د هند او مرکزي اسیا هیوادونو په مرسته او همکارۍ له سره ټینګار وکړ
د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د هند او مرکزي آسیا دوهمه ناسته د دې اونۍ په پیل کې ترسره شوه. هند او د مرکزي آسیا پنځه هیوادونه - قزاقستان ، قرغزستان ، تاجیکستان ، ترکمنستان او ازبکستان ژورې تاریخي او تمدني اړیکې لري. د ۱۹۹۰می لسیزی په لومړی کلونو کی ، د سیمې د پنځو جمهوریتونو له خپلواکۍ راهیسې ، هند له دوی سره نږدې سیاسي ، اقتصادي او کلتوري اړیکې لرلي. د ۵+۱ فارمیټ چی د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه لیدلی کیږی ، د سیمې ټولو پنځو هیوادونو لپاره د نړیوالې ښکیلتیا یو ارزښتمن پلیټ فارم په توګه راپورته شوی
د هند او مرکزي آسیا لومړۍ ناسته د هند او ازبکستان لخوا په ګډه د جنورۍ په میاشت کې په سمرقند کې جوړه شوې وه. دوهمه ناسته د دې کال په اپریل میاشت کی کیدونکی وه ، مګر د کوویډ-۱۹ وبا له امله دا د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه. دا د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جی شنکر په مشرۍ ترسره شوی وه . په خبرو کې د قزاقستان ، تاجیکستان ، ترکمنستان او د ازبکستان بهرنیو چارو وزیرانو برخه اخیستې وه. د قرغزستان د بهرنیو چارو مرستیال په دی غونډه کی د خپل هیواد استازیتوب کړی وو. په دې وروستیو کې په قرغزستان کې حکومت بدل شو. د تیرو کلونو په څیر ، افغانستان د ځانګړي میلمه په توګه ګډون کړی و او مشری یی ددی هیواد د بهرنیو چارو وزیر مرستیال وکړه
د مشرانو لخوا ګډه اعلامیه خپره شوه. د کورونا ویروس د ناروغۍ په کنټرول کې همکاري او په اقتصاد او ټولنه کې د ددی پایلو ته په اجندا کې خورا لوړځای ورکړی شو. وزیرانو ټینګار وکړ چی د کوویډ - ۱۹ وبا په خلاف مبارزه کې د هندوستان د پاکوالی او د وبایی خدماتو او د مرکزي آسیا هیوادونو ترمینځ نږدې همکارۍ ته اړتیا لرو. د وبا ترمنځ لوژسټیکي ننګونو سره سره ، هند څه لپاسه ۱۵۰ هیوادونو ته درمل او تجهیزات ورسول. دا مرکزي آسیا ته هم ورسیدل. د قزاقستان ، قرغزستان ، تاجیکستان او ازبکستان وزیرانو د دې ناروغۍ پروړاندې مبارزه کې دغه هیوادونو ته د هند طبي مرستې ومنلې
د ګاونډیو نږدېوالي سربیره ، د دوه اړخیزو سیاسي اړیکو شریکولو ، د کلتور پیژندنی او د هند او مرکزي آسیا پنځه جمهوریتونو ترمینځ د سوداګریزۍ او اقتصادي اړیکو ټینګولو ، د هند او مرکزي آسیا پنځه جمهوریتونو ترمینځ دومره وده نه ده ترلاسه کړی څومره چی یی تمه وه . وبا له امله پدی نوره اغیزه هم وشوه . د مستقیم ځمکې یا سمندري پیوستون نشتوالی یو لوی خنډ دی ، ځکه چې دا سیمه په وچه کې پرته ده. هندوستان د ارتباط او انرژي په ګډون ، د لومړیتوب پراختیایی پروژو لپاره د ۱ ملیارده ډالرو پور چمتو کړی
هند د ۲۰۲۰م کال د فبروري په ۶ مه په نوي ډیلي کې د هند - مرکزي آسیا سوداګريزه شورا په لاره واچوله. دغه شورا د هندوستان او پنځو جمهوریتونو اطاقونو د سوداګرۍ څخه جوړه ده
د سوداګرۍ شورا ، تمه کیږي ، چې په هند او مرکزي آسیا کې د سوداګرو په مینځ کې د سوداګرۍ ، پانګوونې ، د مالیې ورکونی او نورو مظامینو پورې اړوند مقرراتو باندې تفاهم او پوهه زیاته کړي. دا به ممکن په ځانګړي ډول د کوچني او متوسطه سوداګریو لپاره ګټور وي
هند په ایران کې د چابهار بحري بندر د پراختیا لپاره پانګونه کوي. د شمال - سویل ټرانسپورټ د نړیوال دهلیز بشپړ فعالیت به د دواړو خواو تر منځ تجارت ته وده ورکړي. هند هم د اشګابت په تړون کې شامل شوی ، چې د مرکزي آسیا او لویدیځې آسیا تر منځ د سوداګرۍ او ترانزیت دهلیز رامینځته کوي. د هندوستان په څیر د لوی اقتصاد شمولیت دا لاهم ګټور جوړوی او جنوبي آسیا پدی کی اضافه کوی . د مرکزي آسیا وزیرانو د چابهار بندر عصري کولو لپاره د هند د هلو ځلو قدرداني وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دا به د مرکزي آسیا او سویلي آسیا بازارونو ترمینځ د سوداګرۍ او ترانسپورت مواصلاتو کې یو مهم تړاو ثابت شی
په دغه ناسته کی ترهګري په خپلو ټولو بڼو کی وغندل شوه او ټینګار یې کړی چې د ترهګرو خوندي پټنځایونه ، شبکې ، زیربناوې او تمویل چینلونه باید له منځه یوړل شي. د افغانستان په اړه یی ویلي چې د افغانستان شخړه باید د افغانانو په مشرۍ ، د افغانانو په ملکیت او د افغانانو تر کنټرول لاندې د سولې پروسې په اساس حل شي

Comments
Post a Comment