هند او افغانستان  سیماییز سبات لپاره قوی دواړخیزو اړیکو په لټه کی دی 

لیکنه : د ډاکټر پرینکا سینګهـ

ژباړه : د پښتو څانګې

د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ د سولې خبرو اترو په لړ کې ، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په ۱۲ نیټه پیل شوي وو ، ډاکټر عبدالله عبدالله ، د افغانستان پخوانۍ اجرائیه رییس او اوس مهال د ملي پخلاینې عالي شورا رییس ، له هندوستان څخه پنځه ورځنۍ لیدنه وکړه. دا لیدنه په سیمه کې د سولې د روانې پروسې لپاره د توافق رامینځته کولو تمرین په توګه لیدل کیږي. د ډاکټرعبدالله لیدنه د هند په بلنه ، د هند او افغانستان ترمینځ په وروستیو کې د لوړې کچې اړیکو لړۍ ته اضافه کوي. له دې تر مخه ، د افغانستان د پخلاینې په اړه د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او مشهور افغان مشر ، عبدالرشید دوستم هم د سپټمبر په جریان کې هند ته سفرونه کړي وو

ډاکټر عبدالله د لومړي وزیر نریندر مودي ، د هند له بهرنیو چارو له وزیر ډاکټر ایس جی شنکر او د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال سره وکتل ، او د افغانستان د روانو خبرو لپاره ئې د ډاډ او ملاتړ غوښتنه وکړه. د هند مشرتابه په کلکه د افغان حکومت او طالبانو خبرو ته "بشپړ ملاتړ" څرګند کړ. تیره میاشت ، ډاکټر ایس جی شنکر د ویډیو کنفرانس له لارې د سولې خبرو افتتاح ته وینا وکړه او د هندوستان همکارۍ دریځ یې تکرار کړ کله چې د افغانانو په مشرۍ ، د افغانانو په ملکیت او د افغانستان تر کنټرول لاندې خبرو اترو اصل یی تایید کړ. په هندوستان کې یو هندي پلاوی هم په دوحه کې د خبرو د پیل په مراسمو کې په رسمي ډول حاضر وو. داسې انګیرنې شتون لري چې افغانستان له هندوستان څخه غواړي چې له طالبانو سره په اړیکه کې شي. هند تر دې دمه په مستقیم ډول له طالبانو سره د ښکېلتیا په اړه پټه خوله دی. د همدې لپاره ، د بهرنیو چارو وزیر خطاب د افغانستان له نظره یو مهم پرمختګ کیدی شي

ډاکټرعبدالله ټینګار وکړ چې هند د افغانستان د راتلونکي په جوړولو کې حیاتي رول لري. هند او افغانستان ژوره تاریخي اړیکې لري او په تیرو کلونو کې د ثابت ستراتیژیکی ملګري په توګه راڅرګند شوي دي. هند د افغانستان په ثبات کې لوی لاس لري ځکه چې هلته یې د بیا رغونې هڅو کې خورا زیاته مرسته کړې ده. دې ته هم اړتیا ده چې د پاکستان - طالبانو اړیکې له مینځه یوسي چې د هندوستان د امنیتی ګټو پر خلاف یې په پرله پسې ډول عمل کړی دی. په نتیجه کې ، هندوستان باید هڅه وکړي داسې اتحاد جوړ کړي چې نوی پیژندل شوی وي واقعیتونه مخی ته راولی. دا خبره اوس منل شوی چې په افغانستان کې سوله یوازې د هغو طالبانو په را مینځته کیدو سره ممکنه ده چې په پرله پسې ډول د افغانستان په سیاستونو او د امنیت په ډیرو برخو کې برلاسي وي. د افغانستان اوسنۍ د سولې خبرې د ۲۰۲۰ کال د فبروري په میاشت کې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمینځ د سولې د تړون تر عنوان لاندې ترسره کیږي. اوس لیدل کیږي چې متحده ایالات په فعاله توګه له طالبانو سره په افغانستان کې بوخت ګرځی کله چی په دوه لسیزوکی یی ټولی سرچینې وچی شوی. د افغانستان د سیاسي او ټولنیز لید توپیر ته په پام سره ، دا لازمي ده چې د هند په ګډون ټول ښکیل اړخونو ملاتړ هغومره پراخ وي تر څو چې وکولی شي جامع او پایداره سوله رامنځته شی .

د یادونې وړ اړخ دا دی چې د افغانستان مشرتابه هم پاکستان ته رسي ، ترڅو اسلام آباد دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې د سولې په راوستو کې همکاري وکړي. دا ځکه چې پاکستان له طالبانو سره اوږد مهاله مشارکت شریکوي. له همدې امله ، ډاکټر عبدالله عبدالله ، چې په پاکستان یو انتقاد کونکی دی ، اوس د پاکستان مشرتابه سره ښکیل ښکاري. د متحده ایالاتو ځانګړي استازي خلیل زاد هم اسلام آباد ته تللی وو ، ځکه چې له پاکستان سره د طالبانو اړیکې لري. په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ځواکونو وتلو او ورپسې د سولې بحالی هم په راتلونکو اونیو کې ډیر مهم ګام ګڼل کیږي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت