په پاکستان کې د تښتونې او خوشې کولو لړۍ دوام لري

لیکنه : د جاوید اختر

ژباړه او وینا : د هریندرکمار سواتی

د پاکستان د خبریال علي عمران کورنۍ او ژورنالیستیکې ټولنې هغه مهال د سکون او د قناعت ساه واخیستو کله چې هغه د ۲۲ ساعتو لپاره درمته کیدو وروسته کور ته راستون شو. مګر ویره لاهم پاتې ده او دا مهال معلومه نده چې د دې وروسته به څه پیښیږی. مبشر زیدی یو لوړ پوړی پاکستانی ژورنالیست دی لیکلی یی دی چې علی عمران د فلسطین او برما په اړه راپور ورکړو مګر د اسراییلی پوځ لخوا و نه تښتول شو او له برما څخه هم بچ پاتی شو مګر هغه په ​​خپل ښار کې راپور ورکولو لپاره سزا ته مخامخ شو او د مسلکي کسانو لخوا وتښتولی شو

علي عمران د جيو تلویزیون سره تړاو لري. هغه د کیپټن صفدر د نیولو ویډیو جوړه کړې وه چې د جیو تلویزیون څخه خپره شوې وه. د خبر له خپریدو لږ وروسته علي عمران ورک شو. د هغه د کورنۍ غړو وویل چې علي عمران لږ ساعت لپاره د کور نه بهر د وتلو غوښتنه کړې وه. هغه خپل موټر او ګرځنده تلیفون هم په کور کې پریښود ، مګر څو ساعتو لپاره د هغه هیڅ پته و نه لږیده. له هغې وروسته پولیسو ته شکایت درج کړی شو

دا خبر په ټولنیزو رسنیو کې هم خور شو. البته کله چې علی عمران د ۲۲ساعتو وروسته کور ته راستون شو ، د هغه حالت داسې نه و چې هغه څه ووایی

د علي عمران بی درکه کیدل په پاکستان کې لومړۍ هغه پیښه نه ده چې حقایقو د لیکلو جرت کوي. شاوخوا درې میاشتې دمخه د پاکستان لوړ پوړی ژورنالیست مطیع الله جان له اسلام آباد څخه درمته کړی شوی وو . دغه تښتونه د ورځې په رڼه کې وشوه. ددغه شرموونکې پیښې غندنه د ټولو سیاسي ، ژورنالیستانو او ټولنیزو ساحو لخواه وشوه او د تښتونکو د نیولو او هغوی ته د سختې سزا غوښتنه یې وکړه

مطیع الله جان وروسته وویل چې تښتوونکو د هغه په سترګو پټۍ تړلی وه او یو خاص ځای ته یې یوړلو ، بیا په بیلابیلو ځایونو کې وګرځول شو او ۱۲ ساعته وروسته یې هغه په ​​صحرا کې وغورځاو. د مطیع الله جان ګناه هم همدا وه چې هغه د دولت او تاسیساتو نیمګړتیاوو ته ګوته نیولی وه . تښتونکي به هیڅکله ونه پیژندل شي

د مطیع الله جان د تښتونې قضیۍ په اړه ، د اوریدلو پرمهال ، د اسلام آباد عالي محکمې قاضي اطهر من الله خپله غصه څرګنده کړه او ویې ویل چې څنګه چې د یو خبریال د ورځ به رڼه کی اغواه کړی شو ، ایا د پاکستان ټولې ادارې سقوط کړې؟ څنګه څوک کولی شي د پولیس یونیفورم په اغوستلو ، د پولیسو موټر په څیر اشارې وکړي او څوک درمته کړي؟ په عادي سړي به څه تاثیر کیږی چې د پولیسو په یونیفورم کې بدمعاشان ګرځی ؟



حتی په ۲۱مه پیړۍ کې ، په پاکستان کې ژورنالیزم او ژورنالیست ټولنه له بندیزونو څخه پاکه نده .په پاکستان کې د تښتول شویو خبریالانو لیست اوږد دی. ساجد حسین ، د بلوچستان ټایمز د ورځپا ڼې مسؤل مدیر ، یو ژورنالیست چې د بلوچستان د خلکو د حقونو او ازادۍ لپاره خبرې کوي ، د همدغه کال په مارچ کې په سویډن کې وتښتول شو. په ۲۰۱۴م میلادی کال کې په لوړ پوړی خبریال حامد میر قاتلانا حمله وشوه

په پاکستان کې خبریالانو چی خپلی مسلکي وظیفې ترسره کوی ، د وژنو شمیره یی کمه نده. په سیند صوبه کې د خبریال عزیز میمن د وژنی زیات وخت ندی شوی اوږد نه وه. دا د ۲۰۲۰م فبروري فرورۍ میاشت وه

د پاکستان د ژورنالیستي سازمانونو سربیره ، نړیوال سازمانونه لکه د بخښنې نړیوال سازمان او د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون د خبریالانو په تښتونه او وژنه اندیښنه څرګنده کړې او دا یې د میډیا له مینځه وړو ، سانسور عملی کولو او ناروا مخالفت ګڼلی . د بشري چارو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو دفتر هم اندیښنه څرګنده کړې چې په پاکستان کې د خبریالانو پروړاندې تاوتریخوالی مخ په ډیریدو دی

د ۲۰۲۰م کال په می میاشت کې ، د ازادۍ شبکې په پاکستان کې د بیان د آزادۍ پر محدودیتونو ، د خبریالانو پروړاندې ظلم او ګواښونو په اړه یو راپور خپور کړ. د راپور په وینا ، په تیر یو کال کې د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي ۹۱ پیښې ثبت شوې دي. د ازادۍ شبکې ویلي چې د پاکستان هیڅ برخه د خبریالانو لپاره خوندي نه ده

په پاکستان کې د بشري حقونو فعالین وايي د علي عمران تښتونه نه یوازې د خبریالانو لپاره بلکې په پاکستاني ټولنه کې ټولو انتقادي غږونو لپاره یو پیغام کیدی شي. په پاکستان کې د دولت یوه خورا مهمه برخه ، ژورنالیزم ، اوس مهال په بحران کې دی. دلته د مطبوعاتو د آزادۍ په څیر ، هیڅ شی شتون نلري. د هیواد نشریات دا وخت د یرغمل ادارو په توګه کار کوي ، او په زرګونو خبریالان یې په ناڅرګند حالت کې ژوند کوي. هاغه ژورنالیستان چې حکومت او تاسیساتو ته غاړه نه ږدي نو په عامه ډول تښتول کیږي او ویل کیږی چې تښتونکي په هیواد کې له قانون څخه پورته دي. د خبریال علي عمران درمته کیدو یوځل بیا په پاکستان کې د قانون او نظم په اړه پوښتنې راپورته کړې

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت