مذهب د بدلولو تبلیغاتو څخه د اقلیتو په ساتنه کې د پاکستان د حکومت ناکامي

لیکنه : د خوشید اکرم
ژباړه : د هریندرکمار سواتی 

اسلام د زغم ، مینې او نیکۍ دین دی. د دی په ښوونو کې دا حقیقت هم شامل دی چې هرڅوک کولی شي په خپل مذهب او دین ټینګ ودرېږي. په قران کریم کی الله تعالی فرمایی: ستاسی مذهب له تاسو سره دی او زموږ دین زموږ سره دی. یو بل آیت دی چې پدې معنی دی چې په دین کې زور زیاتی شتون نلري

له همدې امله ، د اسلامي نظر له مخې ، دا ویل کیدی شي چې دا غلط کار دی چې څوک دې ته اړ باسي چې خپل دین پریږدي او اسلام ته مخه کړي. دا د افسوس خبره ده چې پاکستان ، چې د اسلام په نوم رامینځته شوی وو او یو اسلامي دولت اعلان شوی ، یو داسې کمپاین لري چې غیر مسلمانان مسلمان کولو ته اړ باسي. یعنی د اسلام پیروان له اسلامي لارښوونو انکار کوي. د دې جبري بدلون ترټولو خواشینونکی اړخ دا دی چې د هندوانو او عیسویانو پيغلی انجونې تښتول کیږی ، بیا اسلام ته اړول کیږی او بیا واده کیږی او کله چې ددغی انجلۍ د کورنۍ غړي د قانون او محکمې څخه د مرستې ترلاسه کولو هڅه کوي نو محکمی ته ویل کیږي چې دا انجلۍ پخپله خوښه مسلمانه شوې ده. په ځینو بیلګو کې ، لیدل شوي چې حتی انجونې چې تر اوسه بلوغ ته نه وي رسیدلي انصاف نه ترلاسه کوي. د مثال په توګه ، د سپټمبر په میاشت کې ، د عبدالصبور په نوم یوه سړي د خیرپور په یوی ۱۴ کلنی هندو نجلۍ جنسي تیری وکړو. هغه دا انجلۍ وتښتوله او له هغې سره یې واده وکړ. پدې قضیه کې ، لکه څنګه چې ډیر د مذهب د بدلون قضیو کې کیږی ، د نجلۍ مور او پلار د هغی عمر تصدیق کولو لپاره د ښوونځي سند وړاندې کړو ، مګر جنسی تیری کونکي یو غلط سند وړاندې کړ چې پکې ویل شوي وو انجلۍ ۱۸ کلنه ده . له همدې امله ، هغه اختیار لري چې پخپله پریکړه وکړي

کله چې ټولنه ، دولت ، قانون او عدالت ټول د مظلوم پرضد وي ، نو پایله یې معلومه ده. دا کومه ځانګړې پیښه نده. هر یو څو ورځې پس د ماشومو ، نجونو ، میرمنو او د مذهبي لږکیو ښځو په وړاندې د دا ډول ظلمونو راپورونه ترسترګو کیږی . د پاکستان د بشري حقوقو کمیسیون په خپل ۲۰۱۹م کال په راپور کې ویلی چې هر کال لږترلږه ۱۰۰۰ غیر مسلم نجونې په زوره بل مذهب ته اړول کیږي

د دې قضیو ډیره برخه په سیند ایالت کې لیدل کیږی چیرې چې د پاکستان شاوخوا ۸۰ لکه هندوان ژوند کوي. ایا څوک کولی شي پدې عصري دور کې ددی تصور وکړي کله چې د بشري حقوقو نړیواله اعلامیه په واضح ډول وایی چې هر وګړی دا حق لری چی خپل مذهب عملي کړي. په یاد ولرئ چې پاکستان دغه اعلامیه هم لاسلیک کړې ده. مګر دا د شرم خبره ده چې له یوې خوا دا ادعا کوی چې د اسلام تبلیغ کوونکی دی او له بلې خوا په پاکستان کې له عصري ټولنې سره فرق او توپير کیږی او مذهبي اقلیتونه تر تعقیب لاندې نیول کیږي

په زوره مذهب د بدلولو په اړه د پاکستان پارلماني کمیټۍ د می له ۶څخه تر ۹پورې د سند ایالت څخه لیدنه وکړه. او په ۱۹ مه نیټه ، د کمیټې مشر انورالحق رسنیو ته وویل چې د پاکستان حکومت د مذهبي لږکیو په جبري توګه مذهب بدلولو څخه په ساتنه کې پاتې راغلی. هغه وویل: ترټولو بد شی دا دی چې قانون او قضایه په صدمه او بدنامي کی ډوب کورنیو او د هغوی والدینو ته هم پام نه کوي . دا ستونزه د سند په پنځو ولسوالیو - سانګړ ، ګهوټکي ، سکهر ، خیرپور او میر پور کی په عامه توګه لیدل کیږی

انورالحق د خلکو په خبرو او اعمالو کې د تضاد په اړه وویل چې هغه څوک چې دا انجونی د هندوانو د ټولنې څخه د وتلو او د خپلې خوښې سره د واده کولو خبرې کوي ، دوی د خپلو لوریانو په مسله دومره روښانه نه دي. انورالحق کاکړ زیاته کړه چې د دې ستونزی د مخنیوي لپاره به په پارلمان کې یوه لایحیه وړاندې کړی شي. دا د هرکلي وړګام د ی مګر نه ښکاري ، چی قانون به جوړ شي

یوازې تیره میاشت ، د پاکستان د پارلمان یوې کمیټۍ د لږکیو د ساتنې په اړه قانون تصویب نه کړو ، چې پکې په زوره مذهب د نه بدلولو قانون هم شامل و. باید چی حکومت ، اداره او قضایه قوه او ټولنه سمدلاسه ژمنه وکړي چې دوی به د هاغو ظالمانو په وړاندې راپورته شي چې د خپلو وحشي عملونو په واسطه مسلمانان ، اسلام او پاکستان بدناموي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت