د پولی په اوږدو کی له تاوتریخوالی لری پاتی کیدو کی د چین ناغیړی

لیکنه: روپا نارایان داس
ژباړه: پښتو څانګی
د ګالوان دری له جګړې وروسته چی په کی دواړو لورو ته ځانی زیان هم واوښت د پولی په اوږدو کی له تاوتریخوالی د لری پاتی کیدو په اړه د هند او چین تر منځ د اوږد مهاله ډیپلوماټیکو او نظامي ناستو وروستي پړاو وروسته د ګزمی ډلی د ختیځ لډاخ په ۱۴م ، ۱۵م او ۱۷م نمبر سیمه کی په بشپړ ډول له یو بل واټن نیسی. نږدې درې ساعته اوږد مجازی محاسبات د پولو چارو په اړه د مشورې او انسجام لپاره د کاري میکانیزم تر نظر لاندې ترسره شوي
په هرصورت ، لاهم له شخړی لری پاتی کیدل د پنګونګ تسو سیند په اوږدو کی له ۵می تر ۸ می سیمی باید پلی شی.. هند دمخه د وضعیت په اړه خپل دریځ روښانه کړی دی. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو ، "موږ دا هم څرګنده کړې چې هندوستان په بشپړ ډول ژمن دی چې له چین سره پرتي پولی ته درناوی وکړي او موږ به د پولی په اړه د دریځ د بدلېدو یو اړخیزې هڅې ونه منو." په ورته وخت کې ، د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کی ویلی چې دواړو خواوو هوکړه کړې چې د پوځي قوماندانانو یوه بله ناسته "ژر تر ژره جوړه شي ، تر څو له شخړی په بشپړ ډول لری پاتی کیدو ډاډ ترلاسه کولو لپاره نور ګامونه هم اوچت شي
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې دواړو خواوو هوکړه کړې چې "د دوه اړخیز پروتوکولونو او د سولې او آرامۍ له بشپړ بحالي سره سم د هند او چین سرحدي سیمو څخه د رښتیني کرښی په اوږدو کې د سرتیرو ژر او بشپړ بې وسلې کیدل او له شخړی لری پاتی کیدل به پلی شی. او دا د دوه اړخیزو اړیکو لپاره خوارا اړین وو. دې زیاته کړی چې دواړو لورو څرګنده کړی چې دا د ۲۰۲۰م کال د جولای میاشتی په ۵ مه نیټه د تلیفوني خبرو اترو پرمهال د دواړو ځانګړو استازو ترمینځ د هوکړې سره سم و. دوی پدې برخه کې دږهوکړه کړی وه چی د قومندانانو په ناستو کی چی کومی فیصلی ترسره شی نو دواړه لوری به یی په پوره صداقت سره پلی کوی.
له بلې خوا ، رسنیو د چینايي سرچینو په حواله ادعا کړې چې د دواړو هیوادونو د سرحدي دفاعي ځواکونو د لومړۍ کرښی قطعې مثبت پرمختګ کړی تر څو په سیمه کی وضعیت نورمال شی. بلخواه بیا هند د چین سره د خپلو اړیکو په اړه دا روښانه کړی چی سوداګری به له چین سره د پخواه په څیر نه وی. پداسې حال کې چې هند د خبرو اترو له لارې د دې ستونزو حل غواړي ، نوي ډیلي څرګنده کړې چې دوی به تر هغه د معمول په څیر له چین سره سوداګري ونکړی ترڅوچی د پولی په اوږدو کی د سرتیرو تر منځ تاوتریخوالی په بشپړ ډول له منځه نه وی تللی. دا باید په یاد وساتل شي چې لومړي وزیر نریندر مودي مخکې ویلي و چې د پراختیا په دور کې ، د توسعې دور پای ته رسیدلی. دا د پام وړ ده چی هندوستان د هیڅ کوم هیواد سره په سوداګریزه جګړه باور نلري. په هرصورت ، په ځینې چینایي اپلیکیشنونو بندیز یو داسی ګام دی چې د هند ډیجیټل امنیت ډاډمن کړي
دا یوازې د دووه هیوادونو او د دوی د خلکو په ګټه ده چې د پولی په اوږدو کی یو ځل بیا نورمال وضعیت رامینځته شی. په هغه وخت کې چې د چین په وړاندې نړیوال غبرګون شتون ولري ، نو دا به د چین له پلوه هوښیاری وي چې د دوه هیوادونو او دوه اړخیزو اړیکو لپاره او همداشان د دوه اړخیزو ګټو لپاره د ټپونو درملنه وکړي او دا اړیکی یو ځل بیا ښی کړي. دا د ژوند حقیقت دی چې هند او چین ګاونډیان دي او تل د شخړی او اضطراب پرځای په سوله کې ژوند کول غوره دي. سږکال ، کله چې دواړه هیوادونه د خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو د رامینځته کیدو ۷۰ مه کلیزه لمانځي ، د هند - چین په پوله کې د سولې او آرامۍ راوستل به د مطلوب لوري یو لوی ګام وي
تمه کیږي چې موجوده امنیتی شخړی به دپوځي قوماندانانو په راتلونکې غونډه کې حل شي چې ډیر ژر به ترسره شي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت