونه ، هیلې او ارزوګانی کولی شی چی ددې هیواد راتلونکي ته بڼه برابره کړی
په کال ۱۹۴۷ کې د خپلواکۍ راهیسې ، په هند کې د پالیسۍ جوړونه ، پراختیا او د تعلیم وده د ډیموکراتیک حکومت مسؤلیت پاتی شوی. راتلونکی څو لسیزو د مقدار او د کیفیت په دواړو کچو د پام وړ ودې ولیدلې. د طب ، انجینیرۍ ، مدیریت او انسانیت ښوونې لپاره ډیری لومړني بنسټونه رامنځته شوي چې په مناسبه توګه یې په هیواد کې د زده کړې لوی زیربناوی جوړی کړی
هند د خپل جی ډي پی ۶ سلنه د تعلیم په سکتور کې مصرفوی. مګر د پوهې زیاتیدونکی اړتیاوو او له نوي ابتکارونو سره چې په پلټنه او پرمختیا لپاره اړین دي، داسی احساس وشو چې هندوستان نشي کولی مطمین پاتې شي او د خپلو آی آی ټیز او آی آی ایمز په بریا د آرام سا واخلي. په نورو موجوده بنسټونو کې هم د ښوونې او روزنې کیفیت لوړولو ته بیړنۍ اړتیا ده مګر د دې کار لپاره لوی لګښت ته اړتیا یو غټ خنډ دی
په پیل کې د لوړو زده کړو کیفیت زیاتولو لپاره ، د حکومت لخوا د ښوونکو روزنې او د پلټنی او انکشاف فعالیتونو ته مالي ملاتړ برابرولو په موخه کالجونو او پوهنتونونو ته خپلواکي د ورکولو په څیر تدبیرونه له دولت له خوا برابر کړی شوی. مګر دا اقدامات ناکافی ثابت شول. له همدې امله، له ۱۹۹۰م کال وروسته ، د متحده ایالاتو او انګلستان څخه اشاره په خپلولو ، په هند کې د شخصي پوهنتونونو مفکوره تصویب کړی شوه. داسې انګیرل کیده چې دوی به په هیواد کې د تکنیکي تعلیم لپاره مخ په ډیریدونکې غوښتنې پوره کړي او په راتلونکي کې دا به په ځان بسیا کړي
ډیر تاجران مخی ته راغلل او په ټول هند کی د ټیکنیکی پوهی هندی شورا له تصویب سره یې خپل تکنیکي نهادونه پیل کړل. مګر په حقیقت کې داسې ولیدل شوه چې د دې نوي خلاص شوي تخنیکي بنسټونو څخه فارغ شوي د فارغینو کیفیت د لوړی کچی نه و
حکومت ، د بریښنایی او معلوماتي ټیکنالوژۍ ملي اداره او داسې نورو سازمانونو ترچتر لاندی د کارموندنې شرایطو ښه کولو لپاره د دوی دوامداره تعلیم او د هنر او مهارت د ودې لپاره د روزنې کورسونه پیل کړل. د ملي دیموکراتیک اتحاد حکومت په سم ډول د هند د ښوونې او روزنې سکتور په اصلاحاتو باندې تمرکز کړی دی. سږکال، حکومت تعلیمي سیکتور ته شاوخوا ۱ لکه کروړ روپۍ منظوری کړې
بهرنیو نامتو پوهنتونونو لپاره د ښوونې او روزنې د سکتور په پرانستلو سره ، د تکنیکي زده کړې کیفیت به په هند کې د پام وړ وده وکړي. د زده کونکو لپاره به زیات روزګار پیدا شي او هیواد به د دغه بډایه ځواک سره ودی په لار حرکت وکړی
Comments
Post a Comment