هند به افريقه ته مرسته ورسوي

ليکنه: د رنجيت کمار

ژباړه: د پوشپا کماری

د پام وړ بشری مرستو او د هند د دود سره سم د افریقا خلکو ته د اړتیا په وخت کې د رسېدو دود په لړ کې هندوستان به د کوویډ - ۱۹ ناروغی څخه اغیزمنو خلکو رنځونه کم کولو لپاره سوډان، سویلی سوډان، جیبوټي او اریټریا ته ۲۷۰ ټنه خوراکي توکو مرستې ورسوي 

د افریقا دغه سیمه چې د افریقا هورن په نوم پیژندل کیږي، له لسیزو راهیسې د بیلابیلو قبیلوي ملیشو ترمینځ د داخلي جګړې له امله له ناکرارۍ سره مخ ده. په هرصورت د نړیوال مینځګړیتوب له امله په دغه سيمه کې سوله ده خو په خپلو پښو درېدلو لپاره سیمه د ځایي خلکو، حکومتونو او د ادارو لاس وهنو ته اړتیا لري. هند دغې سیمې ته زرګونه سوله ساتونکي سرتیري چمتو کړي او د ظرفیت لوړولو مختلفو برنامو له لارې د بېوزلو خلکو د ښه والی لپاره ستر رول یی لوبولی دی. د خوراکي توکو مرسته چې پکې ۱۵۵ ټنه غنم ، ۶۵ ټنه وریجې او ۵۰ ټنه بوره شامله ده ، د هندوستان بحري بېړۍ ایراوټ د لیاری لیږدول کیږي چې تیره اوونۍ له ممبۍ بندر څخه روان شو. دغه سفر په ترڅ کې به جبوټي، مساوا، په سوډان او مومباسا کې له بندر سره اړیکه ونیسي 

د هند د بهرنيو چارو وزارت له مخې د هند او افریقايي هیوادونو ترمینځ د دوستۍ اړیکې له څو پیړیو راهیسې جوړ شوې او ډېر پياوړې شوې دي. هند تل له افریقايي هیوادونو او هغو خلکو سره اوږه په اوږه ولاړ دی او د پرمختګ، ظرفیت جوړونې او د بشری مرستو پروګرامونه په لاره اچولو کې یی همکاری کړی. د کوويډ- ۱۹ پرضد په مبارزه کې د مرستې په توګه هند مخکې افریقایي هیوادونو ته د مختلف طبي مرستې او کارپوهان لیږلي وو. هندوستان د خپل بحري جنګي کښنيو له لارې مختلف افریقایي هیوادونو لکه کوموروس، ماریشیس، او مداګاسکر ته طبي ډلې استولې وې. هندوستان د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ خپریدو راهیسې د کوویډ ناروغانو د سم مدیریت لپاره په دې هیوادونو کې طبي پوهان هم روزلي دي. هند د افريقايي هیوادونو له حکومتونو سره د ځانګړي الوتنو له لارې د یو بل د اتباعو د راستنېدو او طبي مرستې رسولو په برخه کې کار کړی دی. هندوستان مخکې دغې سیمې ته د کوویډ اړونده مرستې رسولې وې. د لسیزو پرمختیایی مرستې ترلاسه کولو وروسته جوړونکی پياوړتيا سره سم هند اوس د افریقایي اتحادیې د غړو هیوادونو سره نوې ملګرتیا رامینځته کوي. په دې برخه کې د هند د بهرنیو چارو وزیر مخکې ټینګار کړی و چې افریقا د هند لومړیتوب دی او د نړیوال سیسټم یوه قطب په توګه د افریقا وده نه یوازې مطلوب ده بلکه ډېره اړینه هم ده 

په دې حالت کې، هغوی په ځان بسیا کولو لپاره هندوستان د زيرمې بډایه سیمو ته هر ډول مرستې کړې دي. د دې هدف سره هند د سیمې کوچني اقتصادونو سره خپلې ښکېلتیا ژورې کړې. له هغه وخته چې هند خپل د "فوکس افریقا" پروګرام پیل کړی و، د هند او افریقا اړیکې ثابته وده کړې. د نورو قوتونو برخلاف چې د سیمې سره د دوی بوختیا د ځایی زېرمو او بازارونو استخراج تمرکز کوي، هند د خپلې تخنیکي اقتصادي مرستې له لارې د هند د تخنیکي او اقتصادي همکاریو ياني آی ټي اي سي په نوم د ظرفيت لوړولو برنامې پلي کوي

د افریقي اقتصادونو پیاوړی کولو لپاره هندوستان ددې په بازار کې خپل لاسرسي پراخه کوي چې په پایله کې هند د افریقا د درېم لوی صادراتي ځای په توګه رامینځته شوی. هند خپل سوداګریز کورونه هم په دې سیمه کې پانګونې کولو لپاره هڅولي کوم چې د ۵۴ ملیارده ډالرو ته رسیدلی. دې کار وروسته هند د افریقا په وچه کې یو له ترټولو لوی پانګه اچوونکی په توګه رامنځته شوی. يو رسمي اټکل له مخې هندوستان د ۱۱.۶ ملیارده ډالرو په لګښت په ۳۷ افريقايي هیوادونو کې ۱۹۷ پرمختیايي پروژې پلې کړې. ددې په شمول هندوستان اوس مهال په ۲۹ هیوادونو کې پر ۷۷ پروژو باندې کار کوي. دا پروژې د زیربناوو، ای سي ټي ، بریښنا تولید، زراعت، تیلو او ګاز پورې اړه لري. هندوستان همدا راز په موزامبیق، سویلي سوډان او د شمالي لویدیز افریقا نورو بې وزلي سیمو کې ۷ ملیارد ډالرو څخه زيات پانګونې کړي دي. سږ کال په فروري کې د افریقايي هیوادونو د امنیت ساتلو لپاره د مرستې په توګه د هندي او افریقا د دفاع وزیرانو غونډه جوړه شوې وه. پدې توګه هند د خپل ډیری پراختیایی مرستې او همکارۍ برنامو سره په لویه وچه کې ډیره پانګونه کوي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت