لومړی وزیر مهارت ، بیا روزنی او لوړ مهارت لپاره غوښتنه کړی
لیکنه : د سونیل ګټاډی
ژباړه : د پوشپا کماری
دا د بدلون او د فرصت لپاره وختونه دي خو د کوویډ - ۱۹ وبا وخت خراب کړی. کورونا په ټوله نړۍ کې اقتصاد ګډوډ کړی دی. هندوستان هم د مالي کال په لومړۍ ربع کې په اقتصاد کې کموالی سره مخ و خو لکه څنګه چې نړیوال اقتصاد په دوامداره توګه ټیټیږي، د هندوستان اقتصاد لا دمخه په پرمختګ کې دی
په داسې حالت کې، لومړي وزیر نریندر مودي د دې په ټینګار سره وویل چې د هندوستان په څیر وده کونکي اقتصاد لپاره په اوسني مهال کې مهارت ، بیا روزنې او لوړ مهارت ته ترټولو لویا اړتیا ده. د ویډیو کنفرانس له لارې د میسور پوهنتون د ۲۰۲۰م کال د کلیزې کنواکیشن کې وینا ورکولو پر مهال، لومړي وزیر وویل چې د میسور پوهنتون د پخوانۍ هندوستان د عالي زده کړې سیسټم مرکز دی، راتلونکي هندوستان د هیلې او وړتیا ځای دی او د "راجارشي" نلوادې کرشناراجا ودیار او د ډاکټر ایم ویسسواریا لید یې درک کړی دی. هغه د بهارت رتن اخيستونکي ډاکټر سروپالي راداکرشنن ته هم اشاره وکړه چې په همدغه پوهنتون کې یې تدریس کاوه
لومړي وزیر زده کونکو ته لارښوونه وکړه چې د خپل ریښتیني ژوند په مختلفو مرحلو کې د تعلیم له لارې ترلاسه شوي پوهه وکاروي. هغه ریښتینی ژوند د یو عالي پوهنتون په توګه وباله چې د پوهې د تطبیق لپاره بیلابیل لارې تدریس کوي
د لومړي وزیر د بیان اهمیت دا دی، کله چې وخت ننګونو سره ډک وی، بدلون د هند دوامداره وده پرځای ساتلو لپاره یوازځۍ لاره ده. هیڅ شی د حقیقت څخه زيات نشي کیدای
د مک کینزي نړیوالې ادارې یوې وروستۍ مطالعې دې پایلې ته رسیدلې چې تر ۲۰۳۰م کال پورې به په نړۍ کې د ۴۰۰ ملیونو څخه تر ۸۰۰ ملیونو روزګار پيدا شي. دی وويل چې سوداګرۍ او صنعت ته د وده ورکولو یوازنۍ لار د کاري ځواک پیاوړي کول دي
د سافټ ویر شرکتونو ملي اتحادیې (ناسکام) لخوا د یوې وروستي سروې له مخې ، په هند کې یوازې د معلوماتي ټیکنالوژۍ په سکتور کې د اټکل شوي څلور ملیونو کار کوونکو نږدې ۴۰ سلنه به اړتیا ولري چې د نوي پیچلي ټیکنالوژۍ لکه کلاوډ کمپیوټرينګ، مصنوعي استخبارات (اې آۍ) او لوی معلومات تحلیلونو سره په مبارزه کې مهارت پیدا کړي
پدې کې هیڅ شک نشته چې هند اړتیا لري، خپل ځوانان د کاري مهارتونو سره پیاوی کړي. اوس مهال، هیواد د نړیوال بازار د غوښتو پرته سواد لرونکي کاري ځواک رامینځته کوي. د هنرونو پراختیا لپاره په ملي شورا کې د لومړي وزیر د سلاکار لخوا د راپور له مخې، له هغوی څخه چې له ۱۵ نه ۲۹ کلن دي، یوازې ۲ سلنه رسمي حرفوي روزنه یی ترلاسه کړې، او ۸ سلنه یې غیر رسمي مسلکي روزنه ترلاسه کړې
په ټوله نړۍ کې د هنر کمښت له امله ميليونه خلک له کار څخه لرې پاتې کېږي. د ځوانانو د بې کارۍ دلیل ، جوړښتی بې کاري ده. هاغه مهارتونه چې په اقتصاد کې شتون لری او هاغه مهارتونه چی یی اړتیا ده ، کی توپیر شتون لري. ځوانان د مهارتونو د نشتوالي له امله د لویانو په پرتله نږدې درې چنده ډیره بیکاری لري ، دوی په دوامداره توګه د دندې ټیټ کیفیت او د کار بازار نابرابرۍ سره مخ کیږي. سربیره له دې، میرمنې یا خو بې کاره ده او یا لږ معاش لري او مجبوره وي چې نیم وخت لپاره کار وکړي یا د لنډ مهاله قراردادونو لاندې کار ته غاړه کیږدی. جوړښتی بې کاري د نړۍ ټولو سیمو باندې تاثیر کوي او دا نه یوازې په اقتصاد اغیزه کوي ، بلکه د متوازن او ټول شموله ټولنو ته لیږد هم د خنډ سره مخ کوي کومه چې د۲۰۳۰ م کال پاییدونکی پرمختيا په اجنډا کی شتون لری
پوهان وايي چې د "مهارت ، بیا روزنې او لوړ مهارت" اړتیا له حقیقت څخه معلومه کیدلی شي چې په نړۍ کې په هرو پنځو ځوانانو کې یو په روزګار ، زده کړې یا روزنه کې ښکیل نه دي." پداسې حال کې چې د ځوانانو نفوسو د ۱۹۹۷ او ۲۰۱۷ ترمینځ د ۱۳۹ ملیونو ته وده کړې، ستونزه دا ده چې د ځوانانو د کار ځواک ۵۸.۷ ملیونه کم شوی. په راڅرخېدونکي او پرمختللي اقتصادونو کې له پنځو تنو کارګرانو څخه دوه د ورځې ۳.۱۰ امریکایي ډالرو عایدات لری ، چې د شاوخوا ۲۰۰هندي روپیو سره برابر دي
نوښت د مهارت د ودې کلۍ ده. لکه څنګه چې لومړي وزیر مودي د کانووکیشن څرګندونې په جریان کې په سمه توګه اشاره وکړه. هغه ویل کړه چې ادارات باید د "انکیوبیشن مرکزونو" ، "ټیکنالوژۍ پراختیا مرکزونو" ، "صنعتی - اکاډیمی اړیکې" او "انضباطي څیړنې" باندې تمرکز وکړي. دا د خوشحالۍ وړ ده چې د مودي حکومت لخوا د پوهنې سکتور په اصلاحاتو کی زیربنایی ډګر او د جوړښتونو اصلاحاتو ته ځانګړې پاملرنه شوې

Comments
Post a Comment