د پاکستان د ژورنالست تختول او د پریښودو قیصه

لیکنه: د معین الدین خان
ژباړه : د پښتو څانګی

په پاکستان کی د ژورنالستانو، بلاګ جوړونکو، پوهانو او د بشری حقونو ساتلو د کارکونکو تښتول ، په هغوی زور زیاتی کول او کله ناکله د هغوي د وژنو قیصی یوه نه یوه ورځ مخی ته راځی . په هغو کی د ډیرو پیښو ترشا د پاکستان پوځ ، د هغی ایجنسیو یا د هغوی په لارښونه د نورو ادارو لاس وي. د هغی اصل علت دا وي چی د پاکستان پوځ ځان له هرانتقاد څخه لوړ ګڼی . نه حکومت د پوځی جنرال پر وړاندی کومه کارروائي کولی شی او نه هم د محکمی له لوري هغه ته سزا ورکول کیدای شی ، ځکه چې که هغه داسی څه کول غواړی نو هغه خپل واک له لاسه ورکوی ، بندی خانی ته تلل وی او کله خو په دار هم ځړول کیدای شی . دا ټولې بیلګې په پاکستان کې شتون لري او دا هر څه د هغه ځای عامه خبره ده ، خلک هره ورځ دا منظری ګوری.
راځو اصل مطلب ته ، په یوه تازه پیښه کې چې یو بېباکه او زړه ور ژورنالست مطیع الله جان چا چی د پوځی جنرالانو په غیرآئینی کړو وړو ګوته نیولې وه ، چې د پوځ په سترګو کی ډیر زیات خخیدو ، نوموړی د تیرې سه شنبې په ورځ یعنی د جولائي په ۲۱مه نیټه په هغه وخت و تښتول شو کله چی هغه له خپلې میرمنې سره له ښوونځی څخه خپلو ماشومانو د بیرته راوړلو لپاره ورغلې وو . د نوموړی میرمن هغه ته د ورځی کابو یوه بجه فون وکړو خو هیڅ ځواب يې ترلاسه نشو کړای ، کله چی هغه بهر راغله نو ويې کتل چې د نوموړي ګاډییا موټر خو شته لیکن د هغې څښتن درک نلري. د ښوونځی له امنیتي کیمرو څخه معلومه شوه چې نوموړی ژورنالیست د ترهګرۍ مخه نیونکي پولیسو په زوره له ځان سره بولۍ دی . کله چی دا خبره چار چاپیره خوره شوه او د لاریونونو لړۍ پیل شوې نو هرې خوا ته تحریک رامنځته شو. د لندن د عمومی بښنی نړیوال سازمان په خپلې ټویټ پاڼې له لاری دا احتجاج وکړو چې ، هغه د مطیع الله جان په هکله ډیره اندیښنه لري . د پاکستان د اطلاعاتو وزیر شبلی فراز رسنیو ته وویل ، چی تښتونه شوی او د حکومت دا مسئولیت دی چی حقیقت معلوم کړي
دا پیښه په پلازمینه اسلام آباد کې رامنځ ته شوې ده . نوموړی څه موده وړاندې هم محکمې ته د سپکاویږي کولو په تور نیول شوی وو ، خو وروسته د لاریون او یا په کوم بل علت پریښودل شوی وو.
د نوموړي د تښتونې او د پریښودو خبره مخی ته خو راغله ، خو دا سوال په خپل ځای دی چې نوموړی پدې ډول ولې وتختول شو؟ له دې امله چې نوموړي په پوځ ګوته نیوله وه ؟ پوځ خو انکار کوی او کوی به یې خو سوال دا هم دې چې پوځ به له کومو کومو خبرو څخه انکار وکړي؟ آیا دا هم غلط دی چی دستری محکمی یو ایماندار او بې داغه قاضی فائز عیسا هم سږ کال څو میاشتې د مخه پوځي چارواکو پرضد د ۲۰۱۷م میلادی کال د یوې قضیې فیصله ورکړې وه ، په کوم کې چې نوموړي وئیلي وو ، چې پوځي چارواکي له خپل سوګند او له آئین څخه سرغړونه کوي . د ۲۰۱۷م میلادي کال قضیئ په حواله نوموړي وئیلي وو ، چې پوځي چارواکو غیر آئینی کار کړی وو او په سیاسي معاملو کې یې بې ځایه لاس وهنه کړي وه. نوموړي پدې هکله په خپلې فیصلې کې وئیلي وو ، چې د دفاع وزارت ته پکار ده ، چې هغه د پوځ ټولو څانګو سرمشرانو ته دا هدایت ورکړي چی د هغوی په شعبو کې کوم چارواکي چې له آئین څخه سرغړونه کوي د هغوی پرضد کارروائي وکړي 
دا معلومه نده ، چې دغو چارواکو پروړاندې اجراأت وشول او کنه خو د قاضی عیسا پر خلاف د حکومت له لوري یوه حواله ضرور وړاندې شویده په کوم کې چې وئیل شوي چې د نوموړي میرمن او زوئ په بهرنیو هیوادونو کی ملکیتونه لري او قاضی عیسا د هغو جایدادونو تفصیل پټ کړیدی . غرض دا چې دا سوال په خپل ځای شته چې پوځ دومره زیاته پیاوړي اداره ده چې ، په هغه ګوته نیونکی هیڅ یو کس د هغې له قهر څخه نشی ژغورل کیدای . داسې امکان شته چې مطیع الله جان تښتونی په باب ځينې نوې قیصه رامنځته شي او پوځ هم دا ووائي چی هغه بلکل له دې قیصی سره سروکار نلري ، نو بیا څوک خو به د دی شاته وي کنه
که پوځ نه وی نو د حکومت کومه اداره کیدای شي. اوس خو به دوی دواړو دا فیصله کوي چی د یوه ژورنا لست پروړاندې دومره لویه ډرامه ولې او د چا لخوا ترحه کړاې شویده. 
نړۍ ته دا په ښه ډول معلومه ده چې پوځ هیڅ حکومت هم په خاطر کې نه راولي او دا هم په اوریدو کې راځي چې اوس د عمران خان حکومت او پوځ ترمنځه د پخوا په شان نیږدیوالی نشته. هرڅنګه چې وي راز تل تر تله راز نه پاتی کیږی ، چیرته داسی خو به نه وي چی پوځ دغه مسئولیت د حکومت په سر تپل غواړي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت