رافيل او رامنځته کيدونکي غټ بدلون

لکینه: د آتم کمار بیسواس
ژباړه:د پښتو څانګي
د امبالا هوایي اډې ته د رافيل د پنځه نویو جنګي الوتکو راتګ د هند هوايي ځواک ته په قطعي توګه یو نوی قوت دی. دغه راز په هوایي ځواک کې د ۱۷ نورو اسکاډرانو رامنځته کول د پام وړ دي او د هوایي عملیاتو لپاره د هند د تیاریو ښکارندویي کوي. دغه الوتکې په فرانسه کې جوړې شوې دي او له فرانسې نه تر هنده په را لیږدولو کې یې په عربي اماراتو کې د فرانسې په یوه هډه کې د تیلو اخستلو لپاره دمه کړې وه او په ټوله کې یې ۷۰۰۰کیلو مټره واټن وهلی دی.
د رافيل جنګي الوتکې چې د وضعيت د بدلونکو په توګه یادیږي، د هند په نړیوالو سرحدونو کې د هوایي ځواک لپاره خورا مهم او ټاکونکي دي، نویو او پرمختلو وسلو ته لاسرسی د هندي ځواکونو د عملیاتو په برخه کې د هند لاس لا اوچتوي. د رافيل د جنګي جیټونو عملیاتي وړتیا ته په کتو ویلی شو چې دا به د اوب تلو لپاره هم ډیر غوره وي
د دوو لسیزو لپاره روسي سوکهوۍ - ايم کې ايي -۳۰ د هند د سمندري ځواک لپاره د ملا د تیر معنا لرله او د ۲۷۲فورس الوتکو یې د دو ماشینونو په لرلو سره ملتیا کوله. یوشمیر دغه الوتکې بیا د کروز مزایلو د لیږد وړتیا هم لري. د رافيل هره جنګي الوتکه د دښمن د دوو ایف ۱۶الوتکو ته د ځواب ویلو وړتیا لري. رافيل د ځپونکو وسلو د لیږد له وړتیا سره هم د هندي ځواکونو عملیاتي وړتيا بیخي زیاتوي. . دغه راز له روسیې نه په راتلونکې کې د ایس ۴۰۰- سسټم په رانیولو سره به په سیمه کې دهند هوایي ځواک به په خورا شدت سره پیاوړی شي
هیڅ یو دښمن به ونشي کولای چې د هند په هوایي عملیاتو کې مداخله وکړي. رافيل جیټونه د هندوستان له اړتیا سره سم برابر شوي دي، لکه خاص مونیتورونه، اسرایلي خولۍ، د راډار د خبرداري اخیستونکی، د لږ بانډ لرونکي ګیربکسونه. لس ساعته الوتنه، د ثبتولو او د نورو الوتکو پیداکول، دغه الوتکې د ډیرو پیاوړو وسلو د لیږد صلاحیت لري، لکه د اروپایي ایم بي ډي اې توغندي، له سترګو د پناه کیدونکو میټرو توغندي او د کروز توغندیو د لیږد وړتیا لري. دغه الوتکې تقریباٌ ټول کارونه کوي او کولای شي ټول هوایي لیږد رالیږد ترسره کړي.
لوړو هوایي هدفونوته ځان رسونه، هوایي ځواک، هوایي ملاتړ، کلک هوایي ګوزارونه، د نورو الوتکو پیژندنه او مخنیوی ددې الوتکو له ځانګړنو څخه دي
په داسې حال کې چې یوشمیر نور هیوادونه لکه فرانسه او مصرهم له رافيل نه کار اخلي خو هند ته ورکړل شوې رافيل بیا ترهغو هم پرمختللې اصلاح شوې او د خاصو اړتیاوو لپاره چمتو شوې دي. هغه خاصې خولې چې د پیلوټانو لپاره جوړې شوې دي هغوی ته دا وړتیا ورکوي چې لا ښه عملیات ترسره کړي او په چټکۍ سره غبرګون وښیي، دغه راز د تیزې او خرابې هوا په صورت کې دغه الوتکې کولای شي چې ډیره لوړه الوتنه وکړي. هند دغه راز په دې لټه کې دی چې دغو الوتکو ته له هوا څخه ځمکې ته د ویشتونکو توغندیو نوی نسل چې د هيمر يا څټک به نوم یادیږي هم نصب کړي تر څو ددغو الوتکو د ضایع کیدو شمیر مخه ونیسي. د ویلو ده چې هند ۱۰دغه شان الوتکې تراوسه لاسته راوړې دي. ۳۶ نورې دغه الوتکې هند ته له فرانسې نه د لیږد په حال کې دي. ددغو الوتکو د رانیولو قرارداد د ۲۰۱۶په سپټمبرمياشت کې د حکومت لخوا د ۵۹۰۰۰کروړ هندي روپیو په بدل کې شوی. په پام کې ده چې د ۲۰۲۱کال تر پایه ټولې ۳۶ رافيل الوتکې هند ته ورکړل شي. د رافيل الوتکو راتګ هند ته په دې معنا ده چې دا همکاري چې په ۱۹۵۳کال کې د دواړو هیوادونو ترمنیځ پیل شوې وه ، به نوره وغزول شي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت