ایغور مسلمانانو سره د پاکستان له شرم ډک چلند


لیکنه: د سراج مهدي نقوي

ژباړه: ګل الرحمن همدرد

پاکستان اکثر او تر ډیره د چین په ملګرتیا ویاړ کوي. پاکستان د دې خوش فهمۍ ښکار هم دی چې ګواکې چین د پاکستان رښتینی همدرد او مرسته کوونکی هېواد دی. له چین سره سوداګریزو او کاري اړیکې هم پاکستان د خپل اقتصاد د پیاوړتیا په موخه خورا ارزښت ورکوي، مګر دا د تعجب خبره ده چې په چین کې له ایغور مسلمانانو سره د چین د چلند په اړه پاکستان هیڅکله هم حتی د یوې خبرې د ویلو اړتیا هم نه ده احساس کړې، مګر دا ویل به لا ښه وي چې په پاکستان کې په دې هکله د کومې خبرې کولو حتی جرات هم نشته او له مسلمانانو سره دا ظاهري همدردي هم د هغوئ د سیاست یوه برخه ده. د لومړي وزیر عمران خان د ملي امنیت مشاور لخوا په یوې ټلویزیونې مرکې کې د ایغور مسلمانانو په اړه د پوښتنې په ځواب کې د دې موضوع غیر اړینه بلل په حقیقت کې د عمران خان او د هغه د حکومت غیر زمه دارانه او غیر انسانی طرز او تفکر ښکاره ثبوت دی 

د ایغور مسلمانانو په هکله په همدې وروستیو کې د یوه را څرګند شوي راپور څخه اندازه کیږي چې د چین دغه مظلوم اقلیت په کوم ډول د حکومت لخوا زورول کیږي او د دوی د تهذیب او تمدن د ورکولو سره سره پر دوی باندې د ژوند دایره تنګیږي. چین کې پر ایغور مسلمانانو باندې د ظلمونو داستان نوی نه دی مګر وروستی راپور زړه بوګنوونکی دی. په یاد دې وي چې د ایغور مسلمانانو ډیری خلک د چین په سنګیانګ سیمه کې اوسیږي. په راپور کې راغلي چې د ایغور مسلمانانو په زرګونه ماشومان سره له دې چې مور او پلار یې ژوندي دي خو بیا هم د یتیمانو په سیر ژوند تیرولو باندې مجبور کړی شوي دي. دا ماشومان له دې امله له خپلو مورګانو او پلرونو نه لرې دي چې د دوی یو نه یو د حکومت لخوا په جوړ کړی شویو نظربندو کمپونو، ډیټینیشن کمپونو او یا هم د ری ایجوکیشن په نوم کمپونو کې بند کړی شوي دي. بعضې پلرونه او میندې د بیلابیلو تورونو له امله په زندانونو کې اچول شوي. په دې کار کې هغوئ د انساني همدردۍ هغه اړخ هم په نظر کې نه دی نیولی چې دا نا بالغه ماشومانو ته د ښې روزنې په موخه د خپل مور او پلار اړتیا ده او ماشومان او مور او پلار یې باید له دې بنسټیز حق څخه محروم نه کړل شي. په دې راپور کې د سنګیانګ په اړه د مهمو حکومتي اسنادو له حوالې داسې دعوا شوې چې په ۲۰۱۸ م کال کې د داسې ماشومانو شمیر ۹۵۰۰ تنه وو کوم چې د خپل مور او پلار او یا هم له دوی څخه د یوه له د شفقت له سیوري محروم دي او لامل یې د هغوۍ مړینه نه ده بلکې د حکومت لخوا د هغوئ په زندان کې محبوسول دي. د دې سیمې د یاک لینډ کاونټي کلي د هر کور لږ تر لږه یو تن یا په زندان او یا هم په نظربنده کمپونو کې زنداني دی. د چین هېواد د تبعیض اندازه له دې لګول کیږي چې په دې ماشومانو کې یو هم د چین د ګڼې ګوڼې ښار هان سره تړاو نلري. په شمال لویدیځې سیمه کې داسې ویل کیږي چې هلته له یو ملیون څخه ډیر کسان په بیلابیل ډول کمپونو کې بند دي. حال دا چې د چین حکومت لخوا د دې خلکو د بندولو لامل د نفوسو د ډیر والي کنټرول، غربت او ترهګرۍ ختمول او د تندروۍ مخه نیول بیانیږي، مګر حقیقت خو دا دی چې چین د ایغور دا مسلمانان له ډیرو کلونو راهیسې له ظلمونو لاندې نیولي او غواړي چې د دوی وجود لمنځه یوسي. د ایغور مسلمانانو اقتصادي، تعلیمي او عنعنوي ژوند خورا ډیر تر پښو لاندی شوی. د دوی ماشومان هم په لوړه کچه سرحدي ښوونځيو کې محصور کړی شوي دي. په بیلابیل ډول د دوی ماغزه مینځل کیږي. صورتحال داسې دی چې له دوه لکه ۵۰ زره څخه ډیر ایغور ماشومان له خپلو پلرونو او میندو څخه له دې امله محروم کړی شوي دي چې هغوئ په یو نه یو کمپ کې ځای پر ځای کړی شوي دي. چین دا نه مني چې ګواکې دا موضوع بشري حقوقو پورې تړاو لري. چین دا موضوع له مذهب یا قوم پورې تړلې هم نه بلي، بلکې دا موضوع له ترهګرۍ، تشدد او بیلتون پلوۍ سره تړي او حال دا چې دا ناسم کار دی 

داسې نه ده چې د پاکستان ادارې ته د دې خبرو په هکله کوم مالومات نشته، تعجب خو دا دی چې د چین د دې ټولو خبرو سره سر بیا هم پاکستان چین خپل نږدې ملګری وایي او د چین د مظلومو ایغور مسلمانانو په هکله دوی خپلې سترګې پټې کړي دي. خبره یواځې تر سترګو پټولو پورې نه ده محدوده بلکې د افسوس خبره خو دا ده چې پخپله د بشري حقونو پر خلاف فعالیت کوونکی پاکستان په دې معاملاتو کې د چین ملاتړ کولو سره دا ثابتوي چې د یوه اسلامي هېواد د ده دعوای یوه ظاهري دعوای ده او له اسلامي فرایضو او اصولو سره هیڅ کوم اړیکه نلري 

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت