پاکستان لا هم د افغان طالبانو لپاره خوندي پټنځای دی

لیکنه : د محمد خاور حسن 

ژباړه او وینا : د هریندر کمار سواتی

ستونزې د مثبت عمل سره پای ته رسیږي ، نه چی یواځی وینا سره . د ستونزو حل لپاره ښه لیدونکي ، ملګری نه دی ، بلکی هغه څوک مخلص مرسته کوونکی وی څوک چې د وینا په واسطه د غولولو کوشش نه کوی. په افغانستان کې وضعیت پدی وجه خراب دی ځکه چې متحده ایالاتو له پاکستان څخه د ترهګرۍ د له مینځه وړو لپاره پاکستان خپل ملګری جوړ کړو. پاکستاني مشرانو د متحده ایالاتو مشرانو ټولو خبرو ته غاړه کیخوده . یو پلو دا د ترهګرۍ پرضد خبرې کوي ، او بل پلو د پاکستان پوځ په افغانستان کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره جدي نه دی ، خو پاکستان دا حقیقت رد کوي. هیڅکله هم پاکستان د طالبانو ملاتړ نه دی پریخی 

طالبان د پاکستان لخوا رامینځته شوي نو له دوی څخه جلا کول یی اسانه ندي. د ۲۰۲۰م کال د فبروري په ۲۹مه نیټه د قطر په پلازمینه دوحه کې د سولې تړون له لاسلیک کولو وروسته ، تمه کیده چې د افغانستان وضعیت به مثبت ښه والي وګوری ، خو داسې ونه شوه. په تیرو اونیو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی په ډراماتیک ډول زیات شوی. د هلمند او د افغانستان د نورو ولایتونو د کنټرول لپاره په روان مبارزه کی ۳۵ زره کورنۍ خپل کورونه پریښودو ته اړ کړي شول. دا د هغو خلکو لپاره هم آسانه نده چې د امن په لټه کې یی خپل کورونه پریښي او خوندي ځای ته ورسیږي ، ځکه چې طالبانو د سړکونو په اوږدو کې ماینونه ښخ کړي د کوم له کبله دوی وژل شوی. د روان کال په اګست کې ، د افغانستان ولسمشر اشرف غني وسله والو طالبانو ته ویل چې ماینونه د ملکي تلفاتو اصلي لامل دی

نو باید چی ددی څخه ډډه وکړی شی مګر طالبانو دی ته پاملرنه ونکړه چې د افغانستان ولسمشر یې وینا کړی

طالبان ددی پروا نه کوي چې ملکي وګړي وژل کیږي ، د دوی هدف د دوی د نفوذ ساحه پراخه کول دي ، تر څو چې د امکان تر حده د افغانستان ډیره برخه ونیسي. د دوی لپاره دا فرصت شتون لري چې د سولې تړون څخه ګټه پورته کړي او دوی ګټه پورته کوي مګر دا پوښتنه طبیعي ده چې دوی له کوم ځای څخه مرسته ترلاسه کوي؟ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي دي چې که متحده ایالات ریښتیا دا غواړي د افغانستان ستونزه پای ته ورسیږی ، نو باید د پاکستان په پوځ او استخباراتو فشار راوړي ترڅو په افغانستان کې وضعیت ښه کړي. کرزي د ۲۰۱۸م کال د جنوري په لومړۍ نیټه دا څرګندونې کړی وی ، کله چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پاکستان د تروریزم لپاره خوندي ځای بللی وو

ټرمپ ویلي و چې متحده ایالاتو په تیرو ۱۵ کلونو کې په احمقانه توګه پاکستان ته ۳۳ میلیارده ډالره ورکړي ، خو په بدل کې دوی له درواغ او دوکې پرته بل هیڅ نه دي کړي. ټرمپ پاکستان ته د نظامي مرستو د ځنډولو اعلان کړی و ، او ویلي یې وو که چیرې د پاکستان حکومت د وسله والو ډلو پورې اړوند ډلو پروړاندې اقدام ونه کړي نو د پاکستان پرضد به لا نور سخت اقدامات وشي. په افغانستان کې تاوتریخوالي زیات شوی وو . دا زیاتوالی د دې ښودنه کوي چې پاکستان په افغانستان کې یو ډوله رول لری. البته د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د پاکستان حقیقت هغه وخت روښانه شو کله چې امریکایي ځواکونو په ایبټ آباد کې عملیات پیل کړل او اسامه بن لادن یې له مینځه یوړ

د عادي افغانانو د ناراحتۍ لامل دا دی چې دوی د طالبانو پر اصلي ځواک پوهیدلي دي. دا د دوی له پوهی نه بهر خبره ده چې د افغانستان حکومت له طالبانو سره هر څومره د سولې موافقې کړي ، دا تړونونه به تر هغه وخته بې معنی پاتې شي. د خبرو اترو سره سره ځانمرګی چاودنی به تر هغی روانی وی او بې ګناه خلکو وژنه به دوام ولري ترڅو چی د پاکستان پټ ملاتړ طالبانو ته رسي. همدا لامل دی چې د افغانستان لوړ پوړی مشر او د بلخ ولایت پخوانی والي ، عطامحمد نور له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې خبرو اترو په بریالیتوب شک لري ، پداسې حال کې چې د هغه زوی خالد هم د افغان حکومت د خبرو اترو په ټیم کې دی

په حقیقت کې پاکستان په افغانستان کې یوه خطرناکه لوبه کوي دا لوبه بلکل روښانه ده. تر هغه چې امریکایي سرتیري په افغانستان کې وي ، پاکستان غواړي د امریکا د مرستی پلمه وکړی او د امریکایی ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت رامینځته کړي ترڅو ټول افغانستان تر خپل اغیز لاندې راولي. دواړه خبری د هغه چا لپاره د نا امیدۍ سرچینه ده چې د ترهګرۍ او تاوتریخوالي څخه پاک افغانستان لیدو ته سترګې په لار دي. دا د دوی لپاره د پوهیدو وړ دی چې ترڅو پاکستان د طالبانو ملاتړ کوی په افغانستان کې تل پاتې سوله به یو خوب وي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت